کور / تازه خبرونه / د کندهار د ولایتي شورا د ريس ټاكني د خپل منځي اختلافاتو له مخي ځنډيږي

د کندهار د ولایتي شورا د ريس ټاكني د خپل منځي اختلافاتو له مخي ځنډيږي

له تيرو دوو اونيو راپديخوا د كندهار د ولايتي شورا ټاكني د ځينو خپل منځي اختلافاتو له مخي ځنډيږي.
د شورا غړي واي چي په چارو كي يي ځيني كسان مداخلي هم كوي او ددوي په مشوره سره مخكي له مخكي د ولسمشر د ورور شاولي كرزي په موافقه سره ريس ټاكل سوى دى .
د كندهار چارواكي بيا دا كار د بيان او ديمكراسي د اصولو خلاف بولي .
د كندهار د ولايتي شورا د رياست لپاره ټاكني د ځينو مداخلو له مخي له يوي ورځي څخه و بلي ته ځنډيږي.
د كندهار په ولايتي شورا د يوي غونډي پرمهال چي چارواكو ، قومي مشرانو او د شورا غړو برخه لرل پر دي خبري وسوي چي بايد د شورا په داخلي چارو كي چارواكي لاس وهني ونكړي .
د كندهار د ولايتي شورا غړي وايي چي له تيرو دوو اونيو راپديخوا د شورا دريس د ټاكني پر سر سره په ستونزو كي ښكيل دي او تر اوسه ددي امله چي بهرني مداخلي دي د ريس په ټاكلو ندي توانيدلي .
خو د شوار غړو په ښكار ډول د بهرنيو د مداخلو په اړه د چا نوم ياد نكړ .
كندهار والي او د لسمشر ورور محمود كرزي وويل چي په زرو او فشار سره ټاكني تر سره كيدل د ديمكراسي او د بيان د ازا دى اصول ماتوي او پايلي به يي هم خرابوي وي .
د كندهار ولايت اوسيدونكي د ولايتي شورا د غړو تر منځ راولاړ سوو ناندريو هيښ كړي او وايي چي ياد كسان د خپلو شخصي ګټو په لټه كي دي او دوي نه سي كولاي چي د خلګو ستونزو ته حل لاري ولټوي .