کور / تازه خبرونه / کندهار والي : کندهار ته د ځانګړي سوي بوديجې په اړه به زياتي هلي ځلي وکړم

کندهار والي : کندهار ته د ځانګړي سوي بوديجې په اړه به زياتي هلي ځلي وکړم

کندهار افغانستان- کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ١٣٩٢ يم کال د پرمختيايي بودجې په اړه د يوې جوړي سوي غونډي پر مهال د بودجې د کمښت خبره ياده کړه خو تر څنګ يې په بېلابېلو برخو کي د زيات پرمختګ د رامنځته کېدو له امله خوښي وښوده.
هغه زياته کړي، دا ځل به کندهار ته د ځانګړي سوي ٨٥ ميليونه ډالرو بودجې د پروخت ترلاسه کېدو په اړه زياتي هلي ځلي وکړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالی ويسا يادې غونډي ته د خبرو پر مهال يادونه وکړه،د ٩١ يم کال لپاره د مالې وزارت لخوا ٣٥ ميليونه ډالره تخصيص ورکول سوی و خو هيڅ يې نه دي ليدلي او ډېری کارونه يې د مرسته کوونکو ادارو په همکاري تر سره کړي دي.
نوموړی وايي، په دې ولايت کي د امنيت له تامين سره د خلکو اړتياوي زياتي سوي خو د پوره هلو ځلو په تر سره کولو يې دغه اړتيا تر يوه حده د مرسته کوونکو موسسو له لاري پوره کړې ده.
دده په خبره، شاوخوا ٢٩ ميليونه امريکايي ډالره د مرسته کوونکو ادارو لخوا ورکول سوي چي په ښار او ولسواليو کي پرې اوږدمهاله او لنډمهاله پروژې پلي سوي او خلکو ته په ډېرو برخو کي عامه خدمات وړاندي سوي دي.
دی وايي، که چيري پر وخت بودجه ورکول سوې وای نو خلکو ته به يې ګڼي نوري اسانتياوي هم رامنځته کړي وای.
کندهار والي وايي، که څه هم ولايتي ادارې په پرله پسې توګه له ماليې وزارت څخه د بودجې د ورکړي غوښتنه کړې خو زياتوي چي تر اوسه ستونزه پر ځای پاته ده. او زياته يې کړه، په ولسي جرګه کي د خلکو استازي په دې برخه کي مرسته کولای سي خو تر اوسه د هغوی له خوا هم څه نه دي تر سره سوي.
د روان کال په اوږدو کي د کندهار ښار او ولسواليو د لويو لارو د اوبو د بندونو او کانالونو جوړول، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو پرانيستل، خلکو ته د کرهڼي په برخه کي اسانتياوي برابرول د بېلابېلو دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړېدل او د کندهار حاصلات بهرنيو هيوادونو ته انتقالول هغه څه دي چي د کندهار ولايتي ادارې په هڅو تر سره سوي او د ډېرو خلکو د اقتصادي وضعيت د لوړوالي لامل ګرځېدل