کور / تازه خبرونه / د سولي هر ډول انفرادي هڅي به ناوړي پایلي ولري

د سولي هر ډول انفرادي هڅي به ناوړي پایلي ولري

د سولي هر ډول انفرادي هڅي به ناوړي پایلي له ځان سره ولري

یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ولسمشر کرزي د پرونیو څرګندونو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه مطالب لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکي ورځپاڼې په غټ سرلیک کې لیکلي چې د سولې هر ډول انفرادي هڅې به ناوړي پایلې له ځان سره ولري.

ورځپاڼې د ولسمشر څرګندونې نقل کړي او وایي، چې ولسمشر ټولو سیاست والو او طالبانو ته روښانه کړه، چې له طالبانو سره انفرادي خبرې د بهرنیانو یوه دسیسه ده.

ویسا ورځپاڼې په خپل یو بل مطلب کې لیکلي چې، امریکا او متحدان یې غواړي ترڅو د سولې شورا د سولې له بهیره حاشیې ته کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل یوه مطلب کې د ولسمشر کرزي پرونیو څرګندونو ته اشاره کړې او په خپل مطلب کې یې په انتقادي بڼه دې مسالې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د سولې عالي شورا یو خپلواکه او ملي بنسټ نه دی چې په دې برخه کې دې کوم کار وکړای شي.

ورځپاڼه د سیاسي کارپوهانو په حواله لیکي، چې د سولې د عالي شورا هڅې ناکامې دي.

ورځپاڼه د یوه کارپوه په حواله لیکي، په هېواد کې د چټکو سیاسي پرمختګونو سره کرزي او سیاسي کاري ټیم یې د راتلونکي په اندیښنه کې دی.

ورځپاڼه لیکي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستل د ولسمشر کرزي سیاسي ستونزې لا زیاتې کړي دي.

ځکه چې د کرزي د اپوزیسیون او د لویدیځوالو سیاسي اړیکې له دې دفتر سره زیاتې شوي او کرزی باوري شوې چې دا کار به دی له سیاسي صحنې لرې کړي.

باور:

د باورغیر دولتي ورځپاڼې د افغان سیاستوال باید د افغانستان لپاره کار وکړي ترسرلیک لاندې په خپلې سرمقالې کې لیکلي داسې اوازې شته چې د افغانستان ځیني مشرانو له پاکستان سره خبرې کړې دي، چې دوي سره د واک ته رسیدلو په برخه کې مرستې وکړي او دوي به د پاکستان ځیني غوښتنې په افغانستان کې پر ځای کړي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې د سولې انفرادي هڅې د افغانستان د کمزوری لپاره د بهرنیانو دسیسه ده، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي امریکا د پاکستان په مرسته د لنډ مهال لپاره وسله وال او سیاسي مخالفین سره جوړوي او په دې ډول افغانستان د سولې په نوم یوې بلې تیارې ته ټیل وهي.

د سرنوشت د دې مطلب لیکونکی د یوه شنونکي له خولې لیکي، طالبان غواړي په څو راتلونکو ورځو کې اعلان وکړي، چې دوي له ټولو افغانانو سره خبرې اترې کوي او د سولې عالي شورا حاشیې یا څنډې ته شړل شوې.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې هم د جمهور ریس کرزي د څرګندونو په اړه لیکلي، چې د سولې په اړه انفرادي هڅې یوه بده دسیسه ده او حکومت یې غندي او په جدیت سره یې مخنیوی کوي.

ورځپاڼه د جمهوري ریاست له مطبوعاتي خبرپاڼې په نکل لیکي، چې جمهور ریس ګاونډیو هېوادونو، بهرنیانو او ټولو افغان سیاسیونو ته ویلي، چې د سولې د خبرو د پرمختګ خنډ دې نه ګرزي.

انیس:

د انیس دولتي ورځپاڼې له جمهور ریس څخه په نکل په خپلې سر مقالې کې لیکلي، چې هیڅ بهرنی دې هڅه نه کوي چې په افغانستان کې د سولې پروسه په خپل لاس کې واخلي.