کور / تازه خبرونه / کندهار: مخالفین ضعف سوي او افغان ځواکونه پياوړي سوي دي

کندهار: مخالفین ضعف سوي او افغان ځواکونه پياوړي سوي دي

د كندهار امنتي چارواكي وسله وال طالبان ضعف بولي او زياتوي چي دامهال يي په كندهار كي د پخوا په پرتله شتون ډير كم سوي دي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نن پنځ شنه د ولايت مقام د رسينو په دفتر كي د يوي خبري ناستي پرمهال وويل چي دامهال په كندهار كي د وسله والو مخالفينو شمير ډير كم سوي او يوازي يي د نظر ملګري پاته دي .
هغه وايي چي ځينوولسواليو كي خلګ د طالبانو له ويري او تهديد سره د مخالفينو سره همكاري كوي چي دوي يي د مخنيوي پر لارو چارو كار كوي .
رازق وويل چي د بهرنيو ځواكونو په بشپړ وتلو سره به دوي په ښه ډول وكولاي سي د سيمو امنيت وساتي ، په خبره يي چي دامهال پوليسو د ۱۱ ولسواليو امنتي چاري سمبالوي په خبره يي چي په دريو ولسواليو كي بهرني ځواكونه ميشت دي چي هغه به هم ډير ژر له سيمو څخه ووځي .
جنرال عبدالرازق د محلي پوليسو رول مهم وبولي او په زياتو ولسواليو كي يي د محلي پوليسو د تشكيل د پوره والي خبر وركړ .
د كندهار امنيه قوماندان په تيره اوني كي د ۶ تنه وسله وال مخالفينو د وژلو او ۱۶ تنو نورو د ژوندي نيولو خبر هم وركړ .
وسله وال طالبان بيا د افغان ځواكونو داډول څرګندوني ردوي او خپل ځانونه ځواكمن بولي او زيات مهال افغان ځواكونو ته د د مرګ ژوبلي داوښتلو ادعاوي كوي .