کور / ترخې خبري / د محترم زاخېلوال ډرامه کوم ځاى ته ورسېده؟

د محترم زاخېلوال ډرامه کوم ځاى ته ورسېده؟

خداى دې کوم مملکت بې مالکه او بې قانونه نکړي، که شي نو بيا به افغانستان ترېنه جوړ وي.

په افغانستان کې د قانون نوم شته، خو خپله نشته، دلته د ضميرونو پېر و پلور روان دى، که دې زر لرل، زور هم ستا دى، د زرو په زور له قانونه تشناب کاغذ جوړ دى، باور مو وشه چې د تشناب کاغذ کرامت ورباندې زيات دى، ځکه په تشناب کاغذ خلک پيسې ورکوي او په ډېر عزت په تشناب کې په خپل لوښي کې په درنښت راځوړند وي، خو د قانون له کتابچې سره د چا څه کار دى؟.

چارواکي، بې چارواکي، رسنۍ، داخليان او خارجيان ټول د بې قانونيو چيغې وهي او د قانون شکنيو پړې په يو بل اچوي، خو رښتيا دا دي، چې دوى ټول د قانون په بې حرمتۍ کې خپله خپله کافي ونډه لري.

طلوع تلويزيون پرلپسې د ولسمشر کرزي دا کليپونه خپروي: څوک چې په حکومتي فريم کې فساد کوي (معاف باشد).

کوم مفسدين چې له نړېوالو سره تړلي وي (معافتر باشد) د کرزي په خاص سبک فشار سره. او څوک چې بې وسه وي، په زندان کې پراته وي.

عجيبه زمانه شوه او عجيبه يې هم اهل، هغه څه چې بايد منتقدين يې ووايي، رئيس جمهور يې خپله وايي.

په افغانستان کې د سياسي تعاملاتو معادلاتو معکوسه بڼه نيولې ده، شکايات د ولس او اجراات د ولسمشر جمع کابينې صلاحيت وي، خو دلته رئيس جمهور، وزير، وکيل، مامور، داخلي او خارجي ټول له فساده فريادونه کوي، خلک حيران دي چې دوى نو څه وکړي او څه ووايي؟

طلوع تلويزيون څه موده وړاندې يو ډېر جالب مستند راپور خپور کړ، چې د ماليې د وزير حضرت عمر زاخېلوال په اکاونټ کې لسګونه ميليونه ډالر جمع شوي دي. دى بايد واضح کړي، چې دا پيسې له کومه مدرکه ورته راغلي دي؟

محترم زاخېلوال په رسنيو کې، په ځانګړې توګه (ژوندون تلويزيون) کې په تفصيل سره ورباندې لګېدلي اتهامات رد کړل او د طلوع له خوا د رسوا شوي شتمنۍ په باب يې جالب استدلال وکړ، چې دا يې د خپلو علمي پروژو له طريقه ترلاسه کړي دي، خو ددې پروژو وخت، ځاى، ادرس او مرجع او نور کم و کيف يې څرګند نکړاى شواى.

تحليلګرانو، خاصتاً طلوع تلويزيون يې دا منطق د خندا وړ وباله، ځکه چې له يوې خوا يې د ښاغلي زاخېلوال علمي کچه په هغه حد ونه بلله، چې وکړاى شي د نړېوالو پر سټنډرډ برابرې پروژې ډيزاين کړاى شي، بله دا چې که د توان وهم لرلاى شي، نو له دې لارې دومره ګزاف مبلغ نه شي تصرف کولاى.

په دغو شپو ورځو کې د کرزي او زاخېلوال ترمنځ هم تور ديګ تېر کړه شوې وه، د کابينې په غونډه کې به زاخېلوال لکه ماشوم تر ټولو شاته مرور ناست وا و ولسمشر به هم هېڅ غږ نه ورباندې کوه. په اجرائيه قوه کې د خپګان او پخلاينې دا ماشومانه لوبه ښايي ځکه د تعجب وړ نه وي، چې دلته هر څوک خپله کوي، هېڅوک هېچا ته مسؤل نه دى، هر څوک خپل حساب کتاب لري، چې له بل سره يې د شريکولو اړتيا نه ګوري.

کله چې طلوع تلويزيون د ماليې وزير لويې رسوايۍ ته مخه پرانېسته، نو کرزي هم فرصت غنيمت وګاڼه، له يوې خوا يې د فساد پر ضد وزير ډاکټر لودين د طلوع له راپور سره همغږه کړ او پر هغه يې د تاييد ټاپه ووهله او له بلې خوا يې ددغې قضيې د څېړلو لپاره د دوسيې اچولو ټټر وډباوه، خو زاخېلوال هم څه ضعيف لوبغاړى نه و، هغه هم پخپلو څرګندونو کې د خپلو فعاليتونو د بې ضرورته بيان په ترڅ کې د کابل بانک له رسوايۍ سره ماهرانه تماس ونيوه، ګواکې ولسمشر ته يې تر غوږ ورتېره کړه، چې د کابل بانک په رسوايۍ کې ستا ورور محمود کرزى اوله درجه تورن دى، که ته ماته دوسيه اچوې، نو زه به لا جدي فايل درته رامخې ته کړم.

عامه کتونکو حضرت زاخېلوال سخت راګير وګاڼه، ان د ځينو خو زړه پر وسوځېد چې سړى ډېر وارخطا دى او له دې ګردابه يې د راوتو چانس کم دى، خو لږه موده وروسته ولسمشر هم چوپ شو، داکټر لودين هم خوله وګنډله، حيرانتيا خو دا چې طلوع تلويزيون هم خپل مايکونه او کيمرې د وزير له مخه واړولې، حالات نارمل شول، په پاى کې نه تا کړي، نه ما کړي. له رييس جمهور څخه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د زاخېلوال د دوسيې چارې وپوښټل شوې، ده خبره عدي تېره کړه، ويل هغه کار روان دى، هوکې! دا کار به روان وي او زاخېلوال به هم خپل کا روان ساتلى وي.

اوس پوښتنه دا ده، چې کرزى که زاخېلوال تر غاړه نشي رانيولاى، نو معزور يې وګڼه ځکه چې زاخېلوال يې بيا ورور محمود کرزى تر ستوني نيسي. ډاکټر لودين خو د کرزي لودين دى، چې څنګه يې زړه وي، هغسې يې نڅوي، لويه څارنوالي هم کوم خپلواک ارګان نه دى، د هغه ريموټ هم د کرزي په لاس کې دى، خو دا طلوع تلويزيون د خپل ټول جرئت او صيارت سره سره ولې ګونګه روژه ونيوله؟ او ژوندون تلويزيون چې ځان د طلوع فکري مخالف بولي، ولې يې پسې راوانخيسته، چې ولې چوپ شوې؟،.

اصل خبره دا ده، چې فقير ته ټول سپي يو طرف وي، که طلوع او ژوندون د زاخېلوال د مهربانۍ لاس پ خپل سر محسوس کړى نه وي، نو بيا څه دليل دى، چې د دواړو خولې په يوه وخت کې وازې او يوه وخت کې بندې شوې؟ او د زاخېلوال ډرامه هم ورسره ختمه شوه.

دا سمه ده، چې نن د ولس له بدې ورځې خپل او پردي، چارواکي او رسنۍ او هر څوک خپله خپله استفاده کوي، خو دوى ټول دې ياد وساتي چې همېشه به د افغانانو پر بدبختيو دوى چړچې نه وي، وخت بۀ راځي چې له دا هر يوه سره به سم حساب و کتاب کېږي، د زاخېلوال د فسا او غلا ډرامه بۀ بې وخته نه ختمېږي، ددې ډرامې ننداره به له سره تر پايه کېږي. حامد کرزى، محمود کرزى، بل کرزى، بل کرى، ډاکټر لودين، بل لودين، هر لوى څارنوال وغيره وغيره به د فساد له تورتمه د حساب و رڼا ته راوځي.

ژمى تيرېږي، د مخ توروالى سکرو ته پاتې کېږي.

ان شاء الله

يادونه: د حضرت عمر زاخېلوال او دده د ګمرکاتو د رئيسانو د پراخو فساداتو په باب نورو مستندو څېړنو ته انتظار وکړئ، چې زموږ لاسته راغلي او تاسو سره بۀ يې ډېر ژر شريک کړو.