کندهار افغانستان- کندهار والي نن د ولايتي بيارغوني ټيم له پوځي او ملکي مشرانو سره په ليدنه کي وويل چي نړيوالي مرستندويه ادارې دي د محلي حکومتدارۍ د پياوړتيا لپاره په خپلو ادارو کي دولتي مامورينو ته وظيفې نه ورکوي.
نوموړي وويل چي دامهال يو لوى شمېر مسلکي کندهاريان چي مخکي يې په دولتي اداراتو کي وظيفې درلودې د مرستندويه ادارو سره د زياتو معاشاتو په بدل کي کارونه کوي چي دې چاري ولايتي ادارې ته بدي ستونزي را پيدا کړي دي.
هغه همداراز وويل چي ډيرى پروژې د ولايتي ادارې او ولسي استازو له خوښي پرته سرته رسيږي چي دغه کار هم په عين وخت کي ستونزي زېږوي او ځيني وختونه خو حتى له دولتي او ولسي مقاماتو سره راپور هم نه شريکيږي.
په ننۍ ليدنه کي چي ماپښين د کندهار والي د کار په دفتر کي وسوه د ولايت په سطحه د پرمختيايي پلانونو د جوړېدو او بيايي د عملي کېدو د بهير په تړاو اوږد بحث وسو او هغه ميکانيزم چي دکارونو د بهترۍ لپاره جوړ سوى و تشريح سو.
ددغه ميکانيزم سره سم به ټولي پروژې د کلي له سطحې څخه شروع کيږي چي وروسته به تر کلسټر، د ولسوالۍ تر شورا او بلاخره د والي تر مشرۍ لاندي د ولايتي پرمختيايي کمېټې له تائيد وروسته عملي کيږي.
د نن ورځي په غونډه کي تر ٢٠١٤ کال وروسته د کندهار پر حالت باندي خبري وسوې او کندهار والي وويل چي له دې درکه هيڅ راز اندېښنه نه لري ځکه نړيواله ټولنه ژمنه ده چي اوږدمهالي همکارۍ وکړ ي او همداراز افغانان هم پر ځان د بسيا کېدني په چل بلد سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه