د جمعې په ورځ د پکيتا ولايت د سيدخېلو په سمه كې د خوست اوګردېز ترمنځ پرغځيدلي لويه لار د وزي ځدران ولسوالۍ د اداري مدير په موټر وسله وال بريد شوى.
چارواكي وايي چې د په پېښې په پايله كې د ولسوالۍ اداري مدير اود نوموړی موټر چلونكى دواړه وژل شوي او موټر هم ويجاړ شويدي.
د يوبل خبر له مخې دهفتې ورځ په سهار خوست ښار ته نږدې د شمل په نوم سيمه كې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ د امنيې قوماندن په موټرپسې ماين چاودنه شوي .
د ګربزو ولسوال محمداكبر ځدراڼ لراوبر پاڼې ته وويل چې دګربزو ولسوالی امنيې قوماندان له خپل كور څخه دندې ته روان و په موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې د قوماندان په ګډون پنځه تنه سرتيري ټپيان کړل .
ده زياته کړه چې پوليسو يې د پيښې په تور يو تن نيولی دی .
د دولت ضد وسله والو کسان د دواړو پيښو پړه پرغاړه اخيستي ده .