زموږ په ګاوند کښي د څو ورځو څخه د یومذهبي رهبر په مشری دژوندانه هرڅه په ټپه ولاړوه.
د پاکستان حکومت د مذهبي عالم طاهرالقادري سره اسلام اباد کښي د پارلمان مخ ته د حکومت ضد ستر لاریون پر پای ته رسولوهوکړه وکړه.
د ښاغلي قادري ملاتړي چي په خوراسړې هوا او توندو بارانونوکښي يې لاریونونو ته ادامه ورکړې وه،نوموړی لاریون د لنډ وخت دپاره په اخ وډب واوښت،مګر مرګ ژوبله يې هیڅ نه لرل.،او په ټوله کښي دا يو سوله ايز لاريون و.
د پاکستان واکداران چي کله خپل په کور کښي په مشکل کښي واقع کیږي ډیرژر يې حکومت او څارګري ادارې د مشکل د له منځه وړلو داسي ډیموکراټیک،اصولي،بشردوستانه او د خلګو په خوښه پریکړه کوي.
نړیوالوته دا په ډاګه کوي چي دپاکستان د خلګو د خوښي حکومت د بشردوستی او ډیموکراټیکو اصولو په رڼا کښي د خپل ملت ستونزي او کړاونه هواروي.اونړیوالو ته ثابتوي چي حکومت يې په سیمه کښې د ډیموکراسۍ،بشردوستۍ،او انساني عاطفې له مخي ستونزي هواروي.
خو په حقیقت کښي پنجابي واکداران دوه مخي ډیپلوماسي مخته بيايي،دوی نه یوازي په ریښتینه توګه په بشردوستۍ، ډیموکراسۍ،او ولسواکۍ باور نه لري،بلکي په لوی لاس په ځینو ایالتونو کښي د خپلو شومو اهدافو او پر واک د پاته کیدو لپاره ولسونه جنګوي.تر ټولو ښه بېلګه يې د پښتونخوا ایالت والي(ګورنر)د دفتر مخ ته هغه پښتانه بدبخته لاریون کونکي وه چي دغه ځای ته يې د لسګونو وژل سویو کسانوجسدونه هم راوړي و.
پنجابي واکدارانو دغه کسان په زور او وښکې بهوونکي ګاز په وسیله تیت او پرک کړل،د مړو خپلوانو په ډاګه ویل دغه کسان هغه چا ووژل چي (یونیفورم)یا عسکري درېشئ يې لرلې.دپښتنو لاریون کوونکو غوښتني دا وي چي ټولي ستونزي باید د پښتانه قوم د جرګو او مرکو د لاري حل سي خو پنجابي واکداران دا کار کله کوي.
هغوی په دې عقیده دي چي د خلګو ستونزي یوازي په تور پنجاب یا اسلام اباد کي باید په ډیموکراټیک او سوله ايز ډول حل شي،نه په پښتونخوا کښي.
پنجابیانو ته یوازي خپلي تور سري کوچنیان او بوډاګان ارزښت لري،نه د پښتونخوا هغه ځوانان چي په تابتونو کښي د دوی د دفترونو مخ ته پراته وه.
نوموړی ایالت هسي هم کله ناکله د افغانستان د حکومت یا خلګوپه خوله د ډیورنډ کرښي په نامه یادیږي.په دې سیمه کي دوی باید د تشنج او زورزیاتی څخه کار واخلي،ځکه په افغانستان کښي هسي هم خلګ د حکومت څخه خپل حقوق په زور او تاوتریخوالي تر لاسه کوي.ښه بیلګه يې د ۱۳۹۰د وری د میاشتي د هیواد په لویو ښارونو کښي د قرآن کريم د حریق په تړاو ستر لاریونونه وه. په ځانګړې توګه په کندهار کښي چي په پایله کښي يې تقریبآ ۱۸ کسان ژوبل او ۱۰کسانو خپل ژوند د لاسه ور کړ.
زموږ او د دوی لاریونونه څومره توپیر لري،هغوی شپې او ورځي په توند باران او سړې هوا کښي سباء کوي،ځوانان يې د کرکیټ او نورو مهالي لوبو په تر سره کولو حکومت ته پېغام ورکوي چي هغوی خپل حقوق غواړي،فساد،بي کاري او لوږه دي ورکه سي.
ولي دا هرڅه په افغانستان کښي په زور او تاوتریخوالي تر سره کیږي،دلته په لاریون کوونکو کښي دا بیره وي چي د لاريون له وجي په سپینه ورځ عامه شتمني،ناموس،عزت او سر ته ګواښ پېښ نسي.موږ چي کله لاریون کوو باید ښه په درنو او سپکو وسلو سمبال يو ، د ځينو سره د لاريون په پيل کي د خلګو شتمنيو د لوټ فکر ورسره وي،آن تر دې چي په ځینو مواردو کښي د خارجي مؤسیساتو پر دفاترو حملې کيږي.
دا په ټوله کښي د ولسواکۍ،ډیموکراسۍ او حکومت دارۍ د اصولو په ټکر کښي دي.
د حکومت نړول او درول ډیر اقتصادي زیانونه لري او دا کار د هیوادونو په زیان دی.
د حکومتي ادارو هغه بي تجریبې او نوي عساکر چي د درو یا شپږو میاشتو د پولیسواکاډمی څخه فارغ سوي وي هم باید پرلاریون کوونکو د ټوپک خوله ور خلاصه نکړي،دا يې ستر مسؤلیت دی چي د خلګو امنیت وساتي،او د عامه شتمنیوخوندیتوب په پام کښي ونیسي.موږ يې باید له نورو زده کړو چي هغوی څنګه د ستونزو او مشکلاتو په وخت کښي انساني تقدس او بشري حقوق په نظر کښي نیسي.
هغوی خپلو اهدافو ته ډیر ژر ځانونه رسوي،ولي موږ بیا برعکس ډیر ژر خپل دوستان اوملګري هدیرو او روغتونو ته لېږو،چي دا کړني د ګټي پر ځای زموږ ولس ته يو عالم زيانونه تر شا پريږدي .
په ټول هېواد کښي د سولي،ریښتني حکومت دارۍ او ولسواکۍ په هیله