کور / تازه خبرونه / د شخړو څارونکې اداره : پښتونخواکې ۸۳۹ ښوونځي ويجاړشوي

د شخړو څارونکې اداره : پښتونخواکې ۸۳۹ ښوونځي ويجاړشوي

اسلام اباد:په پاکستان کې د شخړو څارونکې اداري) کنفليکټ مانيیټرینګ سنټر) په خيبر پښتونخوا او قبايلی سيمو کې په تيرو دريو کالو کې د وسله والو لخوا په مکمله او جزوي توګه د ورانو شووښوونځيو په اړه يو تازه راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۰۹م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پوري په خيبر بښتونخوا قبايلي سيمو کې څه نا څه ۸۳۹ ښونځي ويجاړ شوي دي.راپور زياتوی چې و يوازې په تير يوه کال کې په خيبر پښتونخوا کې ۵۲ او په قبايلي سيمو کې ۲۹ ښوونځي په بمونړ الوځولي اوويجاړ کړي دي.په اسلام آباد کې د شخړو څارونکې اداري مشر عبدالله خان د ښوونځيو په اړه ددغه راپور تر څنګ آیا دوی د دې په سببونو هم کومه څیړنه کړې ده چې وسله وال يوازې په پښتون میشته سيمو کې ولې ښوونځي په نښه کوي؟. نو دی وايي . ”دا داسي يوه وجه ښکاري چې د وسله والو د موجوده نصاب تعليم په اړه تنګ نظره فکر څرګندوي، او هغه خبره چې ګوندې دوی ځکه سکولونه په نښه کوي چې په دغو سکولونو کې پوځ کېمپونه جوړ کړي دي او د هغې د رد عمل په توګه يې په نښه کوي، نو د مثال په توګه صوابي ضلع کې خو نه د وسله والو روزينيز کېمپونه شته نو دغه سيمه کې پوځ ځاي پر ځاي دي، او تر ټولو زيات سکولونه دغه سيمه کې تباه شوی دي، نو دا څرګندوي چې وسله وال د سکولونو موجوده نصاب تعليم په لادينيت مبنی ګني حالانکې په پاکستان کې چې کومه لبرل طبقه ده هغه پدغه نصاب تعليم باندې هم نيوکې کوي او وايي، چې په دغه نصاب کې مذهب ته ډير ځای ورکړل شوی دی، او بله دا چې سکولونه يوازې د خيبر پښتونخوا په پښتون میشته سيمو کې په نښه کېږي، خو په هزاره، ايبټ آباد، هري پور او مانسهره کې سکولونه بالکل نه دي تباه شوي. “په راپور کې راغلي دي، چې په تير يوه کال کې د قبايلي سيمو په مومندو کې تر ټولو زيات ۱۶ ښوونځي تر دې راپور تر برابرولو تباه کړل شوی دي، د دې تر څنګ په خيبر کې نهه ، او په باجوړ، شمالي او جنوبي وزير ستان کې یو یو سکول ترهګرو تباه کړی دی. خو په پیښور کې د قبايلي سيمو لپاره د تعليم د څانګی ډايريکټر جنرل محمد هاشم خان بيا په قبايلي سيمو کې په تيرو څو کلونو کې د تبا ه شویو سکولونو شميره زياته ښيي او وايي، چې”زه له دې سره راپور سره ځکه اتفاق نه کوم چې په قبايلي سيمو کې موږ سره د وسله والو له خوا په بمي بريدونو کې د تباه کړل شوو سکولونو شميره څه نا څه ۴۸۰ اتیا جوړيږي، او په شمالي او جنوبي وزير ستان کې يو سکول هم نه دی تباه کړل شوی، او دا ده چې د وسله والو پر ضد په پوځی عملياتو کې څه سکولونو ته زيان رسيدلی دی، خو د هغي د بيا رغونې لپاره موږ سره باقاعده يو پروګرام شته، او د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو بيلا بيلو مرستندويه ادارو سره په دې لړ کې زموږ خبرې هم روانې دي، البته په مومندو او باجوړ کې موږ په ۷۷ ښوونځيو کار هم پیل کړي دي او تقريبا دولس ښوونځي شروع شوي هم دي