چي د نړۍ په هره سیمه کښي د بدیو او ناورین فکرچاکړی وي هغه پرافغان اولس په عملي ډول تېرسوی، ځیني وخت په لوړسر ناست یواو وایوموږافغانان تاریخ لرو،غیرت لرو،ښه مسلمانان یو، جهادموکړئ، دنیاته موپه هر مرور کښي ماته ورکړې خو کله چي خپل ټوله صفات یوې خواته اوبدمرغۍ بلي خواته کړودلته شک راته پیداسي چي ګواکي پورتني صفتونه خوبه درواغ تشریفات اوځان غولونه نه یي؟ ځکه که رشتیا اتلان یوبیا ولي په نړۍ کي خواریو، ولي خپل ورور وژنو؟ ولي خپل مکتب سوځو؟ دا او دې ته ورته په سوونومثالونه خو کله چي ځان نتیجې ته رسوبیا ټوله پردې سره متفق یو چي موږ علم نلرو، ما دیوسپین ږیري څخه پوښتنه وکړه چي : حاجي صاحب تاسو مکتب ولي ندی ویلئ؟ هغه ژر راغبرګه کړه چي زماپلار ویل بیا کافرکیږې، ما هم څه ګستاخي وکړه ورته ومي ویل چي احادیث او دقران تفسیردي ویلي؟ هغه ویل؛یا؛ نوبیا زه پوه سوم چي زموږپه ټولنه کي ترهر څه عامه پوهاوي ته زیاته اړتیا سته.
موږپښتانه ډیربدبخته خلګ یو او دا بدبختي مو دخپل غفلته راپیښه ده، رشیتاچي الله ج خپل بنده ته ګوري بیا هرڅه ورته پیښوي،ځوانان مووایي پښتو خواره او غریبه ژبه ده، چي ورته ووايي څو کتابونه دي مطالعه کړي درته ګنګوړه به سي، مخکي مو دعامه پوهاوي خبره وکړه ډاکټرعبدالرازق پالوال دي الله ترډیره دښه صحت سره راته ژوندی لري کله چي یې نوی کتاب (موږمحوه کیږو) تازه دچاپه راووتی په یوه شپه مي ټوله مطالعه کړئ خو بیا مي هم تنده نه په اوبه کېدل څه سرموګرځوم ترشل واري خوبه مي ډېرکتلی وي دونده یې ترتاثرلاندي راغلم چي دغه لیکني ته یې مجبورکړم، هرچاته وایم چي دا یوشهکاردی که غواړئ چي اولس او اولادونه موبیداره سي نو موږمحوه کیږو په مطالعه کړئ، دا کتاب یوازي دلیکوال لپاره ندئ هغه دهر لوستي او نالوستي کس لپاره یوښه رهنمود دی، په هغه کتاب کي د انسانیت، وطنپرستۍ، ټولنیزنظام، اودژبي دبقابحثونه په ډیره ساده او خوندوره ژبه تشریح سویدي د بولګې په ډول لاندي پراګراف وګوری:
د پوهنتون محصلان دیوچا څخه سوال کوي
محصلان: سړی اکا اجازه سته چي د وطن او ټولني په باره کي درې لنډي پوښتني درڅخه وکړو؟
جواب: څنګه پوښتني دي؟ نو وایاست چي څه دي وسي؟
ښاغلې؛ که ته په ښارکي یاترښاردباندي چیري سړک کنډوکپر ووینې لکه په کابل دروازه کي؛ یا یوپول چیري ناموزه ووینې یالیدلی وي؛ تا دهغه اړوند و مسول مقام، راډیویا اخبار ته ټلیفون یا دلیک په وسیله سره اطلاع ورکړې ده؟
جواب: یا؛ دغه زما کارندئ ؛ هربنده خپلې کرونده؛ دوئ پوهیږي خپل یې کارپوهیږي زما اوستایې په څه؟ چي سردي نه خوږیږي؛ داغ مه پرایږده.
پوښتندوئ: ولي ته دغه وطن دځان نه بولي؟ ته یې په ابادۍ نه خوشحاله کیږي؟
جواب: ما درته وویل چي دا دهغه چا کاردئ چي وظیفه یې ده.
پوښتندوئ: نو هغه خوپه دفترکي د میزترشا پرچوکۍ باندي ناست دئ، او پټي هم باندي ښکاره ندي نوباید یوڅوک یې ونغوږوي! هو،دوئ باید خپل ځیني خلګ ولري پرټاپي باندي له پروګرامه سره سم هرچیري دهرڅه ګرویږني وکړي.
تاسو ولیدل چي په پورتنیوسوالونو او جوابونو کښي نهايي عامه پوهاوی او اجتماعي موضوعات نغښتي ول، استاد په دې عقیده دی چي د دولت سره عوام باید ضرور مرسته وکړي، څنګه چي اولس پرنظام حق لري همدا ډول نظام پراولس حق لري، د ډاکټرصاحب داسي موضوعاتو ته فکرسوی که چیري د دغه په نیمایې ملت او دولت پرځانونوتطبیق کړي زه باورلرم چي وطن به ګل او ګلزاروي، استاد وايي د ښاره د مینځ څخه باید هغه مارکېټونه ووځي کوم چي غیري قانوني او په ښارکي د ګڼیګوڼي سبب سوي، باید دښارپه هره سیمه کښي نهالان کښینول سي، هغه خځلیځونه (کثافات دانۍ) چي ښاراوالۍ جوړکړي ولي خلګ خځلي (کثافات) هلته نه اچوي؟ استاد دا نتجې ته رسیدلئ کله چي یو دولت دخلګو کارونه په رشوت او په ځنډ سره کوي اولس بیا زور تردغه کاږي چي پرسړک امبار او خځلي غورځوي خو په دې نه پوهیږي چي دا تاوان بیرته رعیت ته رسیږي نه دولت ته!
لنډي کیسې، ناولونه، ډرامې او سناریوي داسي نور ادبي ژانرونه موږ اوتاسو کتلي او ویلي خو داستاد پالوال شهکاردادئ چي دا هرڅه په کښي مراعت سوي، هر کس کولایسي چي خپله تنده په اوبه کړي، د استاد په دغه لنډ اثرکښي چي ماته ډیرخوند راکوي هغه یو ژوندی او روان انځوردی چي څوک دا فکر کوي چي زه یوه صحنه علني وینم مثلآ:
دریمه ډله پنځه تنې د دولسم ټولګۍ ذدکړیاني نجوني او یوه یې د پوهنتون زدامنده(محصله) دي. دوئ و یوه کورته ننوزي اوله ښځمنو (ښځو) سره ږغیږي.
د پیغلوانوټلواله په اوومه مېنه کښي د لومړۍ کوڅې د منځ په برخه کښي و هغې نرۍ کوڅې ته ورغله، په دغه کوڅه کښي دکیڼ لاس وخواته کور د دروازې یوه پله یې پوري او بله پرانیستې وه. ودغه کورته زړه او نا زړه ورننوتې د سوپ په پای کښي یې سر ور ایسته کړ. او په لوړ اواز سره یې ږغ کړل: په کورکي ښځمني څوک سته؟
که څه هم استاد په نثرلیکلو کښي ځانته خاص سبک اولاره لري خودا کتاب ټوله سر ترپایه دانځوریزنثرپه شکل لیکل سوی.
په ټولنه کښي پرهغه ناخوالو په ډیره ساده ژبه ږغېدلی کوم چي نن ورځ زموږټولنه ترهرڅه ډیره اړتیا ورته لري، استاد دټولو کورنیوڅخه غوښتي چي خپل اولادونه او کورنۍ خو حد اقل دونده پوه کړئ چي په خپل اسلام خو سم و پوهیږي، په کورنیو کښي اجتمايي ستونزي، د ولوراخیستل، دمېړه او ماینې ترمنځ مساوي حق نه مراعتول دا او دې ته ورته موضوعات کوم چي پوهاوي ته یې موږ نن ورځ ډېره اړتیا لرو په دغه لنډ اثرکښي ځای پرځای سوي.
بله خبره چي د استاد په اساسي پوهه پوري اړه لري هغه ژبه ده، د اکثره ژبپوهانولیکني او اثار ما لوستلي خو د ډاکټرصاحب ژبني موضوعات د نورو ښاغلوسره توپیرپه دې کښي لري چي استاد نقد د کسات لپاره نه کوي بلکي د اصلاح لپاره یې کوي که موږ (موږمحوه کیږو) وګورو ډیرو داسي لغاتونوته پکښي اشاره سوې چي نه سم ویل کیږي او نه هم سم لیکل کیږي چي تر ډېره یې پړه پرژورنالیستانوباندي اچول سوي چي ګواکي د سټوډیوګانوله خوایي سم نه وایي او یا دځانه لغاتونه جوړوي، زه د بولګې په ډول د استاد له اثرڅخه دا څو ستاسومخ ته ایږدم:
ولي د اغوستي پرځای په تن وایي؟
ولي د اورئ پرځای غوږیاست کاږي؟
ولي د بوده پرځای څاروی وایي؟
ولي د پیل کړي دي پرځای په لاره اچولي دي کاږي؟
ولي د جواب پرځای ځواب وایي؟
داسي ډیرلغاتونه په یاد کتاب کښي په نښه سوي او ترڅنګ یې د خپلي خبري د اثبات لپاره ښه دلایل هم وړاندي کړي، استاد یود هغه لیکوالوڅخه دی چي په ژبنیو مسایلوکښي پوره برلاسی دی او هرخبره یې زما په اند دکاڼي کرښه ده.
افغانان تر هرڅه نن دغه ډول لیکنو ته زیاته اړتیا لري، څوک که ترجمه کوي باید داسي اثرانتخاب کړي چي عام اولس ته یې ګټه ورسیږي، که څوک شعرلیکي باید د اولس اړتیاوي یې مدي نظرنیولي وي.
زما دټولودوستانوڅخه هیله داده چي د ډاکټرصاحب دغه ستراثر موږ محوه کیږو په غورسره مطالعه کړي ترڅو ځانونه دهغه بلا څخه بچ کړوکوم چي موږ محوه کوي.
د ډاکټرصاحب د اوږده او صحت مند ژوند په هیله