کور / هراړخیز / د ولسمشر نا وخته سپارښتنې

د ولسمشر نا وخته سپارښتنې

د ولسمشر حامد کرزي ايله اوس يوې ډېرې مهمې او حياتي مسئلې ته پام شو. دا د اوبو مسئله ده او کرزي صاحب د سلواغې په ٩مه،په کابل کې د اوبو د تنظیمولو په اړه ملي کنفرانس کې د اوبو د ارزښت په رابطه خبرې وکړې.هغه ټول ولس ته په خطاب کې وويل چې اوبو ته درناوى وکړي.

ولسمشر خلک وهڅول چې په اوداسه، حمام او حتى څښلو کې هم، له اوبو سره احتياط وکړي.

د رييس جمهور په داسې وخت کې دې مهمې مادې (اوبو) ته ناڅاپي پام شوى چې د قانوني واکمنۍ شيبې يې په لنډېدو دي.

د ده په مشرۍ حکومت په تېرو لسو کلونو کې له اوبو سره چې حتې قران شريف يې په اهميت ټينګار کړى او حياتي ماده يې ګڼلې، ډېر ناوړه او بابيزه چلند وکړ.

څېړنې ښيي چې له کلونو راهيسې د افغانستان شاوخوا ٧٥ په سلو کې اوبه ضايع کېږي او ګاونډيو هیوادونو( ايران- پاکستان) ته روانې دي.

زموږ اوبه په داسې حال کې سيرابه او شنو وطنونو ته روانې دي چې موږ له تندي مرو او پراخه دښتې مو د اوبو د نشتوالي له کبله شاړې پرتې دي.

څېړنې دا هم ښيي چې که د افغانستان اوبه مهار شي نو د ٢٥٠٠٠ ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفيت لري او زموږ وطن ايله ٥٠٠٠ ميګاواټه بريښنا ته اړتيا لري.

خو زموږ د هېواد برخليک د داسې حکومتونو په لاس کې دى او داسې خونړيو حالاتو سره مخ يوو چې په ٢١مه پيړۍ کې، څه د ډېوې رڼا ته ناست يوو او څه پردۍ بريښنا ته.

ولسمشر په خبرو کې دا هم وويل چې د افغانستان ډېرې اوبه ګاونډيانو ته ځي، هغوى ترې استفاده کوي او موږ بايد ګاونډيانو ته هغه اوبه ورکړو چې حق يې دي.

خو کله؟ او نه پوهيږو چې د ولسمشر له (موږ) نه موخه څوک دي؟ ايا له ده پورته هم کومه د واک مرجع شته؟ څوک اوبه کنټرول کړي؟ څوک ګاونډيانو سره د حق حساب وکړي؟

جناب کرزي صاحب دا هم وويل چې زموږ ګاونډيان بايد په دې پوه شي چې موږ هم د ښه ژوند او پرمختګ حق لرو.

خو پوښتنه داده چې څوک يې پوه کړي؟ او که پوه وي، چې دي، نو څوک د افغانانو له حق نه دفاع وکړي؟ که دا دنده د ولس وي، نو بيا ولسمشر او د هغه د حکومت پراخه تشکيلاتو ته څه اړتيا ده ؟

ولسمشر په دې ناسته کې د اوبو او بريښنا له نظامي وزير ښاغلي تورن اسماعيل خان نه مننه وکړه چې دا ناسته يې برابره کړې وه. خو له کرزي صاحب نه دا هېره وه چې ولس او هېواد يې د اوبو له قحطۍ سره مخ کېدونکى دي خو د ده با تدبيره وزير خپله نيمه پراختيايي بودجه هم نه ده لګولې.

کرزي صاحب د ګيلې په توګه دا هم وويل چې زموږ حق خوړل شوى راکړل شوى نه دى، خو دې ته يې پام نه دى چې حق اخيستل کېږي، ورکول کېږي نه. او دا حق اخيستنه دهېواد په کچه د حکومت دنده ده چې موږ ترې تمه نشو کولاى.

د کرزي صاحب په لس کلنه کاري موده کې د مديريت د ضعف او د وطندوستۍ د جذبې د نشتون له شامته ډېر فرصتونه ضايع شول، يوازې شخصي استفادې وشوې چې د پلازمينې په زړه کې شير پور يې يوه وړه نمونه ده.

که د حامد کرزي حکومت له ګاونډیانو خپلې اوبه نشوای ګرځولې،لږ تر لږه د اوبو د چمتوکولو په مټ خو یې د خپلسرو ژورو څاګانو مخه نیولی شوه. په همدې لس کلونو کې یوازې په پلازمینه کې په زرګونو ژورې څاګانې کیندل شوي او لا دا لړۍ په مرکز او ولایاتو کې روانه ده، چې دا هم د اوبو د کچې د ټيټوالي لامل ګڼل کیږي.

په هر صورت، موږ د اوبو له شديدۍ قحطۍ سره مخ کېدونکي يوو، دغه قحطي نه يوازې له موږ نه ژوند اخلي بلکې عزت او ابرو را نه هم اخلي. ملنګ او صوفي رحمان بابا له کرزي صاحب څخه ،چې د مشاورينو شمار يې نه کېږي، سلګونه کاله وړاندې د اوبو په اهميت پوهېده، هغه فرمايلي و:

د للمي سړي په مخ کې وي آب چېرې × هغه خلک خو بياب دي چې بې آب دي

محمد نعمان دوست،جلال اباد
د سلواغې ٩مه،١٣٩١