دکندهارڅخه یو تازه خبر وایی ،چې تیره شپه دمحلي وخت پر ۱۲ بجودکندهارښارپنځمي ناحیي د ۱۷ حوزي څیرمه دپیروکلاچي په سیمه کي یوه درنه چاودنه وشوه. دلمړنیو مالوماتوله مخي په چاودنه کي اته پولیس اودوه نور شکمن کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي چې په چاودنه کې اووه کسان ټپیان شوي هم دي، چې شپږ کسه یې پولیس دي. دخبرې سرچینې په وینا پولیسو مخکي له چاودنې څخه له نیول شووشکمنوکسانوسره یوماین هم نیولی وو.
دکندهارولایت چارواکي وایي چي دغه چاودنه ،دپوليسو پر يوه رنجر موټر وروسته له هغه وشوه، چې پوليسو په سيمه كې يوماين كشف اوشنډکړ اودشنډ شوي ماين په تړاوله نيول شوودريو شکمنو كسانوسره يوځاى دخپلې امنیتي پوستې پر لور روان و، چې رنجر موټر يې په همدې سيمه كې دسړك ترغاړې پرځاى پر ځاى شوي ماين وربرابر شو او چاودنه را منځته شوه.
دپیښي په اړه پلټني رواني دي خو وسله والوطالبانو تر دي دمه څه نه دي ویلي .