د پولیسو په خبره په دی دوو ورځوکې ۲۳ کسه وژل سوي دي.
په وژل سوو کسانوکي د نوازشریف په مشرتابه د سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ یو ځايي مشر اوهمدارنګه د یوه روغتون مرستیال هم شامل دي.
پولیسو د دوشنبې په ورځ د ۱۲ کسانو له وژل کيدو سربيره د سې شنبې تر ورځي د ۱۱ نورو کسانو وژل تایید کړل. د پولیسو په وینا ټول وژل سوي کسان هدف ګرځول سوي دي.
د کراچۍ پولیسو د یوه ویندوی عمران شوکت په خبره د سې شنبې په ورځ د کراچۍ ښار په شمالي برخه کې دحسن عالم په نامه ډاکټر هغه مهال نا معلومو کسانو په ګولیوو وواژه، چې له کلینیک څخه کور ته روان وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه