کور / نوميالي / ملي مبارز غلام محمد زرملوال

ملي مبارز غلام محمد زرملوال

د غلام محمد زرملوال دعا


انجنیر غلام محمد زرملوال د غلام حیدرخان زوی، د یارمحمد خان لمسی د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ساکو په  شملزيو  کې په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د وري په میاشت کې زېږدلی دی.  غلام محمد زرملوال دري زامن او یوه لور لری.


لومړنۍ زده کړي یی د ساکو په لومړنۍ ښوونځۍ کې په کال ۱۳۲۶ لمریز کې پیل او په ۱۳۳۳ لمریز کې یې په بریالیتوب سره پای ته رسولي. په کال ۱۳۳۴ لمریز کال کې په کابل کې حربي ښوونځۍ ته داخل او بیا وروسته د انجنیري پوهنځۍ ته شامل شو او په ۱۳۴۳ لمریز کال کی یې له دي څانګې خپل بری لیک ترلاسه کړ. دهغه وخت د ملي دفاع وزیر په لارښوونه نوموړی او دده څو تنه ملګری د کانو او صنایعو وزارت ته معرفي او نوموړې د افغانستان د کارتوګرافي په اداره کې په کار پیل وکړ.


غلام محمد زرملوال - انګلستانزرملوال په کال ۱۳۴۶ لمریز کې دولتي بورس تر لاسه او د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته ولاړ. په کال ۱۳۵۰ کې یې د لندن د اکسفورډ پوهنتون څخه د ماسټري سند ترلاسه او هېواد ته راستون شو. او بیا یې هم په هماغه کارتوګرافي اداره کې کار ته دوام ورکړ. څه موده وروسته د کانو او صنایعو د وزارت په لارښوونه د بګرامیو د ټوکر جوړولو (نساجي) په فابریکه کې د ساختماني چارو امر مقرر شو.


په ۱۳۵۶ کال کې په افغانستان کې د بریتانیا په سفارت کې د افغانستان له حکومت سره د ارتباط مسوول وو.  د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی په میاشت کې افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او یو ګڼ شمېر مظلوم اوبې ګناه افغانان زندانونو ته وردننه او زیاتره یی بي محکمې ووژل شول. په دې لړي کې غلام محمد زرملوال دشپږو میاشتو لپاره هم زنداني شو او له نېکه مرغه نوموړي له زندان څخه خلاص او څه موده وروسته پاکستان ته مهاجر شو.  هلته د پېښور سپیشل برانچ له اړخه ددریو میاشتو لپاره بندي او بیا خوشي شو. له هماغه څخه انګلستان ته مهاجر شو.


نوموړي د بي بي سي د نړیوالي راډیو د مانیټورنګ په څانګه کې له ۱۳۶۰ څخه تر تقاعده په کار بوخت وو او په همدغه موده کې د بی بی سی د پښتو نړیوال سرویس سره د ویاند، شنوونکي او ژباړونکي په توګه هم دنده ترسره کوله. د زده کړو ترڅنګ یې د افغانستان د تاریخ او سیاست پراخه او ژوره مطالعه وکړه.


غلام محمد زرملوال په پښتو او انګلیسي ژبو ګن تصانیف او ژباړې کړیدي.  په پښتو ژبه کې د نوموړي مهم چاپ شوي او ژباړل شوي اثار په لاندي ډول دی:


((دنړۍ تاریخ ته یوه کتنه))، ((زما ولس به ژوندی پاته شي؟))، ((د تیلو جنګ))،((ارګ یا مرګ))، ((له مهاجره تر مجاهده))، ((دپیریانو جګړه))، ((تر وروستۍ افغانه -۵ ټوکه))، ((احمد شاه ابدالي جرګه))، ((د بنګله دېش بې ستري))، ((پاکستان یو مصنوعي هېواد دی)) او ټول یې ۴۴ کتابونه لیکلي او یا ژباړلي دی.


په انګلیسي ژبه کې یې مهم چاپ شوي اثار په لاندي ډول دی:


·         په ۱۹۲۲ کال کې (Fir in Kabul) یا اور په کابل کې


·         په ۲۰۰۹ کال کې (A case of Peace against War) یا سوله د جګړې په مقابل کې


·         په ۲۰۱۰ کال کي (The Swansong of a sinking stooge)


ترچاپ لاندي اثار یي په لاندي ډول دی:


·         نوموړي یو بل کتاب چې (Breaking the Mould) یا د پاچاهي ماتولو په نوم لیکلي، د ایډ‌یټ چارې یی دده د کورنۍ له خوا پرمخ ځي او په لندن کې به د نوموړۍ د کورنۍ له خوا چاپ شي.


·         د مرحوم ((تر وروستۍ افغانه)) د مهم تاریخي اثر پنځم ټوک هم تر چاپ لاندي دی چې په نیږدي راتلوونکې کې به په کابل کې له چاپه راووځي.


 دغلام محمد زرملوال لپاره لاندي پیښي دده د ژوند خوشحاله شیبې وي:


·         په ۲۰۱۱ کال کې د ډیورنډ د مصنوعي کرښې په اړه د کنفرانس تیاری او په کې ګډون.


·         د افغانستان د حالاتو په اړه چې حالات به انشاالله په سم لوري ولاړ شي او افغانستان به نور د دداخلي او بیروني دوښمن څخه وژغورل شي.


·         نوموړي ځوان نسل چې په افغانستان باور لري او د لوی افغانستان هیلې له ځان سره لرلي، ډیر ویاړل.


·         په خپله کورنۍ او اولادونو که په لندن او کابل کې وو، ډېر ویاړل او ډېر یې هڅول.


·         د خپلو لیکنو او کتابونو د لوستونکو په تعداد به ډېر خوښ وو.


دده د مبارزي اساسي ټکي:


·         د الله په وحدانیت کلک باور


·         په افغانستان کې سوله او امن د عدم تشدد له لاري


·         له ځان او ملګرو سره رېښتینولۍ او صداقت


·         له خپل ولس  سره غیر مشروط مینه


·         د پېښو او ستونزو سره له مثبتو لارو مقابله کول


·         د مرګ تر بستره پوري د خپل هېواد لپاره  نه ستړې کېدونکې هڅي کړیدي.


دده د ژوند ځیني خاطري:


 برید جنرال حبیب الله زرمتی وایی:  چې تېر کال زرملوال په کابل کې په يوه غونډه کې ګډون کړى و، ما له مرحوم زرملوال څخه چې مخ ته يې د سیني او سږو د تکلیف له امله دسمال نيولى و، پوښتنه وکړه.: ((چې زرمه وال صيب! له دغې ککړې هوا څخه ځان ساته!)) ده ځواب ورکړ، چې ((ککړه هوا ما نه ناروغه کوي، بلکې د خلکو ککړې خبرې ما ناروغه کوي.)). هغه تل هڅه کوله، چې موږ باید ذهنونه او فکرونه جوړ کړو.


یو وخت ما زرملوال صیب ته وویل: ((چې ستا سوانح راکړه، چې زه یې په انټرنیټ، ګوګل او ویکیپیډیا خپري کړم. مرحوم راته وویل: ((زه دومره لوی سړی نه یم، چې سوانح ولیکم او پر انټرنیټ یې خپرې کړم)). په رښتیا چې لوي انسان وو، اوس خو مصنوعي مشران هر چېرته شته، اما د حقیقي مشرانو سوانح هم څوک نه را اړوي. ما ددې لیکنې پر مهال هم یو ځل بیا ګوګل او یاهو ښه وپلټل، اما سوانح مي ونه موندله.  لوی انسانان کار کوی، فکر غزوی، په ځان ښودنه او مطرح کولو یې نه تمرکز وي او نه ورته وخت لري او نه یې لومړیتوب.


د استاد صدیق پسرلی کشر زوی اجمل پسرلی چې مطبوعاتي نوم یې شیبر دی. له مړیني درۍ اونۍ دمخه مرحوم زرملوال ته ټلفون کړی وو، او د مرحوم د صحت پوښتنه یی کوله. مرحوم زرملوال ښاغلي شیبر ته ویلی وو: ((چې له پښو غورځېدلی یم، خو ښه یم))، شیبر  ورنه پوښتنه کړی وه: ((چې له پښو غورځېدلي یې او ښه یې؟)). مرحوم زرملوال په ځواب کې ورته ویلي وو: ((چې ګوتې مي ښوري او لیکل ورباندي کولاي شم، نو ښه یم)).  مرحوم زرملوال د مرګ په بستر د خپل ولس د ويښتابه لپاره قلم په ګوتو کې نیولي. ای کاش! د افغانانو ازلي دوښمنان نور زموږ فکرونه مړه نه کړي او غولېدلي داخلي دوښمنان نور په دې پوهه شي چې د قلم ماتول څه مانا لري؟


مرحوم زرملوال خپل دویم زوي غلام جیلاني زرملوال ته  له مړینې څخه درې ورځې وړاندې د سکايپ له لارې د کورنۍ غړو ته ويلي و، دى باوري دى چې په افغانستان کې به داسې مثبت بدلون راشي، چې افغانان يې هېڅ فکر هم نه کوي. مرحوم زرملوال د سکایپ غوښتنه ځکه کوله چې زوی ته یې ویلي وو چې زه نور کابل په ژوند د تللو جوګه نه یم.


دده اخرني خبري چې د مرګ په کټ یې ورسره حاضرو د کورنۍ غړو او ملګرو ته کړېدي دادي: (( زه به هیڅکله له خپلو ملګرو سره خیانت ونه کړم او نه به دوکه ورکړم. لطفا خپلو ملګرو سره دوکه مه کوي)). مرحوم د خپلو خبرو په دوام وویل: ((ريښتیني ملګري داسي دي لکه د محافظت فرشتي)).


 غلام محمد زرملوال د خپل  فیسبوک په پاڼه د ځان په اړه داسې دعا کړیده:


چې بې تا چا ته ټیټ نه شي ننګیالی زما ژوندون کړه


زړه زما د مسمان وي، تفکر مې د پښتون کړه


همدا ننګیالی، مسلمان او پښتون انسان د ۱۳۹۱ کال د تلې په لومړۍ نېټه له دغه فاني نړۍ څخه د لندن په ریډینګ ښار کې د تل لپاره په ډاډ او ارام سره ساه ورکړه.


انا لله و انا الیه راجعون


د نوموړي جسد به دده دوصیت سره سم په کابل، افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي. چې په دې اړه به وروسته ټول خپلوان، دوستان، خواخوږي او افغانان خبر کړو. الله تعالی د مرحوم زرملوال ته د فردوس جنت، کورنۍ ته زغم، او فکر دې تل تاند، بهاند، هڅاند او پراخه وي.


امین یا رب العالمین




استاد زرملوال یو ملي مبارز


حاجي امين باوري – بلجيم


حاجي امين باوريد دوه زره یولسم کال د مارچ په میاشت کي درانه استاد غلامحمد زرملوال صیب زنګ راته وواهه او د لندن په ښار کي جوړیدونکي غونډه کي چي د ډیورنډ د تپل سوي کرښي و غندلو ته رابلل سوې وه ، په غونډه کي د ګډون بلنه راکړه . زه او عبدالله احسان د غونډي څخه یوه ورځ مخکي د اپریل د میاشتي پر ۲۲ نیټه د بلجیم څخه د زرملوال صیب د کور پر خوا روان سوو ، زرملوال صیب د خپل ټول مشرتوب سره زموږ داسي عزت وکړ چي زموږ کشرانو له پاره تر حد ډیر وو . زرملوال صیب په دغه ورځ په کور کي یوازي وو او یا به یې هم کور د راتلونکو میلمنو او په غونډه کي د ګډون کونکو له پاره خالي کړی وو ، هر څه چي وو خو زرملوال صیب لکه د کلي او وطن میلمه دوسته پښتون چي د میلمه پالني څخه خوند اخلي او د میلمه عزت خپل عزت ګڼي . زموږ د اثرار او بیا بیا کښینولو سره سره زرملوال صیب خپله ډوډی راته پخه کړل او موږ هم په پخلنځي کي مرسته ورسره کول ، له داسي فرصتونو او وخت څخه مو ګټه اخیستل . زرملوال صیب خپل کتابتون ټه بوتلو او د خپل کار کوټه یی راته وښودل چي هلته په سلهاوو کتابونه یا خو لوستلو ته تیار ایښودل سوي وه او یا خو د میز پر سر داسي پراته وه چي له هر یوه نه وروسته به بل کتاب رااخستل کیږي او بیا به یی نتیجه یا ژباړه د میز پر سر ایښودل سووي کمپیوټر کي ټایپیږي . د زرملوال صیب د مطالعی او کار خونه د یوه فیلسوف او لوی څیړونکي کارخونه وه چي یوازي به ژباړي او کتاب لیکني نه کیدلې بلکي هره اونی به یوه یا دوی مقالی د افغانانو د ذهنونو د روښانولو د پاره انټرنیټ پاڼو ته سپارل کیدلې .


زرملوال صیب پر وطن مین او د وطن او سیمي پر حالاتو ځیرک څارن وو . د تاریخ سره د استاد زرملوال صیب نږدی توب د افغانستان او سیمي د حالاتو سره نسبت درلود . زرملوال صیب د خپلي مریضی او سپینږرتوب سره سره زموږ سره د سهار تر ۴ بجو کښیناست او داسي کیسې یې راته وکړی چي ما په خپل ټول ژوند نه وی اوریدلي او نه مي هم لوستلي وی . د زرملوال صیب یوه تاریخي کیسه د ډیورنډ د کرښي او د انګلستان د بی ایمانیو کیسه وه ، ډیره ترخه او ډیره جالبه . استاد زرملوال ته هر ځوان پښتون داسي بریښیده لکه د خپل کور او کهول ډیر نږدې او یا ووایم لکه اولاد او یا هم ورور . زرملوال صیب د خپل ریښتنتوب او اخلاص مینه موږ ته راکړل .


زرملوال صیب سهار وختي زموږ څخه تر مخه را ویښ سوی او ناشتا یی د میز پر سر تیاره ایښی وه ، د استاد داسي میڼي او پښتونولۍ زموږ څخه خپله پښتو هیره کړل . دا په یقین سره ویلای سم چي استاد په داسي زحمت ګاللو سره موږ ته د پښتو دود او رسم تازه کاوه او موږ ته یی ښودل چي پښتانه که دومره سپینږري هم سي خو میلمه پالنه یی د پښتونوالی له لومړیو اصولو څخه ګڼل کیږي ،‎.


زرملوال صیب زموږ سره یو ځای د غونډو تالار ته راغی او د غونډي تقریبا ډیره برخه د استاد په غاړه وه چي هغه نظم او اداره کړي ،‎.استاد زرملوال د ځوانانو په شان د غونډي تنظیم ته اوږه ورکړی وه . په غونډه کي د سم سمکۍ چاري او د ریسه هیت سره په شریکه غونډه اداره کول .


د غونډي تر ختمیدلو وروسته د غونډي ټول ګډونوال د لندن په زړه کي د برطانیی د پارلمان مخ ته د ډیورنډ د کرغیړني کرښي پر ضد د احتجاجي مظاهری په نیت وخوځیدلو ، دلته هم زرملوال صیب لکه یو ځوان د بیرغ او شعارونو په وړلو او د شعار په ورکولو کي تر موږ ټولو لمړی وو . کله چي به مي د استاد احساس ولید نو زړه ته به مي ولویدل چي :


نن وي که سبا وي /// دا وطن به ابادیږي /// ولسونه به پاڅیږي /// دا قومونه به یو کیږي /// د دښمن مخ به توریږي


چي ژوندی یو زرملوال دی /// پر ممبر مو دئ بلال دی


( د سفر څخه تر راستنیدلو مي د خدای بخښلي زرملوال صیب احساس ته لیکلی و داپریل ۳۱ / ۲۰۱۱ )


د مظاهری پریکړه لیک هم ولوستل سو او بیا بیرته د غونډي تالار ته راغلو او په ډیر اثرار مو د درانه مشر استاد زرملوال صیب څخه رخصت واخیستلای سو ، د کار او نورو مسولیتونو شاته پریښودلو اړ کړو تر څو د استاد سره مخه ښه وکړو . د خدای بخښلي استاد زرملوال صیب بانډار دومره خوږ او په زړه پوري وو چي خوند یی  تر اوسه زما د ذهن په ذایقه کي پروت دی او دا به هیڅ وخت زما له ذهن او حافظی څخه ونه وزي .


خدای بخښلی زرملوال پوهیدی چي د ژوند سفر یی اخري تم ځای ته نږدی سوی دی خو د جداو جهد غښتلی ځوان پاته وو ، استاد په دی پوهیدی چي سالنډی یی مطالعی او تحقیق ته نه پریږدي خو لوړ همت او قوي عزم یی پر سالنډی لوړ وو ، نه یی د مطالعی څخه نه یی له ملي مبارزې څخه او نه یی هم د تحقیق څخه راګرځولای سو .


دغښتلی او ایمانداره استاد سره مي بیا بیا ولیدل او د هغوی له ګرم احساس څخه مي بیا د پانیپت په شانداره غونډه کي چي د درانه پښتون او پیاوړي ژورنالست میرویس افغان په هڅو ، لندن کي جوړه سوی وه ، خوند واخیست . استاد مي په نورو رسمي او شخصي مجالسو او غونډو کي ډیر ډیر لیدلی خو اوس افسوس راته دریږي چي کوم داسي کار او یا بوختیا د استاد له مجلسه د ده په ژوند کي بی برخي کړم ؟


الله دي درانه پښتون انسان زرملوال صیب ته فرذوس جنت نصیب کړي . امین


امین باوري