د ۱۳۹۲ لمريز کال د پیل څخه په پيښور کې داطلا تواو فرهنګ وزارت فرهنګې خونه تړل کیږي ؟
داطلا عاتو اوفرهنګ وزارت :
د باندنیو چارو وزارت:
اونورو اړوندو ادارو دپاملرني وړ؛
هراولس دفرهنګي پلوه خپلي ځانګړ تیاوی لری او ددغه ځانګړتیاو نه دهغه پيژندنه کېږي،کله چې دیوه اولس فر هنګې ځانګړ تیاوو ته په دولتی سطحه پاملرنه کېږي،نو بېله شکه چي دهغه هېوادا او اولس فرهنګی اصالت تر پيړیو پيړیو ژوندی پا ته کېږي.
دا روښانه ده چې د یوه ژوندی ملت نښه دهغه په فرهنګې بقا کښي ده .چې ښه مثال یی زموږ ګاونډی هېوادایران دی چې په فرهنګي لحا ظ دډیرو هېوادونو نه چې دسیمي هیواادونه یی په لومړیو کې راځې مخ په وړاندي روان دی .دغه هېواد وکولای شوای چې په سیمه کې د فارسي ادب دریسانس دور دهند په نیمه وچه کې د عاموخلګو په ذهنونو کې تداعی کړی. ددغې لاري خپل اهداف لاس ته راوړی اوسیاسې ګټې ترینه واخلې .
سیاسې فرهنګ په دیپلو ما تیکو روابطو کې ډیره موثره ذریعه ده. خو له بد ه مرغه زموږ په هېواد کې دي اصل ته هیڅ وخت لکه څنګه چې ښايي هغسي پام نه دی شوی.
زموږ په سفارتونو او قونسلګریو کې فرهنګې نما یندګې لومړی خو د نیشت په شمیر دی او چې دی هم فعالیت یی کم رنګه دی او ددې دلیل دادی چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه دفترونو ته مصارف اصلآ ور کوی نه ،صرف معاش ورکوي چې باید داسی نه وي،دیوی نما یندګۍ خلاصول هغه هم په بهرني هېواد کې با ید چې ښه اندازه بوديجه ولري .چې په خلاص لاس مصرف شې او هغه موخې چې دفرهنګې هڅو په نتیجه کې لاس ته راځي او دیوه هېواد ملي ګټي پری تا مینیږی،مثمره نتیجه ورکړی.
خپل اصل هدف ته راځو تیره ورځ مي دآزادی راډیو په څپو کې واوریدل چې په پيښورکې دافغا نستان داسلامې جمهوریت فر هنګې خونه تړل کیږي.لومړی خو په دی اریان شوم چې په یا ده سیمه کې د فرهنګې دفتر بندول خلګو ته څه پيغام لری ؟ آیا زموږ دهېواد اړیکي د ۲۰۱۴ کال وروسته دومره پيچلي کیږي چې په دغه سیمه کې فر هنګي نمایندګي باید وجود ونه لري او که افغانستان دومره غریب کیږي چې دیوه تن په معاش يا يوې فرهنګي خوني په ساتلو يې بودجه پیا وړې یا کمزورې کیږې هغه هم په پېښور کي؟
آیا دښاغلی رهین دپښتو او پښتنو سره ددښمني پیر یان خو بیا فعال شوی نه دي ؟ولي په ایران کې نه بندیږی ولي په تاجکستان کې نه بند یږي او ولي په هغه سیمو کې چې موږ هیڅ ډول فرهنګي نیژدی والی ورسره نه لرو دا کار نه کيږي.
د پیښور فر هنګې خونه چې د یوه خواخوږی قونسل په وختونو کې جوړه او دڅو خوا خوږو فر هنګپالوپه مرسته د کتا بتون ،موزیم،نندارتون،اوآرشیف مجهزی برخې لري په زرګونو ټوکه کتا بونه ،په سلګونو دلاسی صنعت توکې تاریخې عکسونه ،فرهنګې عکسونه،او دافغانستان لرغوني پانګې پکښي پرتي دی ولې اوپه څه دليل و تړل شي؟ آیا په دې خو به دد باند نیو چارو دوزارت دستمیانو لاس نه وي چې دپښتنو په دومره مهمه سیمه کې ددی دفتر وجود نه شي لیدلای ،او با خو به دافغانستان د اداره امور په اصطلاج دکار پوهانو د ړندې کارپوهني نتیجه نه وی؟ او یا خوبه دایران دافغان دوښمني پالیسي لا سونه تر پیښوره نه وي را اوږده شوي؟
زه دیوه افغان په صفت داړوندو ادارو څخه هیله کوم چي د افغان کلتور او فرهنګ ضد پر دغي پريکړي له سره غور او کتنه وکړي اوددي فا جعې مخه ونیسي. که نه نو دولسي جرګي دنما یندګانو نه هیله لرم چې د غه موضوع په پارلمان کې ترغور لاندي ونیسي ځکه چې دا موضوع د افغانستان د ملي او فرهنګي ګټو سره مخامخ تړاو لري.
د موضوع په اړه تبصرې او نظريات:
په پيښور کې میشت افغان فرهنګیان د افغانستان د فرهنګي خونې د تړل کیدو خبر خواشيني کړي او غوښتنه کوي، چې افغان دولت دې پردې پریکړې له سره غور وکړي.دوي وايي، فرهنګي هلې ځلې د دوو ملتونو د نژدې کولو او خړپړتیاوو د له منځه وړلو یوه غوره وسیله ده، چې په هرحال باید وپالل شي.
د دانش خپرندويې ټولنې ود الفت مهالنۍ مسوول اسدالله دانش ساپي او د بینوا فرهنګي ټولنې مشر محمدیار یار په پيښور کې د دغه مرکز د اهمیت په باب وویل:دانش : په پيښور کې د فرهنګي دفتر موجودیت له څو جهوتو ډير مهم دی، یو خوا چې دلته لا هم سلګونه زره افغانان ژوند کوي اوهغوی دغسې یوې ادارې ته اړتیا لري.بل دا چې دا یوه پښتون میشتې سیمه ده. ډير مشترکات لرو لکه ژبه، کلتور، دود دستور او تر دې ور اخوا په اوسني وخت کې د ورته مشکل ښکار یو نو ددې هرڅه په پام کې نیولو سره سړی ویلی شي چې ددې دفتر تړل بې له شکه یو افغان دښمنه اقدام دی.
محمدیار یار: افغانستان و پاکستان د دوو ګاونډیو هیوادونو په صفت ښو او دوستانه اړیکو ته ضرورت لري، د د واړو ولسونو ترمنځ راشه درشه زیاته ده نو ددې هرڅه لپاره ددغسې یوه کلتوري مرکز موجودیت او فعالیت خورا مهم دی.ددې لپاره چې تګ راتګ زیات او منظم وي نو ددغسې یوې ادارې موجودیت ډير ضروري څو وکولی شي خلکو ته اسانتیاوې براربرې کړي.
بله خبره داده چې فرهنګي هلې ځلې تر سیاسو هغو ډيرې موثرې ثابتې شوي دي، په تیرو کلونو کې ژوندي مثالونه لرو چې د همدې ادارې له لارې ډيرو قلموالو افغانستان ته سفرونه کړي او له هغه ځایه پيښور ته راغلي او ډيرې ښې لاسته راوړنې يې لرلې دی.
“افغان فرهنګیانو وروسته تر دې دغه غبرګون وښود، چې د اطلاعات و فرهنګ وزارت یوه عالي رتبه مقام د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه وزارت په پام کې لري، چې د ۱۳۹۲ کال له پیل سره سم په پيښور کونسلګرۍ کې دفرهنګي آتشې دفتر وتړي.
دفرهنګي خون مسوولې یا فرهنګي آتشې پروین ملال ویل، چې دې هم دغسې اوازې اوریدلې دي :تراوسه خو د وزارت له لوري رسماً موږ ته څه ندي ویل شوي او نه هم کوم رسمي مکتوب راغلی دی.”د افغانستان فرهنګي خونه، چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې دپيښور په افغان کونسلګرۍ کې جوړه شوې پر نورو فرهنګي فعالیتونو سربیره کتابتون، دافغانستان د تاریخي اثارو موزیم او نندارتون او دورځپاڼو ونوروتاریخي اسنادو مجهز آرشیف لري، چې هره ورځ یوزیات شمیر افغان و پاکستاني فرهنګیان ترې ګټه پورته کوي.
د نارینه وو پشان ښځینه فرهنګیانې و دمیرمن ادبي بهیرغړې، چې په همدې خونه کې ادبي غونډې جوړوي هم دغه خبر خواشينې کړې دي:پښتنه شینوارې، چې یوه لیکواله او شاعره ده او په پيښور پوهنتون کې زده کړې کوي وايي، چې دغه فرهنګي خونه دښځمنو لیکوالو و شاعرانو د ناستو او غنډو یواځنی مرکز دی او ګواښ کوي، چې دولت يې د تړو هڅه وکړي نو دوی به يې پروړاندې سخت عکس العمل وښيي.
رڼا شینوارې، چې په پيښور پوهنتون کې د افغان محصلینو په نمایندګۍ وویل، چې ددې پشان سلګونه زره افغانان په مسافرۍ کې لوی شوي، چې په خبره يې دغسې یوه اداره کولی شي دهغوی په ذهني رغونه کې دپام وړ کار وکړي.نوموړې هم ګواښ کوي، چې ددولت ددې اقدام مخنیوی به وکړي او په مظاهرو به لاس پورې کړي.
په پيښور کې د افغانستان د فرهنګي خونې دتړلو پریکړه په داسې حال کې کیږي، چې لا هم په خیبر پښتونخوا کې تر یوملیون ډير افغانان دیره دی، نه یواځې دا بلکې د دواړو غاړې قلموال له فرهنګي لارو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پرتو سیاسي کشالو د اواري هلې ځلې کوي.افغان فرهنګیان وايي، که دولت خپله دغه پریکړه بیرته وانخلي نو پرضد به يې په احتجاج لاس پورې کړي.
———————————————————————————————————————-
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ته په خيبرپښتونخوا کي د افغان محصلينو د اتحاديې سرخلاصی ليک
عالیقدره!
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رامنڅ ته کیدو سره سم د افغانستان د دردیدلي اولس څه نا څه د هوساینې احساس کړی او د پرمختګ یون یې لاهم روان دی.د محترم حامد کرزی په مشری کې د څو کلنې ادارې کامیابې بهرنۍ پالیسۍ له امله مو ګران هیواد دا وخت په لسګونو هیوادونو په رسمیت پیژندلی او د قدر په سترګه ورته ګوري،د ګران هیواد د اصیل افغاني کلتور په معرفي کولو کې یو هم تر ټولو مهم رول په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان فرهنګي آتشې او فرهنګي خونې دي.
خو له بده مرغه پدې وروستیو کې باوري سرچینې وایي،دولت پلان لري په ځینو هیوادونو کې د فرهنګي آتشو فعالیتونه رسماٌ بند کړي چې د دوی له جملې څخه یو هم په پیښور کې د افغانستان فرهنګي خونه ده.
ښاغلیه!
شاید تاسې ته معلومه وی چی دپښور فرهنګی خونه دپخواني افغان قونصل عبدالخالق فراهي په هلوځلوپه نشت امکاناتو چوړه شوه او فرهنګي اثار ورته ډالۍ شول، په سوونو ټوکه کتابونه لري ،دافغانستان داصيل کلتور ښایسته اوحقیقي انځورګري ،لباسونه،تاریخي او ډول ډول فرهنګي اثار لري. پداسې حال کې چې ټول د څوتنو هیوادپالوانسانانو په هلو ځلو ممکن شوي دي او تردا مهاله یې په پاکستان کې اثار په لسګونو کلتوری میلو کی نندارې ته وړاندې شوي، او ښه مقام یی ګټلی چې دهفو له جملې څخه یې :
دښاغلی ظاهر بابری په مشرۍ کی 2 ورځنی د لاسی صنایعو نندارتون جې په سلګونو کتونکي يې نندارې ته راغلي وو.
د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میا شت کی داغلې پروین ملال لخوا ۳ ورځنی نندارتون چی د پښورپه نشترهال کی دایر شوی و په سلګونو نندارچیان ،بهرني میلمانه،لیکوالان،فرهنګیان او دکورنیواونړیوالو مطبوعاتواستازي راغلي وو.
داسلام اباد په نړیوال اسلامی پوهنتون کی هر کال د ۵۰ هیوادونو د ځوانانو لخوا کلنۍ کلتوري مسابقاتو ته اثار لیږل چی په ۲۰۱۰او۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان اول مقام وګاټه.
۲۰۱۲ کال د فرورۍ په ۱۴ نیټه دپیښورپه مارکوپولو هوټل کی فرهنګي میله کی برخه اخستل او د افغانستان کلتوري سټال دګډونوالو لخوا ډیر وستایل شواو په جایزه هم ونازول شو.
۲۰۱۲کال دمارچ په ۱۴نیټه داسلام اباد په مارګله هوټل کې د پاکستان دملي کلتوري میلې په مسابقاتوکې برخه اخستل او هلته افغاني فرهنګي اثار دهمدې فرهنګي خونې لخوا لیږل.
د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۱۶ نېټه د اسلام اباد د ((NUML نمل پوهنتون په کلتوري مسابقاتو کې برخه اخستل چې د ګران هیواد ځوانانو هلته هم د فرهنګي خونې د اثارو په مرسته ښه مقام وګاټه .
د ۲۰۱۲ کال د نومبر په ۸مه نېټه د جنوبي آسیا د ځوانانو په کنفرانس کې چې د ۸ هیوادونو شاوخوا ۱۲۰ غړیو پکې برخه اخستې وه،د افغانستان فرهنګي نندارتون ته توکي د همدې نندارتون لخوا ورکړل شول،چې ګډون والو ډېر زیات وستایل.
همدا راز هره میاشت فرهنګي خونې ته د محصلینو ،ژورنالستانو،ادیبانو او بهرنیو اتباعو ورتلل هم د فرهنګي خونې یوه لاسته راوړنه ده.
عالي جنابه!
په همدې خاطر مونږ ټول په هیواد او کلتور مین ځوانان له تاسې په کلکه هیله لرو چې د پیښور د کلتوري خونې د بندېدو په اړه دې له هر راز منفي عمل څخه ډډه وشي ،کنه نو خدای مکړه دا به په پېښور کې ؛د خانه فرهنګ ایران ،امیرکن کلچرل سنټر، برټش کونسل او نورو کلتوري خونو په وړاندې سر تسلیمول وي او د پښتنو په دغه حساسه سیمه کې به مو یوه ښه مرجع له لاسه ورکړي وي.
ستاسې د همکارۍ په هيله
په خيبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو اتحادیه