کور / خبرتیا او پيغامونه / بلجيم کلتوري بهير:د زرملوال مړينه بده پېښه ده

بلجيم کلتوري بهير:د زرملوال مړينه بده پېښه ده

په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د خواشينۍ پيغام

په ډيره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي افغان لوړ شخصيت او د پښتونستان د ازادۍ سرلاری ، او مشر پښتون غلام محمد زرملوال له دې نړۍ څخه د ابد نړۍ ته وکوچيد ،
روح دي ښاد او ياد دي تــل وي .
بلجيم ميشتي افغانان او افغان کلتوري بهير ټولو افغانانو او په تيره بيا د پښتونستان د ازادۍ مبارزينو ، او هغوی چي د لوی افغانستان د مبارزې مشعل وړي ، د زړه له کومي تسليت وړاندي کوي او دا د افغانانو له پاره دا يوه لويه بده پيښه ګڼي .
د دی سره سره چي زموږ د ټولو انسانانو د سفر وروستې تم ځای ، ابدي نړۍ ده خو کله کله د سر سړي د لارښود په ډول په دی سفر کي داسي ځای نيولۍ وي چي د سفر ملګري په ډاډه وي ، او کله چي ځای خالي سي ، د ډکولو له پاره ټول لاروي د غم پر ټغر کښينوي .
بلجيم افغان کلتوري بهير د استاد زرملوال د فکر او انديښنو سره ګام پر ګام ملګری او د استاد پښتونواله به د خپلو کړنو سرکرښي وګرځوي .

بلجيم افغان کلتوري بهير
مشرتابه جرګه
بروکسل ۲۱.۱.۲۰۰۳