کور / هراړخیز / لرغونی فرهنګ په اوسني کندهارکښي

لرغونی فرهنګ په اوسني کندهارکښي

په کندهارکښي تقريبا دري نيم سوه کاله مخکي دشاه حسين هوتک لخوا څخه ادبي دربار رامنځ ته سو چي په هغه کښي به ادب پالان وخت په وخت راټوليدل او غونډي به یې کولې، په هغه وخت کښي هم دشاه حسين هوتک لخوا په داسي اندازه شاعران او ليکوالان راټوليدله چي هغوئ به په دغه ادبي دربارکښي په بيلابيلو وختونو کښي خپل ادبي مجلسونه ژوندي ساتل او دشپي لخوا به یې په ادبي ناستو خپله تنده ماتوله خو له هغه څخه راورسته دا لړۍ را روانه سوه او نورو ادبپالانو به هم د دوئ په څېر دشپې لخوا داسي ادبي مجلسونه جوړول او خپله ادبي تنده به يې په ماتوله .
دا لړي راروانه ده تراوسه راروانه ده ، تر اوسه پوري هم کندهاريان هغه دود پالي او دشپي لخوا څخه ادبي مجلسونه جوړوي چي ښه مثال ئي دتيري پنجشنبې ادبي ناسته ده .


دکندهارفرهنګيان دهري پنجشنبي په ورځ دکندهارپه ادبي دربار (روهي ادبي بهير ) کښي راټوليږي اومشاعرې کوي نو دتيري پنجشنبې په ورځ چي کله ادبي ته ورغلم هوا ډيره يخه وه خو دملګرو له ادب سره دزياتي ميني پراساس راغلي ول او مشاعره ئي په دا يخ کښي په خورا تودواحساساتو سره پای ته ورسوله. دوی دمشاعري په پاي کښي د دروازي په مخ کښي سره راټول دي او دملګرو يو ځای کيدو ته انتطارباسي ‎ ملګري سره رايو ځاي سوه .


ددو شعري ټولګو درلودونکي شاعر واصل حسنيار ږغ وکئ چي نن دفرهنګپاله شخصيت حاجي محمد انور اثير په کورکښي دتيرپه ځل بيا ادبي مجلس دی نن ټوله ځو هلته  موټر ئې هم رااستولی دی ټولو ملګرو کورنو ته دټليفون دلاري خبرورکړئ چي نن نه درځو ملګري چي ټوله دلته په ادبي دربارکښي سره راټول سوه نو دملګرو سره  يو ځاي په موټرانو کښي ناګهان ته چي دکندهارولايت دارغنداب اولسوالي مربوط يو ښه باغ لرونکي کلی دی هلته ولاړو او قومي مشرانو ځوانان اوسپين ږيرو دهغه کلي دا هم راټول سوي وه چي شمېر يې ۴۱ کسانو ته رسيدئ.


په دغسي ادبي مجلسو کښي بيا هغه دپخوا په رسم رواج باندي يو غټ سترخوان هواريږي او ډوډي خوړل کيږي له ډوډۍ وروسته بيا ادبي بانډار يا مشاعره شروع کيږي دغه ادبي بانډاربيا پر درې برخو باندي ويشل کيږي په لومړي برخه کښي قاري صاحبان دقران شريف سپڅلي اياتونه تلاوت کوي او په دوهمه برخه کښي بيا ترنم ويل کيږي او په دريمه برخه کښي بيا شعرونه ويل کيږي ، دا ادبي بانډارهم دتېر په څېر دشپې پرڅلوربجې په دعا ئي ويلو سره پاي ته ورسيدئ.



تردې دمخه د دوو مياشتو په موده کښي دځوان شاعر حبيب الله قلم مل په کورکښي داسي ادبي مجلس جوړسوی او همدا راز دښاغلي ګران اغا الفتيار په کورکښي داسي ادبي مجلس جوړ سوی وه تقريبا ديوې مياشتي په موده کښي دکندهارفرهنګپاله شخصيتونه داسي ادبي مجلسونه په خپل کورکښي دشپي لخوا جوړوي او خپله ادبي تنده پري ماتوي. ددې مياشتي په پای کښي ملي تجار او شاعر حاجي محمد اکبر نعمتي په خپل کور کښي دتير په څير داسي ادبي مجلس جوړوي چي هغه ته بيا دجنوبي پښتونخوا ميلمانه هم راځي.


دکندهارخلک له ادب سره دزياتي ميني پر اساس هميشه داسي مجلسونه  جوړوي او ادبپالان پکښي راټوليږي اوادبي مجلس جوړوي خودايوازي شرط نه دي چي هرڅوک چي داسي ادبي مجلس په کورکښي جوړوي هغه بايد شاعريا ليکوال واوسي زيات وخت په داسي ادبي مجلسو کښي زموږملي تجاران  اوفرهنګپاله شخصيتونه داسي ادبي مجلسونه جوړوي چي ښه مثال ئي په اکثره ودنوکښي ليدل کيږي چي دواده په مراسمو کښي هم دوی داسي ادبي مجلسونه جوړوي له يوي خوا څخه دپلاراو نيکه راپاته دود ژوندی پاته سي له بلي خوا څخه ئې خپله ادبي تنده په ماته کړې وي زه اوميد لرم چي په اينده کښي به داسي ادبي مجلسونه نور هم جوړيږي.