په کابل کې د نن چاپ ورځپاڼو خپل ډیر مطالب د کابل د ترافیکو پر ریاست د دوشنبې د ورځې وسلوالې حملې او په بندیخانو کې له بندیانو سره د بد چلند په اړه د یوناما د وروستی راپور په اړه لیکلي.
هېواد:
هېواد د وزیرانو د تیرې ورځې غوڼدې ته په اشاره لیکي، چې په بندي خانو کې یي د بندیانو د ځورونې راپورونه بې بنسټه بللي او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړی، چې دغه مساله وڅیړي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو رپورټ اروپايي ټولنه اندیښمنه کړې.
ورځپاڼې لیکلي، چې اروپايي ټولنې له افغان حکومت څخه غوښتي، چې په زندانونو کې د شکنجې عاملین په سزا ورسوي.
ویسا:
د ویسا غیر دولتي ورځپاڼی بیا تر ډیره په هېواد کې امنیتي مسایل څیړلي، خو په یوه مطلب کې یې په پاکستان کې د امریکې د سفیر هغو څرګندونو ته اشاره کړی، چې ویلي دي، امریکا پاکستان له تروریزم سره مقابلې لپاره مجهزوي ترڅو له تروریستي حملو او بمب ایښودنو سره مقابله وکړي.
ویسا د نیشن ریچارد اولسون د ورځپاڼې څخه په نکل لیکي، چې په پاکستان کې د امریکې سفیر د هغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر رحمن ملک سره په کتنې کې ویلي، چې امریکا له پاکستان سره خپلو اړیکو ته زیات ارزښت قایل دی او له تروریزم سره د جګړې په موده کې د پاکستان له سر غړونو قدرداني کوي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې هم تر ډیره امنیتي مسالې څیړلي او خپله سر مقاله یي له طالبانو سره د سولې خبرو ته ځانګړی کړی.
د ملي ارمان سرمقاله لیکونکي، په دی باور دی چې په تیرو اوو ورځو کې په کابل کې ښار کې د دوو وسلوالو حملو چې په کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په اړه باید حکومت بې توپیره پاتې نه شي.
سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي، چې دولت اوس هم له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي.
سر مقالې لیکلي، خلک په دی باور دي چې طالبان د پردیو مزدوران دي او باید په زور او قوت له منځه لاړ شي.
د ورځپاڼې په لیکنه اوس مهال چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور لري طالبان په داسې جنایت لاس پورې کوي، نو که دغه قواوې ووځي څه مصیبت به پر افغانستان راشي.
د سرمقالې په پای کې د تیرې ورځ د کابل د ترافیکو پر ریاست وسلوالې حملې ته په اشاره سپارښتنه شوې، چې امنیتي مسولین دې د دا راز حملو د مخنیوی لپاره سم تدابیر ونیسي.
محور:
د محور ورځپاڼې په داسې حال کې چې په تیرو څلورو میاشتو کې یي د وسلوالو طالبانو د حملو په نتیجه کې یې سوداګرو ته رسیدلی زیان ۳۰ میلیونه ډالره ارزولی لیکلي، چې طالبان د واک مکمل تصاحب غواړي نه ونډه.