د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په بټي کوټ اولسوالۍ کي ناپېژاندو وسله والو د پوهني رياست يو مدير په ډزو وژلى.
چارواکي وايي چي ياد کس د دې ولايت په پوهني رياست کي د تېرو درو (دريو) کالو راهيسي دنده لرله.
چارواکي وايي چي نوموړى هغه وخت د بريد کوونکو له خوا وژل سوى چي د کور څخه د دندي پر لور روان وو.
د بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.