کور / تازه خبرونه / هلمند : ٢٠٠ نارينه او ښځينه له حرفوي زده کړو فارغ سول

هلمند : ٢٠٠ نارينه او ښځينه له حرفوي زده کړو فارغ سول

په هلمند كې ۲۰۰ تنه نارينه اوښځينه له حرفوي زده كړوڅخه فارغ شول
ياده شوې پروژه د سولې د عالي شورا لخوا په مالي مرسته د توحيد ټولنيزو اوپرمختيايي چارود موسسې لخوا د شپږومياشتوپه موده كې بشپړه شوې چې په ترځ يې ۱۴۰ تنه هغه كسان چې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي اوهمدا راز۶۰ تنه ښځينه وې د بيلابيلوحرفوي زده كړوپه برخه كې روزل شوې اوپه دې وروستيوكې ورته فراغت ليكونه وركړل شول.
ددې پروژې ټول مالي لگښت څه كم ۱۱ مليونه افغانى دى چې په ترڅ كې يې د حرفوي زده كړو لكه خياطى،نجارى،خامكدوزى،پرده دوزى،د موټررنگمالى،د موټرد انجن اوجنراتورترميم په برخه كې زده كړې وركړل شوې دي.
ددې كسانود فراغت پرمهال د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي د نوموړې ادارې له هڅومننه وكړه اوزياته يې كړه چې نوموړې موسسې نه يوازې گډونوالوته حرفوي زده كړې وركړې دي بلكې تردې وړاندې يې د كمپيوټراود كانكورد تيارى لپاره يې گڼ شميرزده كوونكي روزلي اوټولنې ته يې وړاندې كړي دي.
د نوموړي په وينا چې دا مهال فارغ شويوكسانوته د همدې موسسې لخوا هرزده كوونكي ته د هغه د كسب اړوند سامانونه هم وركړل شول چې هغوى ترې په سمه توگه گټه اخلي.
د توحيد موسسې مـسؤل وحيدالله الفت په وينا چې ددې پروگرام په ښه پلي كولوكې ددې ولايت د ټولنيزوچارورياست،د سولې د دارالانشا ولايتي دفتر،ولايتي شورا اود ښځوچارورياست ښه رول لوبولى اوپخپل وخت يې ددې بهيرڅارنه كړې ده