کور / هراړخیز / د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ

د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ

نوټ:
1۔ په دے ليک کے د پختو دا Parasite توري نه دی استعمال شوی
ث ـ ذ ـ ځ ـ څ ـ ښ ـ ژ ـ ږ ـ ص ض ـ ط ظ ـ ي ۍ ې
2۔ دا توری د اردو او فارسئ په شکل ليکلی دی:
ٹ۔ ڈ ۔ ڑ ۔ گ
3۔ د یو اواز د پارہ یوازے یو تورے استعمال شوے دے لکہ د ذ۔ ځ ۔ ظ ۔ ض پہ زائ یوہ ز استعمال شوے دہ
4۔ ستاسو د رائ د پارہ بہ ڈیرہ مننہ وی ۔

پختو

پختو پختو دہ – او پختو جبہ ھم دہ – دا زکہ داسے دہ چہ د پختو پشان بلہ جبہ نشتہ- پہ کومہ جبہ کے چہ پختو نہ وی هغہ د اولس جبہ وی او چہ پختو پکے وی هغہ د بادشانو جبہ وی ـ بلا پختنو بادشانو پہ سوونو کالہ پہ هند بادشائي کڑے ده او د پختو ئے ڈیر عزت ساتلے دے ـ مجال وه کہ د محل د خدمت گارو سره ئے د پختو نہ سیوا بلہ جبہ وائیلی وی ـ د بیگماتو سره بہ فارسئ کے غگیدل او د اولس سره هندکو کے ـ خو پہ نورو جبو ئے د پختو درجہ ڈیره اوچتہ گنڑلہ او پہ دے جوڑ ئے د بھرنی الائیشو نہ پاکہ ساتلے ده ـ کہ دوئ د اولس سره او سرکاری کاروبار پہ فارسئ کے نہ وے ساتلے نو نن بہ د پختو مقام دومره اوچت نہ وه او ٹولہ بہ د بہرنئ جبو د ٹکو نہ ڈ کہ وه ـ د پختنو بادشانو د پختو جبے دومره لوۓ خدمت کڑے دے چے نن ۓ مونگ ستائینہ کوؤ ـ بس دا شاعران خداۓ لیونی کڑی دی – ٹول عمر ئے شاعری پہ پختو کے کڑے ده – دوئی لہ پکار وه چہ د بادشانو پہ لار تلے او د پختو شاعری ۓ پہ فارسئ کے کولے ـ نواول خو بہ پختو جبہ د دے شاعرانو نہ پاکہ وه او دویمہ فائده بہ د شاعرانو پہ حق دا وه چہ نن بہ دوي د پختو د اوچتے پاۓ شاعران گنڑلے شو د نسر لیکوال پہ دے لار هڈو تیر شوی نہ دی ـ د ملانو تعلق خو د اولس سره وی ولے دوئ چرے د بادشانو سفت نہ دے کڑے ـ او د اولس جبہ کے ۓ اولس تہ ختبے ورکڑے دی ـ دا بہ منو چہ د پختو جبے عزت ئے قائیم ساتلے دے ـ او تر اوسہ ئے ساتي ـ
ډیره موده پس په سہ کار کلی تہ روان وم ـ هغہ زمانہ کے سوزوکي او موٹر رکشے نہ وے ـ سائیکلے هم نہ وے ـ هر کلی تہ سڑک نہ وه جوڑ نو ٹانگے بہ هم نہ تلے ـ مونگ بہ پیاده سفر کولوـ نو پہ لاره کے یو کلے پریوتو ـ ورتہ وراوگرزیدم چہ لگہ دمہ بہ اوکڑم او د چا بہ د چائیو میلمہ شم ـ
د جمعے ورز وه ـ پہ جمات ورغلم ـ بلا گنڑه وه ـ او د ملا ساحب ختبہ خہ پہ گرمہ روانہ وه ـ اتفاق ورتہ او وایہ چہ د ختبے موزوع، پختو جبہ وه ـ ملا ساحب پہ خپلہ ختبہ کے د خپل استاذ کوهستان ملا ساحب، پہ حوا لہ دا بیان داسے اوکڑو چے پختو د جنت جبہ ده او د محشر پہ ورز بہ ٹول تپوسونہ پہ پختو کے کیگي او چا چہ په پختو کې جواب ورنکړې شو هغه دې د خپل انجام پخپلہ اندازه ولگوئ ـ زما وینا تہ پکے حاجت نشتہ ـ او هغہ دا هم اوے چہ پہ قبر کے منکر نکیر فرشتے هم پہ پختو کے سوال جواب کوی ـ سوک چہ پہ پختو کې جواب ورنکڑے شی نو هغہ بہ برزخ کے تر قیامتہ پہ پختو ایزده کولو جوند تیرَوي
پہ پختوئے ڈیر وسیع او عالمانہ بیان وه ـ زما علم کے ئے بلا ازافہ وکړه ـ دا ئے هم وئیل چے پرَدی ٹکی پہ پختو کې راننوستل ڈیر سخت گناه دے او د قیامت پہ ورز بہ دا ٹکی لکہ د سرو سروٹکو د هغہ پہ وجود کے ننوزي ـ پہ دے خبره زما ٹول وجود ورپید ـ دا گناه خو زما د لاسہ سو سو زلہ شوے دے ـ پوختنہ مے ترنہ وکڑه چہ :
” یا حزرت! د دے گناه د خلاسون سہ کفاره خو بہ وي کنہ ؟“
جواب ئے راکڑو ـ ” بالکل شتہ ـ یو د پاسہ سل ڈالرکہ دے جمات لہ ورکڑے ـ او بیا د پاره خیال ساتے “ – ما ورتہ اووے ” ملا ساحب ! ڈالرے بہ د کومے راؤڑم ـ پہ روپو پیسو کے راتہ وایہ“ ـ نو جواب ئے راکڑو ـ ” د روپئ هیس اعتبار نشتہ ـ چہ سبا لہ بہ روپئ د دوه پیسو وي او کہ نه وی“ ـ
ما ورتہ اووے ـ ” ملا ساحب کہ تاسو نہ وئے نو مونگ بہ چا پوهہ کولو ـ د پیشور غٹو غٹو ملانو چرے داسے دَ پوهہ خبرے راتہ نہ دی کڑې“ ـ
جواب ئے راکڑو چہ ”ھغئ پہ سہ پوھیگي ـ پہ سرکاری مدرسو کے ئے سبق وئیلے دے ـ د هغئ استازان هم د سرکاری مدرسو دي ـ نو علم بہ ورلہ د کومے راشي“ ـ
ما د کوهستان استاز پوره یو کال شاگڑدی کړے ده او یو روغ کال مے ورتہ د کوهستان پہ غرونو کے د علم پہ زده کڑه تیر کڑے دے “ ـ
” ملا ساحب مخکے تاسو سہ کو ل ؟“
” تہ میلمہ ئے ـ ستا نہ سہ پڑده ـ مخکے مے د خان ٹانگہ چلولہ“
ما ترنہ نور تپوس اوکڑو ـ ” کہ یو پردے ٹکے پہ پختو کے د سره هڈو نہ وي نو بیا ؟“
” نو بیا سہ ! پہ پختو کے ورلہ ٹکے جوڑ کڑه“
” کہ ٹکے نه جوڑیگی نو بیا ؟“
” سه بیا بیا دے جوڑ کڑی دی ـ غٹ جاهل ئے ـ چہ ٹکے درنہ نہ جوڑیگی نو اسان چل دے ـ کلمہ ورتہ اووایہ، مسلمان ئے کڑه“-
” د کلمے دا چل خو ڈیر اسان دے “
” دومره اسان هم نه دےـ د ٹکی جوڑولو سل سوابه دي ـ او د مسلمانولو لس زره ـ چہ ٹکے مسلمانوے نو اول بہ پہ خوَڑ کے پہ انگریزي سابون ولامبے ـ اِسترے کڑے پاکے جامے به وا غوندے، یو زل بہ بیا اودس وکڑے ـ نو پس لہ هغے نہ بہ ورتہ پہ یوه ناستہ کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ وائے“

د ملا ساحب پہ چل مے سوچ اوکڑو نو دے نتیجے تہ ورسیدم چې اول خو ما پخپلہ پہ ٹول جوند کے لس زره د پاسہ سل زلہ کلمہ نہ ده وئیلے ـ دوئیم کہ یو کافر لہ سل ڈالرے ورکڑم او ورتہ اووائیم چہ مخے تہ مے چپ کینہ ـ زه بہ درتہ لس زره زلہ او سل د پاسہ، کلمہ وائیم او تہ بہ ئے اؤرے ـ نو یقین مے دے، نیمے تہ بہ نہ یم رسیدلے چہ هغہ بہ پہ چغو شی ـ پہ غوگو بہ لاسونہ کیدی او هغه سل ڈالرے بہ هم واپس کڑی چہ بس دے، وشوه، مسلمان شوے یم ـ خدائے خبر چہ دا پردی ٹکی د کومے خٹے نہ جوڑ دی ـ چہ پختو کے ئے راڑول دومره گران دي ـ

درےٹکی مےمخے تہ راغلل ـ ٹولہ شپہ مے پہ ویخہ تیره کڑه او چہ سحر کیدو نو پختو تہ مے راڑولي وو
1ـ ٹمبکٹو: ڈکشنری وائي د افریقے یو خار دے ـ ڈیر پہ گرانہ مے ورلہ پختو جوڑه کڑه ـ
تمبا کو ـ
۲ـ برازیل : ڈکشنری وائي ـ پہ لر امریکہ کے د یو وتن نوم دے ـ ما ورلہ د پختو نوم جوڑ کڑو ـ
د بَر ز لیل ـ
۳ـ امریکہ: ڈکشنری کتو بغیر راتہ پتہ ده ـ پختو مے ورلہ جوڑه کڑه ـ ورکہ ئے کہ ـ

د ملا سرہ دِ خدا ئے خہ شی ـ لار ئ راتہ برابر کڑه ـ اوس کہ خیر وی نو پختو بہ ترقي کوی ـ

وائي اغیار چہ د دوزخ جبہ ده
زه بہ جنت تہ د پختو سره زم
حمزه