د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس، جلالتماب حامد کرزى صاحب!
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته،
خداى دې د خپلو ناړامو چارواکو له شر او بلې هرې بلا په امن لره.
تاسو د افغانستان شراېطو ته په پام سره په يو لړ مصلحتونو ټينګار کوئ، البته په زياتو مواردو کې به مو حق هم وي، خو ځينې مصلحتونه مو بيا داسې دي، چې سړى هر څومره غور ورباندې وکړي، کومه معقوله او منطقي پايله ترې په لاس نه راځي.
مثلاً: په پاکستان کې د افغانستان تلويزيوني چينلونو ته د خپرېدو اجازه نشته، اما برعکس په افغانستان کې بيا (خيبر) ته پرته له کوم جواز او دليله په پوره خلاص لاس د فعاليت او نشراتو ور پرانيستى دى.
ددغه چينل خبريال، ستا له واليانو سره مرکې هم کوي، ستا د واليانو له خولو هغه څه راباسي چې له يوې خوا د دوى صلاحيت نه وي او له بلې خوا د افغانستان ګټو او حيثيت ته لويه ضربه ګڼل کېږي.
محترم کرزى صاحب!
آيا يوه ورځ دې له خپل اطلاعات و فرهنګ محترم وزير ډاکټر سيد مخدوم رهين څخه پوښتنه وکړه، چې ستا فرهنګي پاليسي دغه ضد ملي چاره څنګه توجيه کوي؟
آيا کله دې خپل مشاور وزير ښاغلى زلمى هېوادمل او خپل راسته وزير دروند کريم خرم کښېنول، چې که تاسو د افغانستان د حيثيت جنازې پورته کولو انتظار ياست، بيا نو ستاسو ضرورت څه شو؟
عجيبه لا دا ده، چې محترم رهين صاحب اوس غواړي د پېښور په کونسلګرۍ کې د افغانستان کلتوري مرکز لغوه کړي، په داسې حال کې چې په سفارتونو او کونسلګريو کې دا ډول فرهنګي مرکزونه يو عام نړېوال معمول دي.
جناب ولسمشر صاحب!
زه دا نه وايم، چې تاسو دې داسې عکس العمل وکړئ لکه دوه کاله مخکې چې مو په هلمند ولايت کې د يوه غېر لازمي کنسرت له امله د هغه ولايت معاون او اطلاعات فرهنګ رييس برطرف کړل، بلکې يوازې دا هيله کوم چې اول له خپلو مذکورو وزيرانو څخه سوال وکړه او ځان پوه کړه، چې د دوى د څه ډول ضروري مصلحت پر اساس هغسې فرهنګي پاليسي پلې کوي، چې د افغانستان د ابرو په خاورو کې تويوي او که مو بيا لازمه وليدله، نو ددغسې کړنو يوه ډېره ضعيفه غوندې توجيه له خپل ولس سره هم شريکه کړئ، چې ستاسو ملت هم لږ غوندې د ابهام له تيارو راووځي.
ډېر دروند رييس جمهور صاحب!
تاسو زموږ منتخب ولسمشر يې، موږ نه غواړو چې په دغه ډول ابهاماتو کې له خپل مېړني ولس سره ستاسو فاصله نوره هم زياته شي، ځکه دا ډول فاصلې هم تاسو او هم ستاسو حکومت او هم ستاسو تاريخي مسووليت ته دروند زيان رسوي او د دا ډول زيانونو تاثيرات بيا تر پېړيو پورې زياتېږي.
هيله ده، چې ستاسو په وړاندې به مې زياته ګستاخي نه وي کړې او ستاسو توجه به مې يوې مهمې مسئلې ته رااړولې وي.
ستاسو او ستا د کابينې ترمنځ د وضاحت او تفاهم په هيله
خداى مو سرلوړي او باعزته لره
د خداى په امان