یو شخص د مولانا اشرف علي تهانوي (رح) څخه پوښتنه وکړه چی علمأ وایی چی د قیامت په ورځ به د انسان پښې ، لاسونه او نور اندامونه د ژبي په څير خبري وکړي ؛ د ګناهکار انسان غړي او اندامونه به د ده خلاف شاهدي اداء کړي او الله (ج) ته به ووايي چي ده فلانکۍ فلانکۍ ګناه په موږ وکړه ، آيا دا حقيقت لري ؟
مولانا اشرف علی (رح) ورته وويل : هو همداسي ده ؛ هغه ورڅخه وپوښتل چی د انسان غړي او اندامونه به بېله ژبي څنګه خبري وکړي ؟ دوى خو ژبه نه لري ؟
اشرف علي تهانوي (رح) ورته وويل : ماته ښه غوږ ونيسه . لومړى موږ بايد د الله تعالي او رسول اکرم (ص) پر هره وينا پوره يقين ولرو ، که هغه حقيقت درک کولاى سو او که يې نه سو درک کولاى .
دوهم : د خبري کولو وړتيا نه د ژبي کيفيت دى او نه د ژبي خاصيت ، بلکی دا د الله تعالي ورکړل سوې تحفه ده . حيوانات ژبي لري خو بيا هم خبري نه سي کولاى . او همدا ډول ځيني انسانان ژبي هم لري خو د خبرو کولو توان نه لري بلکی ګونګيان وي ، دا ځکه چی الله تعالی د خبرو کولو استعداد نه وي ورکړی .
که څوک پوښتنه وکړي چي د انسان غړي او اندامونه به څنګه بېله ژبي خبري وکړي ؟ موږ به داسی ځواب ورکړو : کله چي ژبه بېله ژبي خبري کولاى سي نو دا نور غړي او اندامونه هم بېله ژبي خبري کولاى سي ځکه ژبه هم لکه دا نورغړي د غوښو يوه ټوټه ده .
د ټول کاينات پيدا کونکى او پالونکى الله چي ژبي ته د خبرو کولو توان ورکړئ دئ ، نورو غړو او اندامو ته به هم د خبري کولو توان او طاقت ورکړي . دا ښکاره حقیقت دی چي د خبري کولو خاصيت د الله تعالی له طرفه دى بلکی د ژبي خاصيت نه دى . که خبري کول د ژبي خاصيت واى نو حيواناتو به هم خبري کولاى .
مولانا اشرف علي تهانوي (رح) وپوښتل : تاسو يو وخت راډيو يا ټيپ ليدلى دى ؟ پوښتونکي وويل : هو ولي نه .
مولانا تهانوی (رح) ځني وپوښتل : راډيو او ټيپ څنګه بېله ژبي خبري کوي ؟
که حالت داسي وي ، نو د انسان غړي او اندامونه به خامخا د قيامت په ورځ خبري وکړي . چي د انسان په لاس جوړسوي اسباب ( راډيو، ټيپ…) خبري کولاى سي ، نو د الله تعالی پيدا کړي اندامونه خو به په ډېره آساني سره خبري وکړي .
پوښتونکى قانع سو او د مولانا اشرف علي تهانوي (رح) څخه يې مننه وکړه چي د ده له ذهنه يې شک ليري کړ .
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
سورة يس الاية -٦٥
ژباړ ه : نن ورځ به د دوی پر خولو مهر ووهو او د دوی لاسونه به زموږ سره خبری ورکړي او د دوی پښې به د هغو کارونو شاهدي اداء کړي چي دوی به ( په دنیا کي ) کول .
ماخذ:
( اخلاقی کنایې ؛ لومړی جلد ) ۲۴۷ ـ ۴۹ مخونه .