کور / تازه خبرونه / سوات:پلار او زوی د برېښناتوليد ماشين پر جوړولو بريالي شول

سوات:پلار او زوی د برېښناتوليد ماشين پر جوړولو بريالي شول

دسوات دسيمې مټې او سيدونکو پلاراوځوى تر دولس کلنو هڅو وروسته لس زره هارس پاور پلانټ جوړولو سره لس زره ميکاواټ بريښنا توليدولو په ازموينه کښې بريالى شول دخبريالانو سره دخبرواتروپه ترځ کښې عبدالطيف او دده ځوى اکرام شاه وويل چې ددغه پلانټ دلارې په لس زره ميګا واټ بجلۍ (بريښنا) توليدشي پدغه پلانټ کښې به يواځي شل فيصده تيل ياګيس استعمال شي اواته فيصده به په خپله ترلاسه کوي دوى زياته کړيده چې ديولک کالدارو په لګښت مويو داسي قوت لرونکې انجن جوړکړيده چې موټر په يوساعت کښې تر١٢٠کلوميترواټن پورې رسولې شي دوي ويلى که چرته حکومت ورسره مرسته وکړي نو دټيکنالوچې په نړى کښې به سترې لاس ته راوړنې ولري.