کور / تازه خبرونه / د مدني ټولني پلاوي هلمند د سولي ولايت په نوم ونوماوه

د مدني ټولني پلاوي هلمند د سولي ولايت په نوم ونوماوه

دې ولايت ته دا نوم د يكشنبې په ورځ په هغه لويه غونډه كې وركړل شوچې د مارجې ولسوالى په انگړكې د هلمند د والي الحاج محمد نعيم،د مدني ټولنې د فدريشن رئيس صديق منصورانصاري اوورسره پلاوي ددې ولسوالى مسؤلينواود مارجې سلگونواوسيدونكوگډون درلود.
په دې غونډه كې د مدني ټولنې د فدريشن رئيس صديق منصورانصاري وويل چې په هلمند ولايت كې له دولت سره د خلكوپه هراړخيزه همكارى امن ټينگ شوى اوپه دې برخه كې ددې ولايت اوسيدونكوډيرې ستونزې گاللې دي.
هغه زياته كړه داچې اوس په هلمند كې پوره امنيت ټينگ شوى نوموږدې ولايت ته د سولې د ولايت نوم وركوواوهيله من يوچې پكې نوره هم د امن فضا وغوړيږي.
نوموړي همدا رازوويل چې ددې ولايت د اوسيدونكوبيلابيلې ستونزې يې اوريدلې اوكټ مټ به يې لوړپوړوچارواكوته ورسوي.
ورپسې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د خپلې وينا پرمهال وويل چې په دې ولايت كې يې د خپلې دندې په لړكې ددې ولايت بيلابيلې ستونزې له كورنيواوبهرنيومرسته كوونكوسره شريكې كړې اوهيله من دى چې په دې برخه كې به ښې لاس ته راوړنې ولري.