کور / شعر / غزلونه

غزلونه

غزل


زړګۍ مې ستا د مينې شور وهلی
لکه ماشوم ورور چې وي، خور وهلی


په ژړا ساندو کې يې مينه ښکاري
لکه ساده غله چې وي کور وهلی


شمعې په اوښکو غلا له حسنه وکړې
په تنګ مين خيال په سره اور وهلی


د نفرت هر ځای ناکامي په برخه
په عقل ډېر دی جنون زور وهلی


د نفاق هڅو کې ژوندون شو سبا
نا اهله زوی ښېرا د مور وهلی


په ډېر هنر يې ګشمالي ورکړه
مطرب رباب په ټنګ ټکور وهلی


په نرمي سور شي د مغزو تارونه
دا روحاني توندۍ په لور وهلی





غزل


د مينې راز مې نن و زړه ته راځي
سايل امر مې د خيال وره ته راځي


د خانقاه ځنځير په زور شرنګوي
مطرب مېلمه شو و کاله ته راځي


پکې زړې نوې سندرې وايي
پېغلې دريې اخلي واده ته راځي


د حسن پوځ يې کړي پر سترګو ګذار
اوښکې يتيمې ګرېوانه ته راځي


هوښ مې له بزمه سره وتړل شو
ږغ د شپېلۍ ځکه و غره ته راځي


چې له اخلاص مې تهمت وشرمېدی
په نيت د ښکل مې اغيار پله ته راځي


چې روحاني اقامت واوري په غوږ
بيا مقترې هندو لمانځه ته راځي




 


غزل


له بېګانه وو مو نشتر خوړلی
هم مو پر لر هم مو پر بر خوړلی


پردي مې کور کې کوربانه ښکارېږي
په مېلمستيا يې را نه سر خوړلی


پښتون مې ستايي د نيرګ په لفظو
له تعبير سترګو يې نظر خوړلی


کوچۍ جونګړه شوه له حورو خالي
له ګودرونو يې اختر خوړلی


په پردۍ لومو کې اثير شومه زه
چې مې په خپله خپل هنر خوړلی


مينه و چا ته او له چا ته غواړې
رويبار د سولې قلندر خوړلی


مار د لستوڼي روحاني پېژني
لاښ د زمري چغال او خر خوړلی