ولسمشر حامد کرزی وايي، چې بهرنيان د دسيسو په جوړولو سره، د افغانستان د کمزوري کولو په هڅه کي دي.
ولسمشر حامد کرزي نن د هېواد د اوبو د مديريت او سرچينو په ملي کنفرانس کي وويل: (( بهرنيانو د افغانستان د کمزوري کولو لپاره د سولي د پروسي له لارې دسيسي جوړي کړي دي، خو موږ ترې خبر سوي يو او هغه مو شنډې کړې دي )) .
ولسمشر پر ملي يووالي په ټينګار کولو سربېره وويل، چې د سولې پروسه هم يوازې د افغانستان د خلکو د يووالي په صورت کې پايلې ته رسېدای سي .
نوموړي طالبانو او د هېواد سياسيونو ته په خطاب کې وويل: (( د سولې پروسه بايد، هم په هېواد کې د سولې او هم د افغانستان د ځواکمنتيا لامل سي او هېڅ بهرني ته د سولې په پروسه کې د لاسوهنې او د افغانستان د کمزوري کولو اجازه ورنه کړل سي ))
ده زياته کړه، چې يوازېنۍ مرجع چې د سولې په بهير کې به د افغانستان استازيتوب کوي، د سولې عالي شورا ده؛ ځکه چې د امن د جرګې په پايله کې رامنځته سوې ده.
ده وويل، چې د امريکا د متحده ايالتونو حکومت ويلي، چې له ٢٠١٤ زېږدي کال وروسته له طالبانو سره جګړه نه کوي، چې د افغانستان دولت هم د دغه تصميم ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړه، چې لا پخوا يې بهرنيانو ته ويلي، چې له ترهګرۍ سره جګړه د افغانستان په کليو او بانډو کې نه ده، ځکه د وسله والو مخالفينو د روزنې، ملاتړ او پټنځايونه د افغانستان په کليو او بانډو کي نه دي.