“دډاکټر عبدالرازق پالوال ژور اندونه، حقایق او ارمانونه” لومړی برخه چي دلراوبر له لاري… خپره سوه نو دهیواد په دننه او دباندي کښي ډېرو لوستوونکو لوستلې او بیا یې ماته په تلیفون او ایمېل کښي ځکه کورودانی وایه چي دپښتو ژبي دیو فاضل استاداو ډاکټر نظریات مي تر دوی پوري ورسولي وه. ددوی کوروداني او تشویق زه دې ته وهڅولم چي تاسو یې اوس دوهمه برخه وایاست.
ددغي مقالې دوهمه برخه- چي زه یې داستاد پالوال د”معیاري پښتو” څخه راټولوم ـ ځکه وځنډيدل چي ماغوښتل دخلګو نظریات واورم او ځان ته معلومه کړم چي افغانان څونده باانصافه او بې انصافه قضاوت کوي! وايي هغه څوک چي ښه او سم کار کوي، نوپرمختګ هم کوي،هغه څوک چي پرمختګ کوي او یا یې کړی وي، نو سیال به هم لري او انتقاد به هم پرکیږي چي ډاکټرصاحب پالوال هم ددې څخه مستثنی کېدای نه سي.
ځیني ځوان شاعران چي په پښتو ګرامر او ژبپوهنه داسي آګاه نه دي لکه باید چي يي، پخوا هم په دې نظر ول اوس هم دي چي استاد پالوال دتورو پرسر همزې ورکاږي او پښتو یې یوڅه سخته کړې ده. داخبره به ورسره ومنم خو داهم باید په یاد ولرو چي دپښتو ژبي دیو ډاکټر، تاریخ پوه او څېړونکي ژبه او لیکنه دپنځه ویشت کلن عمر درلودونکوځوانو شاعرانو او لیکوالانو دژبي سره طبعاً فرق کوي. ځیني داسي کسان بیا سته چي داستاد پالوال دژبپوهني کار منفي کوي او ورڅخه دسیاست پوه کار غواړي. دغه ډله استدلال کوي چي زموږ افغانانو ډېرو غټو ستونزو ته پام نه دﺉ مګر ډېري داسي جزي مسئلې څېړو چي په څېړولو نه ارزي. دوی ښه وايي خو که ددوی لیکني او آثار وکتل سي، نو وبه وینو چي دپښتو ژبي دګرامر او ژبپوهني پرخلاف، خو سمت، لهجویت او حزبیت ته پکښي اولیت ورکول سوی وي. څرنګه چي ډاکټر صاحب پالوال ژبه دحکومت اوګوندونو په واک کښي نه ورکوي ځکه چي دوی(حکومت او ګوندونه) ژبه تخریبوي، اوتخریب کړې هم ده، دوی خپل مصنوعي اصطلاحات پرولس ترپي،پر ترپلي یې هم دي اودالړۍ یې اوس زما تر بې وزله، اتل، مظلوم، اوتاریخي کندهاره پوري رسېدلې ده. دغه کسان ژبني مسایل ځکه په جُذي ستونزو کښي شمېري چي وکولای سي خپلو حزبي اهدافو ته ځان ورسوي. بل ډله بیا وايي چي موږ دنن مسئله دپرون په خلګو نه سو حلولای. که ددوی دامنطق پرځای وي، نو بیا موږ باید دپخوانیو عالمانو له اثارو څخه بلکل استفاده ونه کړو ځکه چي هغه خو دپرون وګړي او موږ بیا داوسمهال! خپل منطق او استدلال به په زغرده وړاندي کوو خو قضاوت به درېیمګړي ته پرېږو!
استادپالوال، زما په نظر دپښتو لومړی استاد دﺉ چي د څرګند او اوږد (و) فرق یې،ددوی په اصطلاح، په همزه سره کړی دﺉ، نو داخو یو ابتکار دﺉ، او ډېر پرځای ابتکار دﺉ، په دې کښي مشکل چیري دﺉ؟ هو! مشکل دادﺉ چي په لیکونو کښي داوږ (و) او څرګند (ؤ)مشخصول اوبیا دهغه مراعتول مشق وتمرین غواړي چي موږ حوصله نه ورته لرو. کله چي زموږ دصبر کاسه نسکوریږي او په څه نه پوهیږو نو ددې پړه باید پرژبپوه ور واچول سي؟ بله خبره داده چي که موږ ژبپوه ته فرمایش ورکوو چي لهجې مه څېړه، سم او ناسم ګرامر دي درګرځوه، تاریخي حقایق مه بیانوه ځکه چي بیا دحکومت فشار پورته کیږي او اولس درڅخه ناراضه کیږي اوبل داچي دافغانستان سیاسي حالت هم خراب دﺉ نوباید سیاست ته پاملرنه وسي. که ددوی دغه فرمایشونه پرځای وي نو ایا دا به منطقي وي چي ووایوچي انجینردي دپُل جوړولو اوسړک ډامبرولو پرځای دهیواد اردو او عسکر وروزي، طبي ډاکټر دي په ستره محکمه کښي دقاضي القضات دنده تر سره کړي، دابتدایه مکتب معلم باید شاګردانو ته دلیک، لوست او حساب پرځای موسيقي ورزده کړي، دترافیکو مدیر دترافیکي کنترول پرځای، باید په ښار کښي نرخنامې وڅاري، دپوهنتون استاد باید په پیټرول پمپ کښي کار شروع کړي،زراعت پوه باید طیاره وچلوي، نجار باید دهوا دحالتو اټکل وکړي، بنا( معمار)باید دهیواد پنځه کلن اقتصادي پلان جوړکړي، دوکاندار باید ښاروال سي، جورنالیست باید ټانک وچلوي، جمهور رئیس دي بزګري ته مخه کړي چي دهیواد زراعتي سیکتورښه وده وکړي، ددفاع وزیر دي په ښار کښي ترافیکي نظم راولي، والي صاحب دي دالمپیک په لوبو کښي لوبه وکړي اوداسي نور…
که دغه خبري پرمنطق، عقل اوتعقل برابري او امکانات یې وي نو بیا ژبپوه دي هم سیاست شروع کړي او دژبپوهني سره دي خدای په اماني وکړي، ځکه چي دافغانستان سیاسي حالت داندېښنې وړ دﺉ. دامنطقي خبري نه دي، عقل یې نه مني، منېجمینټ اجازه نه ورکوي، دلیونیانو خیال پلو دﺉ! ښه خبره داده چي هریو دي په خپل مسلک کښي کار وکړي. که داسي وسي نو راتلوونکی نسل به دخپل تاریخ څخه خوند اخلي او وايي به چي زموږ نیکونو څونده باهمته، باعزمه او خپل مسلک ته وفادر ول چي دنورو مسلکونو سره-سره یې په ژبپوهنه کښي هم کار کړی دﺉ.
که موږ دنن خبري دپرون په خلګو باید حل نه کړو اویا یې حلولای نه سو،نو دنن خلګ ولي دپرون وګړوته مشکلات جوړوي؟ دغه نوي لغاتونه او اصطلاحات لکه(لاس ته راوړنه، جګپوړي یا لوړپوړي چارواکي، ترپوښښ لاندي،یو لړ کتابونه، ګڼ شمېر ستونزي، ریاست یې پرغاړه، تشریف راوړول، دسوداګرۍ خونه، پېښور کي دافغاني فرهنګ خونه، بريد غندنه،په روډ باندي، هرڅه دازل په تخته باندي لیکل سوي، پرابلم، میټینګ، نیوز اجنسي،جاب،ټرول اجنسي، ګډوډېشن، مشکلایزېشن، اورګانایزېشن، آفیس اوداسي نور په پېخر مثالونه) دنن خلګو جوړ کړي دي،نه دپرون! که دنن خلګو له ځانه نوي لغاتونه او اصطلاحات نه جوړلای او یا هوبه هو ترجمه یې نه کولای، نو بیا به بلکل نه دپرون خلګو ته ضرورت نه وای او نه به دسبا ولس په ستونزو اخته او لار ورکی وای.داخوزما نظریات او منطق وه چي دژبپوه څخه باید دسیاست پوه کار وانه خیستل سي، قضاوت یې تاسو ته درپاته دﺉ.
اوس راځئ چي دګران فاضل استاد پالوال :
استاد په خپل کتاب “معیاري پښتو” کښي ډېري داسي ژوري، پرمنطق برابري او دتعقل څخه ډکي خبري کړي دي چي نه یوزاي دده ملي ارمانونه موږ ته په نحښه کوي بلکي په مجلسونو کښي ورڅخه داستدالال او دقوي منطق په توګه استفاده کېدای سي، لکه:
هوښ مؤ وي چي دپښتنودواړه ډوله لېږدؤنه، بریدمن یا تېښتن اکثراً یا لاډېرکله له لوېدیځ څخه دختیځ وخواته پېښ سوي دي. نو دپرنسیپ له مخي څخه دژبي ورېښن شکل په لوېدیځ کښي پاتیږي،خؤ اوؤښتئ شکل یې په ختیځ کښي وده مؤمي یا لامؤندلې ده.
هره ژبه همېشه په تطور کښي وي. یوه ژبه چي ټاکلئ لیک نه ولري، دهغې تطور ترهغي ژبي ډېر وي چي ټاکلئ منلئ لیک لري. لیک دژبي په ثبات کښي ډېر اغېزناک دﺉ.
په بغلان کښي هغه غؤنډۍ چیري چي دکنشکا لویه ولاړه مجسمه، اورغالئ او نور کوشاني آثارپیداسوي دي، د “سور تل” په نامه سره یاده سوې ده چي چا هغه په غلطئ سره “سرخ کوتل” بللې ده. ښايي دغه شخص دي دغه غؤنډۍ لیدلې نه وه، ځکه غؤنډۍ پرهواره باندي ده اوهؤارې کوتل نه سته. که دغه نوم فارسي وای، باید کوتل سرخ وای.
که ژبه نه وي، ټولنه به یې هم نه وي؛ که ټولنه نه وي ژبه یې هم نه وي.
یو زمان به پښتو هرؤ مرؤ یوه پښتو وه، ژبڅانګي به یې نه لرلې. خؤ اوس یې موږ وینوچي یوه پښتو نه ده.
دپخوانئ زمانې په ثقافت کښي لیک او واکمني سره تړلي ول. ای(یعني) له لیک سره واکمني تړلې ده، خؤ واکمني بیله لیک څخه هم کیدای سوای.
توخي دافغانستان له شمال تخارستان څخه وسهیل ته شړل سوي دي. ترین له هرات څخه دکوږک وسهیل ته شړل سوي دي. توخي او ترین یو قوم ول چي دوې لهجې یې ویلې، او هم دډېرؤ نؤرؤ پښتنو قبایلؤ مورینه قوم دﺉ.ددؤی دنامه ورېښن څېر تاهیه او دهای ؤچي له سیحون څخه تر هاماوران(اوسنئ ترکيې) پوري خپارء ول.
عربانو خراسان خپل حکومتي او جنګي لښکرګاه وګرځوله. له دغه ځایه څخه به یې وشمال،ختیځ او سهیل ته بریدونه کول.خلجو په هرات کښي ترډېرمقاومت ورؤسته بیا ماته خوړلې او دغور غرو ته ځني پرشا سوي ول. که چیري خلجو په هرات کښي ټینګ مقاومت کړﺉ نه وای، دخراسان پرځای به هرات دعربانؤ عسکري او هجومي مرکز وای ځکه چي نسبت وخراسان ته یې پریمانه اؤبه لرلې چي عرب ورته تږي ول.
لؤمړی امیر کرؤړ له عربانو سره پرسیسان باندي جنګؤنه کړي او دڅه وخت له پاره یې ځني نیولئ ؤ؛ بیا وروسته دهلمند په خلجو کښي دسپار(معرب یې صفار) سرغنه، یعقوب لیث وکړای سوای چي له عربانو څخه لؤمړی سیستان او بیا خراسان ازاد کي.
ژبه له خپلي ټولني سره تړلې ده. نو دژبي وېشنه پرژبڅانګؤدلالت پردې کوي چي ټولنه وېشلې سوې ده. نو دټولني وېشنه اوپاشنه هغه ټولنه کمزورې کوي اوهم بلاآخره یې تباه کوي. دغسي دژبي وېشنه پرژبڅانګؤ باندي،ددؤی او ږغېدؤنکؤ ترمنځ یې اختلافات ډېروي.
کله چي په ژبڅانګؤ کښي پرغلطو حکمؤنؤباندي ټینګار وسي، دژبي اوټولني تباهي به نو بل وڅه ته ویل کیږي؟
اصلاً ژبنئ وېشنه او تفرقه دژبي تباهي ده.ودغسي ملنګیني پښتو ته نورڅوک دزده کړي زړه نه ښه کوي، او هم به دخپلؤ ږغېدؤنکؤ ناټ ځني مات سوﺉ وي او هم دﺉ.
داچي په ژبه کښي تغیرات او تحول پېښیږي، یو طبیعي اجتماعي جریان دﺉ. ژبه له ټولني سره وخپل سیر ته ادامه ورکوي، پېښه داسي وه، داسي ده او هم داسي به وي. دټولني له پوهانو څخه داتوقع کیږي چي په دغه اوؤښتؤني جریان کښي ژبه له ورانښت او تباهۍ څخه وژغوري. وښو او ښېګڼو ته یې پیاوړتوب ورکي، او دبدودیؤ مخنیوی یې وکي.
په اوس کښي، کله چي ددغي ژبڅانګي(دوهمه ژبڅانګه) خلګ کوښښ کوي چي معیاري ژبه ووايي، نو الف په زور سره اړوي او /و/ په زوره کي سره الیشوي، لکه: کارګر¬ کرګر، بانډار ¬ بنډار، پښتؤنوالئ¬ پښتونولي تور ¬ تر، خؤناړﺉ¬ خونړی
موږ دپښتو پخوانی اوؤښتون په قناعت بخښؤنکي ډول سره څېړلای نه سؤ، خؤ ورؤستی اوؤښتون مؤ لږ ؤ ډېر په کابؤ کښي دﺉ.
دوګړؤ ژبه دپوهانؤ ترژبي ډېره منظمه او له اصولوسره سمه وي. وګړي، که دژبي دپوهانوتقلید نه وکي، له دؤی څخه خپله ژبه نه خواریږي. داځکه چي وګړي دژبي په وده اوپراختیا کښي له طبیعي اجتماعي انتخاب څخه کار اخلي.
ژبپوهان بیا دحکومت په خدمت کښي وي، ترژبي وحکومت ته کار کوي. دؤی دلارؤ اوکؤڅو نومؤنه ورایږدي،اوددباندنیؤ مانايي او مادي وارداتؤ له پاره نوي لغاتؤنه ورجوړوي چي حکومت یې بیا پرخلګوباندي په آمرانه امرؤنؤ سره تحمیلوي.
مؤږ په اوسني عربي لیک دود کښي دځینؤ ږؤغؤنؤ له پاره سم څه چي ناسم توري هم نه ورته لرؤ.
ما په سپېدی مجله کښي، دوه پلا دبیلابیلؤ لیکوالانوپه لیکنؤکښي لوستلي دي چي دافغانستان اوپښتؤنخوا پوهانو په “باړه ګلۍ” کښي دپښتو لیک پریووالي باندي غونډه کړې وه. په دې غؤنډي کښي دؤی پرېکړه کړې ده چي په پښتو کښي مد نسته. زء هم هغه وخت ودغي پریکړي ته هېښ پاته سوم او اوس هم یم. پردغي پریکړي باندي دوه داسي نؤغي ایښوول کیدلای سي: اول: یوڅه چي نه وي، نو هغه نه وي، نو بیا یې ردول څه مانا لري؟ دؤی ولي داسي فیصله نه کوله چي په پښتو کښي /ح،ذ ص، ض، ط،ظ ،ف او ع/نسته؟ داچي دغه نور توري یې دغسي یاد کړي نه دي، خو مد یې په خاصه توګه سره دخپلو پریکړؤ موضوع ګرځولئ دﺉ، دلالت پر دې باندي کوي چي یوڅه خؤنو هرؤمرؤ سته، او دغه څه به نو څه وي چي دؤی یې د رد په تلاښ کښي دي. دوهم: آیا ددؤی تاریخي اوجغرافیاوي لهجوي معلومات دواړه نست ول؟تاریخي مي له دې پلوه یاد کړل چي دؤی باید دپښتو کلاسیکؤ ادبیاتؤ څخه معلومات لرلای، او دجغرافیاوي معلوماتؤ یادؤءنه مي یې ځکه وکړه چي لا په اوسنئ لویدیځه لؤمړنئ لهجه کښي اوس هم دکلاسیکي لهجې غؤندي مد یا ممدوده الف سته. باید یوڅوک، چي هغه وځان ته عالم هم وايي، دخپلي ژبي مشخصات نفي کي؟ داددې له پاره چي ددؤی په لهجه یا لهجو کښي هغه نسته؟ داچي موږ څه نه لرو، نو دي یې نور هم نه لري؟ کله چي له پوهانو څخه داسي تعصبي کړء ولیدل سي، له نورؤ اؤمو وګړؤ څخه به ګیله څه وي؟ مد په پښتو کښي دوغنده ډېر دﺉ لکه /ب، ج،ر،ل ن/ اوداسي نور توري یا ږوغونه. دثبوت له پاره به زء لاندي یو شمېر نحښي له اؤزؤ کلاسیکؤ شاعرانوڅخه درکم:
مد دخوشحال نیکه په هوښګلؤنو کښي:
دمجنون دآه لوخړي دي چي خیژي که بل شوﺉ دصحرا په دامن کښي اور دﺉ
دخوشحال درنځ علاج په یوء خدای شي چي له درده سره تل ښوري آشول کا
چي یې نور له تا آخلي په خپل لاس یې کړه رها
مد درحمان بابا په هوښګلؤنو کښي:
دعمل جزا مي بیا مؤنده برحقه دادستؤر دﺉ چي کرې هغه آخلې
څه په دابه عراقی او ترکی نه شي که پرخرء باندي څوک سپور شي یا پرآس
دآسیا په څېر ګردش کا پر زمین باندي آسمان
ددوهمي برخي پای
پالوال ډاکټر عبدالرازق، معیاري پښتو، ۱۳۸۴کال ،دیونایټید پریس شال چاپ، ص ۲۶- ۱۱۰
۱۳۹۱/سلواغه/۱۲