پرون راته ځوان ليکوال او څېړونکي ښاغلي مرهون زنګ وهلى وو چي ښاغلي ويسا د نور عام اولس تر څنګ اوس زما دکورنۍ ځورولو ته مخه کړيده او زموږ د کور کوڅه چي د پاتاو پر غاړه د هبيتات د موسيسې شاته پرته ده او پنځوس کلن تاريخ لري او په ماسټر پلان کي هم ثبت سوې ده د خپل خسر ارواښاد ډاکټر امير جان په مځکه ګډوي او په زور سره يې درې ځله ښاروالي او امنيت را لېږلي چي دا کوڅه بايد بنده سي ځکه دا کوڅه د والي صاحب د خسر په مځکو کي ده او هغه خپلي مځکي سره ګډوي.
ما ورته وويل چي ښاغلى مرهون ستاسو دونه خدمتونه چي تر سره کړي مو دي او هغه ټولي منډي ترنډي چي د خپل کندهاري اولس لپاره مو تر سره کړي دي ستاسو هغه ارتباطات چي د افغانستان په سار اوږدو کي يې له سلګونو خلګو سره لرى هغه د کومي ورځي لپاره دي؟
هغه په ژړغوني انداز راته وويل چي ما چي هر څه کړي دي هغه مي د دې لپاره نه دي کړي چي له چا څخه يې بدله و غواړم زه يو قانون ته تسليم څوک يم او که ښاغلي ويسا د دغي کوڅې لپاره يو قانوي سند يا ليکلى شى را و ليږي نو زه به خپله مرسته ورسره وکړم چي دا کوڅه بنده کړي او دا که دى د شپې پر لس نيمو بجو پردي غله او لوچګان کور ته را ليږي او زما سپين ږيرى پلار په سپينه ږيره له کوره راباسي او پلار مي بيا ما ته تانې را کوي چي مرهونه دا هغه اولس او هغه هيواد دى چي ته يې خدمت کوې او کلونه کيږي چي کور دي د همداې خلګو پر سر پرې ايښى دى او پر پردي ولاتونو شپې تېروې، نو دا رښتيا هم زما لپاره له شرمه ډکه خبره ده.
دا چي د کندهار ولايت د هري ادارې خلګ له ولايتي شورا نيولې د ولايت تر مرستياله پوري زما نږدې ملګري هم دي او زما په نستون کي زما له کوره دفاع نه کوي دا نو زه رښتيا ليونى سوى يم چي د دې احسان فراموشه کندهاريانو خدمت کوم او پر ځان مي شپه او ورځ يوه کړې ده.
ما کوښښ وکړى چي د هغه د درمن سوو احساساتو لپاره و وايم چي خير دى مرهون صاب هر څه به سم سي ؟
هغه په خورا خروښ وويل چي کله به سميږي زه خو د دې زوى مړي سباوون په تمه په سترګو ړوند سوم زه پردو ته قناعت ور کوم چي هرڅه سميږي، خپله د همدې ويسا د استاذۍ اسناد ورک وه ما په خپلو لاسو د کابل پوهنتون ګدامونه درې ورځي پسي و لټول څو بلاخره ور پيدا مي کړل نن ماته ويسا زما د خدمت دا بدله راکوي، تر کومه زه منتظر و اوسم ښاغلي قديم پتيال مي بيخي د کوچني والي ملګرى دى هغه هم زما د کور د دروازې پر تړلو چپ ناست دى ښارولي صاب قاضي محمد عمر ته زنګ ور وهم وايي زه نه يم خبر او د شپې بيا بيرته کورته خلګ ور استوي چي کوڅه يې ور بنده کړى ولايتي شورا راته وايي چي مرهون صاب ته بېغمه اوسه هر مشکل چي وو موږ دي مشر ورور احمد محرابي ته خپلي شمېري ورکړي دي که څوک ورته درېدى نو موږ ته دي زنګ وهي کله چي ماته مشکل جوړيږي يا د ټولو شمېرې بندي وي او يا هم جواب نه وايي.
په دې هيواد کي چي زما غوندي د يوه ډېرو اړيکو درلودنکي کس دا حال وي نو د عام اولس بېچاره به څه حال وي ، زه پر دې نه يم خفه چي دا خلګ ولي زما سره داسي کوي پر دې خفه يم چي ما زده کړي ولي کولې ولي مي له ځان څخه يو ښه خډل توپکى يا قومندان نه جوړوى چي د هر چا خوله مي په سوک ور سمه کړې واى نه په قلم ولي ما له ځانه څخه يو قراردادي نه جوړوى چي د هر چا خوله مي په پيسو ور بنده کړې واى اوس به هم محترم واى هم به مي خلګو احترام کولاى او هم به مي هيڅ ځاى کار نه بندېدلاى.
زما تر اوسه هغه وکيلان نه هيريږي چي د انتخاباتو په شپو کي به په ساعتونه ساعتونه زما سره پر تلفون ږغيدل او مرستي به يې غوښتې يا به يوازي پټ په موټر کي زما د کور مخي ته راتلل او راته ويل به يې چي د خداى پار دى بربادېږم ټولي پيسې مي چي درلودلې هغه مي لګولي دي مرسته راسره وکړه کنې مجبوره يم چي ملک پرېږدم او و تښتم هغه وکيلان مي هم ښه سم په ياد دي چي د مېلمنو خرڅ او د تلفون کارټ به ما ورکوى مګر نن د ټولو زه هېر يم مګر د ټولو دي هېر وي چي د نن پسي سبا هم سته نن که دوى زه هېر کړى يم سبا زما وار دى چي زه دوى هېر کړم، هغه ورځ مي هيڅ نه هيريږي چي اولسمشرى ماڼۍ ته يې د کابل پوهنتون د عمومي اول نمرتوب د ستاينليک لپاره ور غوښتى وم په عام محفل کي چي کله رئيس جمهور هغه تيار سوى ستاينليک و ليدى تندى يې و غوړېدى او په خپل غورېدلې اواز يې وويل: خو اول نمره عمومى هست رحيمى يک نشان دولتى و يک لک افغانى انعام برايش تيار کنيد کجاست بياريشان که امو جوانه مه هم ببينم..) ښاغلي هيوادمل ماته اشاره وکړه زه چي رئيس جمهور و ليدلم نو په لوړ اواز يې وويل:( ښه ښه دا ته يې خداى دي راوله درس وايه درس وايه نو په مخه دي ښه). زما په سترګو کي اوښکي راټولي سوې چي اوه نو زه پښتون او بيا کندهارى وم چي هغه امتياز د دولتي نښان او لک افغانو دي هير سو دا زما ګناه ده چي زه پښتون او کندهارى يم دا زما ګناه ده چي زه په کندهار کي پيدا سوى يم ، په دوهم ورځ په کابل پوهنتون کي يو پروګرام جوړ سوى وو چي لومړي، دوهم او دريم مقام ته يې جايزي ورکولې په هغه مجلس کي محقيق او يو شمېر نور هزاره مشران راغلي وه او دوهم نمره شاګرد چي يو هزاره وو هغه يې په اوږو کي له تالاره څخه ويستى ماته د مبارکى لپاره هم څوک نسول را مخ ته دا زما د بيده نه بلکي د مړه اولس حال دى، نور يې ستړى کړم دې حالتو خوشال خټک سلګونه کاله مخکي د دې بېغوره اولس له لاسه په وينو ژړلي وه. او هيڅ ملامت نه وو، نن دا دى دا اور زما تر خپلي دروازې هم را و رسېدى دا نو زما بيغرتي ده چي تر پرونه مي د دولت او د چارواکو څخه په دې تمه دفاع کول چي ګوندي جوړ سي مګر نن خپله ترې په سرو سترګو ژاړم تر پرونه ما حتا له خپل پلار سره د ويسا پر سر بحث کاوه او هغه مي يو اکاډميک او هوښيار کس باله زه نن پوه سوم چي زما اولس زما پلار او زما خلګ ټول پر حق دي او دولت د دې پر ځاى چي دوى و ساتي دوى لوټي، د والي صاب دي يوازي دونه په ياد وي چي يوه ورځ زما لاس هم د ده تر ګرېوانه ور رسيږي يوه ورځ به له ده او له ټولو هغه خلګو څخه زه د دې پوښتنه کوم چي پر کومه ګناه مو زما سره داسي وکړل، بس د اوس لپاره به د خوشال په دا خبره ځان ته ډاډ ورکوم:
زه يې چا لره وهم قدر يې چا له
وروسته يې اواز ګنګوړه سو او په خف سوي انداز يې وويل : (ما او والي به يې اوس سره معلومه کړو خير دى که تر شا څوک نه لرم خو خپل همت راسره دى) ما هم نوره لازمه و نه بلل چي نور کار په و لرم د خداى پاماني مي ورسره وکړه او چورتونو يواړم چي دا خلګ به څوک سموي دا ورانه به کله ودانه سي چي ريښتيا سي ډېر مي زړه په بد سو او ډېره مي خوا بده سوه.
دا هم هغه اسناد او د کوڅې نخشه ده چي والي په زوره بنده او د خپل خسر په مځکو يې ګډه کړي ده: