د اې پي پي خبري اژانس د دغه هیواد د پوځي سرچینو په قول وویل چې د افغانستان دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي به په دې رسمي پنځه ورځني سفر کې د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو سره وویني.د بسم الله محمدي په مشرۍ افغان پلاوی به د پاکستان بېلابېلې ادارې هم وویني.د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي او ورسره ملګري پلاوي د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ د چک لالا هوايي اډې ته له رسېدو سره سم د پاکستان د پوځ د روزنې او ارزونې له عمومي رييس ډګرجنرال راحل شریف او نورو جګپوړو پوځي چارواکو سره خبرې وکړې له اسلام اباده بي بي سي وايي د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي پاکستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په لومړۍ ورځ اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي همکارۍ، سرحدي سیمو کې په امنیت، وړاندیز شوي ستراتژیک تړون او له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د بسم الله محمدي د یو شپږ کسیزه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ماښام اسلام اباد ته رسېدلی و.د پاکستان د پوځ مشرجنرال اشفاق پرویز کیاني کابل ته د نومبر په میاشت کې د خپل سفر پرمهال د افغانستان وزیر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه.د پاکستاني پوځ یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان د دفاع وزیر به جنرال کیاني ترڅنګ جګپوړو حکومتي او پوځي مشرانو سره په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې وکړي.افغان پلاوی به د پاکستان دفاعي مرکزونو لیدنه او اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون ته ورشي او دغلته به د پاکستاني پوځ افسرانو ته وینا هم وکړي.بسم الله محمدي په داسې وخت د پاکستان سفر پیل کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستو کې په پوله ترینګلتیا ډېره شوې وه، او سرچینې وایي چې دا به هم د دفاعي چارواکو د خبرو یو ټکی وي.د پاکستان او افغانستان ترمنځ وړاندیز شوی ستراتیژک تړون هم د خبرو موضوع ده.اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیي وزیر د وروستي سفر پرمهال پاکستان د وړاندیز شوي تړون مسوده هغه ته ورکړې وه.”پاکستان او افغانستان دواړو کې ستونزې شته، چې په خبرو کې دواړې غاړې یې په ګډه حل او له یوبل سره مرسته کولی شي.”د افغانستان له خوا پاکستان ته د ناتو د ځواکونو تر وتلو وروسته د راتلونکي پلان په تړاو ورکړې شوې ‘لارنقشه’ هم د دفاع د پلاوي د خبرو موضوع کېدی شي. ویلي چې پاکستان په دغه لارنقشه کې د بدلون وړاندیز کړی چې وروسته یوه ترمیم شوې مسوده پاکستان ته ورکړل شوې وه.د افغان پلاوې د سفر په اړه د افغانستان د دفاع پخواني وزیر شهنواز وویل دواړه هېوادونه باید د باور زیاتولولپاره کار وکړي.تڼي زیاته کړه چې دواړو هېوادونو کې ستونزې شته، چې په خبرو کې دواړې غاړې یې په ګډه حل کولو لپاره همکاري کولای شي.