کور / تازه خبرونه / هلمند : په يوه مېله کي د ماين چاودنه سوې

هلمند : په يوه مېله کي د ماين چاودنه سوې

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د گرشك اولسوالى په بازاركي يوې ميلې ته څيرمه د يوه موټرسيكل بم چاودنه سوې .
چارواکي وايي چي په ياده چاودنه کي يو کوچنى وژل سوى او څلور نور کسانو ټپيان سوي دي چي د درملني په موخه د امنيتي ځواکونو و روغتون ته وړل سوي دي .
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى خو حکومتي چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي.