دشنبې په ورځ دخوست ولايت مرکز اړوند د چولانو په سيمه کې د يو سربند بنسټ ډبره چې ٣٠٠٠ جريبه ځمکه به خړوبه وي کيښودل شوه .
د خوست ولايت مرستيال والي طاهر خان صبری لراوبر پاڼې ته وويل نومړی سربند چې د چولانو په سيمه کې د ٥ لکه امريکايي ډالر په لګښت جوړيږي ٣٥٠ متره اوږدوالی لري چې له امله به يې درې زره جريبه ځمکه خړوبه او د ١٢ سوه کورنيو ته به پاکې اوبه برابرې کړي .
د نوموړی په خبره چې ددغه بند په جوړيدو سره به د بزګرانو په مخکې هغه شته ستونزی چې پدې برخه کې ورسره لاس او ګريوان وو راکمې کړی شي .
صبري له مرستندويه ټولنو څخه ووغوښتل ،خوست خلک چې زياتره يې د کرنې په برخه کې په کار بوخت دي مرسته وکړي .
د يادولو وړ ده چې په تيرو څو مياشتو کې د خوست ولايت په بيلابيلو سيمو کې تر سلو زيات ديته ورته سربندونه جوړ شويدي.