دلندن فرهنګی یارانو دخپلوعلمی او ادبی غونډو په لړ کی دا ځل خپله غونډه دجنوری دمیاشتی په شلمه نیټه دهیواد دښه کیسه لیکونکی او لیکوال ښاغلی وکیل سوله مل شینواری په نوښت او کوربه توب جوړه کړه،غونډه دپښتو ژبی دخوږ ژبی شاعر ډاکټرذبیح الله حسن وروستی چاپی جونګ (په زخمونوکی سندری) کره کتنی ته ځانګړی شوی وه،
ددریځ چاری یی ښاغلی سپین تڼی پر مخ وړلی:
په پیل کی دغونډی برخه والودهیواد نامتو مورخ اولیکوال ارواښادزرملوال په ناڅاپی مړینه خواشینی څرګنده کړه او دهغه مړینه یی دټول هیواد له پاره یوه لویه او نه جبیره کیدونکی ضایعه وبلله،دغونډی برخه والو دهغه روح ته دجنت فردوس دعا وکړه ،او کورنی ته یی دجمیل صبر،دا ډول پریکړه وشوه چی ډیر ژر به دارواښاد زرملوال په یاد غونډه هم جوړوو:
ورپسی خوږژبی شاعر ښاغلی ډاکټر حسن په مجموع کی دشعر او بیا ددغی ټولګې په اړه معلومات وړاندی کړل او بیا یې له همدغه چاپی اثرنه یو شعر دغونډی بر خه والو ته واوروه،
وروسته بیا دهیواد ښه شاعراو لیکوال ښاغلی نظیف الله تکل دښاغلی حسن ددی نو ی چاپی ټولګی، په اړه خپله ژوره لیکنه واوروله ،چې په یوه برخه کی راغلې و:
(…شعر دشاعردتحت الشعوردعاطفی انعکاسی غږ دی،که داغږ دشعور ور اخوا له تیارو ګوډونو،چی کله کله په کی دالهام په نامه درڼا یو څرک لګیږی،راولاړ شو او دشاعر دزړه عواطف ورسره مله شول نو خامخا به په زړونو اغیز پریږدی،اوکه برعکس یی وشول نو شعر به یی بیا هغه خوند نه لری،
په زخمونو کی سندری دکتاب ډیر شعرونه ماته له دغه خونده برخه من ښکاری،
ډاکټر صاحب حسن یو طبیب شاعر دی،څومره چی طبابت ته ژمن دی ،همدومره په شعر مین دی،دده سروکار دزخمونو او دردونو سره دی،خو دهغو څړیکی یی هم مترنمی او سندریزی خوښیږی،
په دی هم پوه دی چی دځینو دردونو علاج طبابت نه شی کولی ځکه خو وایی:
پریږده طبابت دکوم ملنګ لمنه ونیسه
درد دعشق حسنه په دوا باندی رغیږی نه
……ډاکټر حسن دشعر ښایست او ښکلا دهغی په سادګی او روانی کی وینی،په قصدی او عمدی ډول نه غواړی چی خپلو غزلو ته دپیچلتیا قلفونه واچوی چی په کنجیانو پسی یی لوستونکی سرګردانه دپوهانو دروازی وټکوی:
راباندی مه غوړوه ولونه څڼی
پام کړه غزل رانه پیچلی نه شی
……ډاکټر صاحب په خپلو شعرونو کی دژبی اړخ ته هم پوره پام کړی دی،ځنی ښایسته ژبنی ترکیبونه یی په خپله جوړ کړی دی،لکه دسلګیو انګار،دفکر خوشبو،اوښکن،درنګ جامی،دقلم لمنه،دزړګی چاک،دنظر سپرغی،دڅڼو خوله…او ځنی نوی جوړ شوی ترکیبونو او له پامه خورځول شوي لغاتونه یی هم په خپلوغزلو کی په ډیر هنر شاعرانه کړی دی،
اسمانڅک دلوړ په مانا،دنیولوجیزم په وسیله جوړه شوی کلیمه یی هم ډیره خوږه استعمال کړی ده:
دحسن داسمانڅک تخیل ناوی
نن چی ټول خمار خمار وم ته رانه غلی
ښاغلی ډاکټر حسن زما په فکر هغه شاعر دی چی ژبی ته یی په شعر کی لومړیتوب ورکړی دی،هغه ژبنی ترکیبونه چی زموږ په کلیو او بانډو کی ویل کیږی،هغه باید په شعر کی راواخستل شی،زما په فکر ډاکټر صاحب دا کار کړی دی،په مجموع کی اوسنی پښتو شعر دپوخوالی په لور روان دی،
له نجیب احمدزی نه وروسته ښاغلی وکیل شینواری وویل:سره له دی چی دشعر په اړه خبری زما دمطالعی ساحه نه ده،خوپه دی ټولګه کی ډیر نوی شیان ګورم،کوم څه چی زما په نظر ډیر مهم دی هغه ژبه ده،دژبی کارول په شعر کی ډیر اړین دی،ځکه ادبیات په ژبه ولاړ دی،دا دژبی هنر دی،او ډاکټر حسن په دی کار کی ډیر بریالی دی،ډیره ښه ژبه یی په شعر کی کارولی او دغه کار دده شعر لا پسی ښکلی کړی دی،
له سوله مل صاحب نه وروسته نظری صاحب وویل:زما په اند دډاکتر حسن په شعرکی فکراو پیغام ډیر عالی دی،
له نظری صاحب نه وروسته خوږژبی شاعر غلام محمد کامه وویل:دډاکټر حسن ټول شعرونه ډیر ښکلی او په زړه پوری خو زما دهغه په شعرکی نوی شعری ترکیبونه او انځورونه ډیر زیات خوښیږی،هغه په خپلو خبروکی ددغو ځانګړوانځورونو یادونه هم وکړله او مثالونه هم وړاندی کړل،هغه وویل کوم څه چی دحسن په شعرکی دلوستونکی پام ځانته اړوی هغه همدغه نوی شعری ترکیبونو استعمال او کارونه بولم،
له ښاغلی کامه وال صاحب نه وروسته ښاغلی سیال شینواری وویل:
زه دډاکتر صاحب حسن شعرونه هر وخت لولم ماته ډیر خوندراکوی دهغه شعر زموږ داوسنی شعری بهیر ښکلی بیلګی جوړوی،
له ښاغلی سیال شینواری نه وروسته ښاغلی باوری هم دډاکټر حسن د شاعر ی ستاینه وکړله، وروسته بیاښاغلی غلام حضرت اعظمی دډاکټر حسن له نوی شعر ی جونګ نه یو ښکلی شعر زمزمه کړ اوله اعظمی صاحب نه وروسته محترم مجبور صاحب خپل یو شعرولوست چی دغونډی دبرخه والو له خوا وستایل شو،له ښاغلی مجبور صاحب نه وروسته بیا ښاغلی سلیم حیات خپله لیکنه چی دډاکټر حسن پر دغی نوی چاپی شعری غونډ یی لیکلی وه ،ولوسته هغه دخپلو خبرو په یوه برخه کی وویل:
(له هر څه نه وړاندی دا سوال راته دکتاب دسرلیک له لوستلو سره ذهن کی پیدا شو چی ایا زخمونه هم سندری وایی؟په زخمونو کی هم سندری ویل کیږی؟خو چی کله می دکتاب پاڼی واړولی نو پوه شوم او ومی ویل ….دا ډیر کلونه کیږی چی زموږ په هیواد کی ساندی په سندرو بدلی شوی دی،اوزموږ سندری هم ساندی دی
….څرنګه چی ډاکټر حسن طبیب دی له طبابت سره دیو حساس ذهن لرونکی پښتون شاعر هم دی،پښتون شاعر ځکه ورته وایم چی دده بښتنی ذهن کله کله دومره بغاوت وکړی چی بیا هغه ډاکتر حسن ….داسی یو انسان راڅرګندیږی لکه یو جنګیالی چی خپله خولی زغری،سپر او ډال وغورځوی او خکلی توره میدان ته راووځی،وګوری دده دغه رنګین غزل چی وایی:
برند به ورته ګوری په سلګو خبری نه کیږی
نه کیږ ی ظالم ته په جرګو خبری نه کیږی
راشه په مچکو چی دزړونو غوټی وسپړو
ټول عمر خو یاره په لیمو خبری نه کیږی…..
او ددی بر خلاف ډاکټر صاحب کله کله په شعر کی نړیوال شی ده ته بیا مذهب ،توکم بی توپیره شی خپله غیږه یوازی انسانیت ته خلا صه کړی وایی:
پوچ ذهن کی زیږی دمذهب او دتوکم توپیر
موږ دژوند پړاو کی بس انسان ته غوړولی غیږ
خو له دی سره یی خپل زوریدلی پښتون قوم هم نه دی هیر کړی وایی:
موږ خپله په غیرت او په پښتو ده ګرانه کړی
چی ټیټ سر په کی ګرځی بیا اسانه زنده ګی ده
دخولی په یوه معافی یی په سلګونه مړی معاف شی
نن بیا دپښتنو څومره ارزانه زنده ګی ده….
کله کله داکټر صاحب رومانتیکه شوخی هم کوی،که دی یوخوا خلکو ته دارو درمل ورکوی نو بل خوا خپل معشوق او محبوب ته دچل اوبهانو نسخی هم ورکوی وګوری:
له طبیب نه خلک چا دی منع کړی
په پلمه دناروغی ورشه حسن ته….
یا لکه دا شعروګوری:
هسی زړه به دحسن درته کلک ښکاری
دی ډبره کی چینه لری دمینی…….)
له ښاغلی سلیم حیات نه وروسته دغونډی وروستی ویناوال راقم الحروف و،هغه هم د ښاغلی ډاکټر حسن ددغی چاپی ټولګی په اړه خبری وکړلی،دخپلو خبرو په برخه کی وویل:
که له مانه څوک پوښتنه وکړی چی دډاکټر حسن طبابت دی خوښ دی که شاعری؟نو زما جواب به داوی چی :دهغه له طبابت نه می دهغه شاعری خوښه ده،سره له دی چی له دی نه مخکی دډاکټر حسن دری شعری ټولګی د بهیر،داوښکو زنځیرونه،شنی زرغونی په اوښکو کی هم چاپ شوی دی (شنی زرغونی په او ښکوکی)دکتاب مخکتنی کی هم ددی کرښو هیچمدان ویلی ووچی:ډاکټرحسن د یوه ښه طیب په څنګ کی یو ښه شاعر هم دی،خو په دی وروستی شعری ټولګه کی زه اوس په دی نظر یم چې هغه تر ښه طبیب نه یو ښه شاعردی دهغه په دغه شعری ټولګه کی کوم ټکی چی زه یی یادونه کوم هغه دا دی چی شاعر په دی ټولګه کی دنو رو ټولګو پرتله مخ پر بره روان دی،دغه شعری ټولګه که دهغه دنورو چاپی ټولګو سره پر تله کړو نوبی له شکه به درنه وخیژی هم دمفاهموله پلوه اوهم دشعر دنو رو ځانګړنو له پلوه وګوری:
زما دتاک وطن باداره
هر یو رګ دی وزبیښلو
جام دی واړوه په غاړه
دکوپړیو په کاسو کی
اوس یو څو خلی خاشی خو
ددی وچ تاک دخاښونو
اشیانی ته زموږ پریږده
ډاکټر حسن په خپلو خبرو کی وویل چی په دغه شعری ټولګه کی زما دیو نیم کال شعرونه راغلی او شمیر یی دیوسلوپنځوسو په شاوخوا کی دی،نوکه داسی وی نو زه په زغرده ویلی شم،چی ډاکټر حسن به لومړنی پښتون شاعر وی چی په دغومره لنډه موده کی یی دومره ښه شاعری کړی ده،
دشکل یا دجولی له پلوه ممکن ددی شعری ټولګی ټول شعرونه دشعر په زاړه فورم کی وی،خو دمنځپانګی له پلوه بیاډیر څه په دغه شعری غونډ کی موندلی شو،ځنی شعری ترکیبونه که څو څو ځلی تکرار شوی هم دی،خوخپل خوند او رنګ یی ساتلی دی،ددی په څنګ کی ډاکټرحسن خاموش طبیته،مینه ناک ،دردیدلی او خوږ انسان دی،فطرتا له انسان سره دومره مینه لری لکه څومره چی له شعر او شاعری سره یی لری،
دغونډی په ځای ځای کی دغونډی دچلوونکی ښاغلی سپین تڼی له خوا دلنډو یادونو ترڅنګ ددغی چاپی ټولګی نه بیلګی هم وړاندی کیدلی،چی دغونډی خوند او رنګ یی زیات کړی وو،غونډه ښاغلی نام حق زیرک له خواد یوه طنزپه لو ستلو سره پای ته ورسیدله.