په خوست ولايت کي د سولي ترسرليک لاندي د سکېټ او ځغاستي سيالۍ ترسره سوې.
يادي سيالۍ چي تېره ورځ ماځيګر مهال د دې ولايت په ملي لوبغالي کي په دې موخه ترسره سوې چي د سولي د رواني پروسې څخه ملاتړ پکښي وښوول سي.
د دې ولايت د المپيک د کومېټې آمر ښاغلى عزيز ملنګ وايي چي يادي سيالۍ ئې د معيوبو کسانو ترمنځ ترسره کړي او هدف ئې د سولي د پروسې څخه ملاتړ وو.
په دې سياليو کي پر يوشمېر کسانو جائزې هم ووېشل سوې .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ او نه هم لومړى ولايت دئ چي پکښي د سولي د ملاتړ په موخه پکښي سيالۍ ترسره کېږي بلکي په وار وار سره د افغانستان په بېلابېلو ولايتو کي يادي سيالۍ په ياده موخه ترسره سوي .