افغانان د تاریخ په اوږدو کې د نړېوال نظم بدلونکي څرګند شوي ، خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې تل د ملي ذعامت د تشې له وجې د دغو بدلونو څخه د خپل هېواد په ګټه بې برخې پاته شوي دي . نه یواځې دا چې بې برخې پاته شوی بلکه بېرته په یو بله غمجنه لوبه کې ښکېل شوي . په 18 پېړۍ کې د انګلستان مستعمراتي نظم ، په شلمه پېړۍ کې د روس استعماري نظم او په 21 کې دا دی د امریکۍ د دموکراسۍ نظم رانسکور کړی ، دا چې وروسته بیا څه کېږي ګورو به .
امریکا د سړې جګړې د ګټلو وروسته د نوي نړېوال نظم د جوړولو به منظور کلونه وړاندی د تروریزم تر عنوان لاندی نوې افسانه د خپلو نړېوالو ستراتېژیکو ګټو په مؤخه جوړه کړه چې هغه د سپتمبر 11 ده . دا هغه لوبه ده چې د دروغو په ماهیت يي ټول سلیم عقلونه له ابتدا رسېدلي وه مګر په خواشینې چې ډېری سیاسي اماتوران يي تر اوسه په ټینګ باور مني . یو متل دی چې وايي : د شفتلو ټول پټی يي وخوړ ته يي لا اوس هم مږه ګڼې . په هر صورت را به شوو اصل بحث ته .
امریکې د خپلې نوې نړېوالې ستراتېژۍ د تطبیق لمړی ګذار د افغانستان پر خاوره د بن د غېر قانوني ، غېر حقوقي ، د غلو او جاسوسانو د یو ډلې په مرسته تر سره کړ، او د خپلې زړې ستراتېژۍ د یارانو( طالبانو) حکومت يي ړنګ کړ ا و زمونږ د هېواد به ځمکني بشپړتیا په پوځي بڼه حاکم شول .که څوک دغه حالت ته له نیواکه پرته بل خطاب کوي بې له شکه زه هغه ته کم عقل او یا هم د امریکې د پروژې مل وایم . کله چې یو هېواد د پردو تر پوځي ښکیلاک لاندی راغلې وي ایا په دغسې هېواد کې به حاکم سیاسي نظام ددې وړتیا ولري چې هغه دې ملي ګتې د اشغالګرو په وړاندې مطرح کړي ؟ ځما په اند د داسې غوښتنو مطرح کول او د هغو پروپاګنده د ولس او ځان غولول دي . زه د افغان لیکوالو او سیاست پوهانو څخه هیله کوم چې نور دې خپل قلمونه او ژبې د خپل هېواد پر اصلي موضوع را و څرخوي یعنی ولس ته دې د هېواد د اشغال موضوع تشریح کړي . په افغانستان کې د جګړې دواړه خواوې امریکا ده . طالبان ، مجاهدین ، غربي تکنوکراتان دا ټول د امریکې د جګړه مار سیاست افزار دي . د امریکې د سیاست اصلي بنسټ د دموکراسۍ د تحقق د شعار لاندې د نورو سرکشو ولسونو مهارول دي . غواړم په دې اړوند د امریکا د جاسوسي شبکې د پخواني مشر دالس هغه وصیت ته ستاسو پام راواړوم چې د امریکې کنګرس ته يي کړی وه :« دوهمه نړېواله جګړه ختمه شوه ، مونږ باید ، په زر ، زور او ټولو هغه امکاناتو چې په لاس کې لرو د روسي سرکش ولس د ځپلو او نیولو لپاره وکارو . ددې کار لپاره مونږ د ګډوډۍ داسی تخم کرو چې په غېر محسوس ډول د هغه ولس د هویت حقیقي ارزښتونه په جعل بدل او هغوی په دې باورمند کړو . ددې کار د سر ته رسولو لپاره مونږ په روسیه کې خپل همفکران ، متحدین او مرستندویان پېدا کوو او مرحله په مرحله به د نړۍ پر مخ تر ټولو سرکش ولس د نابودۍ کندې ته روان کړو چې په پاېله کې به ددې ولس شعور تغیر کړو ».
دلته باید یادونه وکړم چې د سي ای اې د سازمان پورته یاده شوې پالېسي د امریکې د بهرني سیاست اساسي شمزۍ ده دا یواځې د یو هېواد لپاره نه د مطرح شوې . ددې سیاست پلي کول په هر هېواد کې د حاکمو ټولنیزو ، سیاسي ،مذهبي ،کلتوري او اقتصادي شرایطو مطابق د ځانګړو لارو چارو له طریقه تر سره کېږي . امریکې د روسیي په وړاندي په ټولنه کې د الیګارشیانو په کمونست ګوند کې دننه د خپلو همفکرانو ګرباچوف ،السن او نورو په مرسته ګدودي رامنځ ته کړه . په افغانستان کې هغوی د پخوا روزل شوو د مخدره موادو د قاچقبرو، انسان وژونکو د 21 قرن د بشري جنایاتو د تر ټولو بدو هفت ګانه او هشت ګانه ….. او د ملا عمر د افسانوي طالبانو پواسط د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه ، او په افغانستان کې د دموکراسي پلي کول د نړۍ د 21 قرن د بشري جنایاتو مشرانو ته ور حواله کړه . یو متل دی چې وايي : مېږه يي پر لېوه وسپارله .
په داسې حالت کې کله چې یو هېواد تر اشغال لاندې وي او حاکم نظام د هغه چا په لاس کې وي چې کلونه کلونه يي د خپل هېواد د ملي ګټو او د دموکراسۍ د ارزښتونو په وړاندې د پردو په لمسون هېواد په کڼدواله بدل کړی وي د ملي ګټو د ساتني انتظار کول دا به منطقي وي ؟ زه فکر کوم چې داسۍ تمه کول به د سلیم عقل کار نه وي . که د ملي ګتو تعریف ته مراجعه وکړو چې هغه څه ته وايي نو هیڅ کله به سلیم عقل د موجوده نطام څخه د ملي ګټو د ساتنې او دموکراسۍ د ارزښتونو د پلي کولو تمه و نه کړي . ملي ګټې څه ته وايي : ملي ګټې د يوه هېواد د سياسي خپلواكي ساتنه، د دولت په كورني ژوند كې له بهر نه د هر ډول لاسوهنو مخنيوى ، د هغه د پولو ساتنه او داسې نور دي . همدا راز د يوه هېواد ملي ګټې د هغه مادي او معنوي زېرمو ته وده وركول ، د هغوى پر بنسټ د هېواد د وټندويې ، پوځي ، مالي ، پوهنيزو-تخنيكي او نورو ځواكونو پياوړي كول ، د هېواد د جيوپوليتيك اغېز پياوړي كول ،د وګړو د سوكالۍ ، كولتوري ، اخلاقي كچې لوړول ، او د ټولنې ذهني وده .
اوس به راشو چې زمونږ هېواد په رښتیا هم سیاسي خپلواکي لري ؟ د بن کنفراس او د هغه را وروسته ټول سیاسي مانورونه په خپله د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د سلبېدو تر ټولو روښانه بېلګه ده . ایا د هېواد په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهني نشته ؟ د تر 40 زیاتو نړېوالو داړه مارو هېوادو پوځي شتون ، د پاکستان او ایران ښکاره پوځي او استخباراتي حملي د طالبي او جهادي سپیانو په مرسته دا د بهرنیو لاس وهنو روښانه بېلګه ده . په همدا شان زمونږ د هېواد د سر شاره معدني زېرمو په اړوند ولس ته دقیق معلومات نه دي ورکړشوي د هغو په راسپړلو کې په سلګونو میلونه دالره غصب صورت نیولی چې په رسوايي يي شرق او غرب خبر دي دېر ښه مثالونه يي د مسو ، اوسپني ، د کنړ د سیند او د سلما د بند برېښنا او اوبه دي چې دا ټول د ایران او پاکستان د ملي ګټو قرباني شوي . په داسی شرایطو کې چې د یو هېواد ملي ګټې په چور او چپاول له منځه ځي ایا د دموکراسۍ چيغې به د دښمن د پالېسي یوه برخه نه وي ؟ زه هغه کسانو ته چې په ګردي مېزونو کې د خپل شهرت په خاطر د دموکراسۍ د نهادینه کولو چغې وهي دا وایم چې ته سیاسي استقلال نه لرې ، ملي ګټي د د بهرنیو تر تهدید لاندې دي ته څنګه وجدان لری چې د دموکراسۍ چیغې وهې ؟ دموکراسي یو عام مفهوم د قدرت د ساتلو وسیله ده ، چې د خلکو لخوا د خپلو استازو په ټاکنه تر سره کېږي . که چېرې یواځې دا موجود پارلمان ته ځوک ددموکراسۍ نوم ورکوي دا بیا د خلکو په سترګو خاورې شیندل دي او ولس به یو ورځ دا حساب کتاب ددې مافیايي وکیلانو سره کوي . ځما په اند هېواد تر نیواک لاندې دی ، ملي ګټي د هېواد د دښمنانو سره په معامله او خطر کې دي نو بنا دموکراسي یواځې د امریکي د اشغال شعار دي .
د دې لیکنې پاته برخه به په افغانستان کې د امریکې د سیا د اداري د فعالیتونو د ځانګړتیاوو او د هغه په وړاندې د افغانانو د یو واحد ملي دریځ د رامنځ ته کېدو لارې چارې په راتلونکو ورځو کې خپره شي .