جلا ل اباد: له جلا ل اباد څخه لروبر ته په راسيدلي خبر پاڼه کې څرگنده شوې ده د افغانانو لپاره د ټولنيزو او پرمختيايي چارو خيريه موسسې له خوا د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې یوه درنه غونډه ترسره شوه.دغه غونډه چې د OCSDA موسسې لخوا رابلل شوې وه د ننگرهار د اطلاعات و کلتور اورنگ رييس صميم، په ننگرهار کې د اداري فساد سره د مبارزې مرستيال محمد آصف عالم، د ننگرهار د پوهنتون رئيس دوکتور محمد صابر، د ولايتي شورا غړى نيلوفر عزيزي همدارنگه د کامې، بهسودو، سرخرود، ولسوالانو ترڅنگ يو شمېر نورو دولتي چارواکو، قومي مشرانو او علماء کرامو گډون درلود.له دې غونډې څخه يي موخه د توانمندۍ په نامه د هغې پروژې پرانیستنه وه، چې له مخې به يي د اداري فساد پر ضد مبارزه، بشر حقوق،عدالت ته لاس رسی، د سولې ټینګښت او د کورنیو شخړو له منځه وړلو، د ځوانانو سالمهروزنه او خلکو ته د ورپېښو ستونزو د حل د لارو چارو د لټولو په برخه کې کار ترسره کړي.د دغې خیریه موسېسې مشر محمد اصف ساپی وويل ، دوي په پام کې لري، چې د ګرځنده ټيمونو، رسنیو او د اعلانونو د ځړولو له لارې به د اداري فساد پرضد د مبارزې او د پرتو ستونزو د حل په برخه کې ولسونو ته عامه پوهای ورکړي:ښاغلي ساپي زياته کړه : “موږ خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوو، بل دې سره خوا کې به موږ دولتي دفترونو سره هم په ګډه کار کوو او ملکانو سره به ګورو دوي ته به وایو، چې په دې کې د ولس خیر نشته له دې کارونو څخه ډډه وکړي.”نوموړی وايي، چې دوي هرې برخې لپاره ځانګړې تګ لاره جوړه کړې، چې پلې کیدو سره به د اداري فساد مخه ونیول شي.خو په ننګرهار کې د ولایتي شورا استازې نیلوفر عزیز وايي، دغه کار د ستايلو وړ دى خو کاش دغه کار د نن نه يوولس کاله مخکې ترسره شوى واى نو نن به افغانستان په اداري فساد کې لومړى مقام نه ترلاسه کاو. خو د ننگرهار پوهنتون رئيس دوکتور محمد صابر د غوندې گډونوالو ته وويل: مونږ د دغې پروسې په ښه ترسره کولو کې هرې مرستې ته تيار يو او غواړو چې نه يوازې په ننگرهار کې بلکې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې دغسې پروسې په کار واچول شي.له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د اداري فساد پرضد د مبارزې هڅې روانې دي، خو د دومره پراخو غونډو سره سره هم د اداري فساد په برخه کې افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.