په کندهار کي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير په يوي خبري ناسته کي وويل چي په ۲۰۱۴ کال کي د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک په سپارلو کي هوايي ډګرونه هم شامل دي چی افغان ځواکونه به يي چاري سمبالوي .
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير داود علي نجيفی چی کندهار ته راغلی د کندهار والي او د امريکا د سفير سره په نړيوال هوايي ډګر کي هغه ځغاست ليکه او ټکسټ وي ليکه هم پرانيستل چي به خبره يي په تيرو دوو کلونو کي د دولس نيم ميلونه هيرو په مالي لګښت جوړه سوي چی د ناټو ځواکونو له لوری ور کول سوي دي .
نجيفي وويل چی په نوي کال به خپله پاملرنه د کندهار نړيوال هوايي ډګر ته اړه وي . او په بيلابيلو برخو کي به ورته کار کوي .
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم خوښي وښوده چي نړيوال هوايي ډګر لپاره يي رن وي او ټکسټ وي جوړي سوي ، هغه هيله وښوده چي مرکز اداره دي په دي برخه کي خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي ترځو د کندهار نړيوال هوايي ډګر د نورو هيواودونو سره تګ راتګ او اړيکي ولري .
د کندهار هوايي ډګر پر نړيوال معيار برابر او هره ورځ کورني او بهرني پروارونه لري .