نور نو افغانان له شکايته هم ستړي او هم شرمېږي، خو هغوى چې تر مرګ مخکې يې زمونږ په ولس محشر جوړ کړى، نه يوه ذره شرم لري نه د شرم احساس ورته پيدا کېږي، نه افغانيت پېژني، نه اسلاميت، نه انسانيت ته ژمني دي او نه هم کوم بل انساني ارزښت ته.
د افغانستان په ولسي جرګه کې د بې شمېره نورو ناخوالو ترڅنګ يو هم د “شکاياتو کميسيون” ريشخندي شتون دى، ددې کميسيون له شره بيا تر اکثريت غړو پورې، عجيبه ترکيب دى، په ژوند پورې، په نظام پورې، په حکومت پورې، په سياست پورې، په علم او انسانيت پورې د زمانې جالب طنز دى.
که موږ دا خيانت وکړو، چې د دوى پر بېسوادۍ سترګې پټې کړو، هغه هم له دې امله چې ټول نظام مو له بېسوادانو ساز دى او يا هم په دې دليل، چې ځه بېسوادي خو د بې ضميرۍ مترادفه نه ده، خو ددغه کميسيون د بېسوادو غړو پر نورو خيانتونو او جناياتو به څنګه سترګې پټوو؟
ددغه کميسيون بېسواد مشر حاجي عبيدالله بارکزى، ارزوګان د خلکو وکيل دى، چې که سم دقت ونيسي، کېداى شي د نړېوال دروغجن ريکارډ ټينګ کړي.
د کميسيون يو ډېر جالب بېسواد غړى د کابل د ده سبز د خلکو وکيل الله ګل مجاهد دى، چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ او پلچرخي سيمو د ځمکو د غضب د مافيا سرحلقه او همدارنګه ددغو سيمو او کابل د نورو مناطقو د سړي تښتونو د بانډ سرغنه دى، چې يوه زبردسته بېلګه يې په ده سبز ولسوالۍ کې (شهرک مهاجر) دى او هم له جمعه محمدي سره يې په ګډه بل شهرک آباد کړى دى. بله بېلګه يې په پلچرخي کې “شهرک نوروز” دى، چې غوښنه برخه پکې د الله ګل مجاهد وکيل ده، له دغه وکيل نه خو د نورو افغانانو د شکاياتو اورېدو توقع نه کېږي، چې نه کېږي، ده خو په ده سبز او مربوطاتو کې د خپل قوم او مؤکلينو پر سر قيامت رانازل کړى دى، خپل خلک يې بې اوره کباب کړي، د هغوى ناموس او اولاد ته يې تر بل هر پردي، کافر او وحشي نه زيات د سر و مال ګواښ پېښ کړى دى .
نوموړي په پلچرخي کي يوه مدرسه هم ودانه کړېده ، د مدرسې ترڅنګ يې پر دولتي ځمکه د خپلې پاچهۍ ماڼۍ رغولې ده، چې له منځه يې د خپل ورور جنت ګل په معاونيت د خپلو ولسونو د بربادۍ او بې عزتۍ فرمانونه خپروي.
د ولسي جرګې د شکاياتو کميسيون بل بېسواد پهلوان حاجي امير جان دولتزى دى، چې د ننګرهار ولايت د وګړو د استازي په نوم پېژندل کېږي. دى ددې ترڅنګ چې د جعلي شهادتنامو ماهر دى او ځان غوندې يې ډېر نالوستي د جعلي شهادتنامو په اعزاز نازولي ، په جلال آباد ښار او مربوطاتو کې يې د اختطاف يو باجرئته مجرب تجربه کار دى.
د ولسي جرګې لومړى معاون حاجي ظاهر قدير خو به ځان د ننګرهار ولايت بې تاجه بادشاه، د نورو غلاوو، قتلونو او جنايتونو ترڅنګ د ځمکو د غضب تر ټولو لوى زورور وايي، خو د دولتي ځمکو په قبضه کې، حاجي امير جان دولتزى هم که ورسره برابر نه وي، نو ورکوټى حاجي ظاهر خو ضرور ګڼلاى شي او ددې خبرې ثبوت يې د سره رود ولسوالۍ په شيخ مصري کې د (سيد اسحق ګيلاني شهرک) او چپليار ولسوالۍ کې (دولت زى شهرک) يادولاى شو.
د شکاياتو کميسيون بل مېړنى د پکتيکا ولايت خودمختار وکيل محمود خان دى، چې د خپلو غلاوو او قبضو کيسې په جار کوي او په ټوله ولسي جرګه کې يې د چا پلار ښکنځلو، توهين او غضب ته ځان نه شي ټينګولاى.
اوس نو:
کفر که از کعبه خيزد
کجا ماند مسلمانى؟