نن سهار وختي د کابل ښار دهمزنګ څلور لاري ته څېرمه، د ترافیکو ریاست پر ودانۍ یو ډله یز برید دسهار پر شپږ بجې وسو.
لومړۍ چاودنه دافغان سرحدي پولیسو ددفتر په دروازه کښي ترسره سو. وروسته له چاودني ددولت ضد وسله والو غوښتل چي دیادوپولیسو ودانۍ ته ننوزي خو څرنګه چي ونه توانېدل، دترافیکو مدیریت ته داخل سول او دپولیسو سره یې جګړه پیل کړه. دوهمه چاودنه چي ویل کیږي ځان مرګی برید دﺉ، دترافیکو دمدیریت په داخل کښي وسو. دسهار پر اووه بجې او پځنوس دقیقې، دترافیکو دمدیریت له خوا دچټک غبرګون پر ځواکونو باندي یوراکیټ هم وتوغول سو. د پېښي سره سم ، امنیتي ځواکونه سیمي ته ورسېدل او شاوخوا سیمه یې کلابنده کړه. دبریدکوونکو د تعداد په اړه تردې مهاله نه چارواکو او نه رسنیو کره معلومات وړاندي کړي دي. خو ځیني امنیتي سرچینې بیا د بریدګرواحتمالي شمېر درې تنه ښئي. دکابل پولیسو د جنايي جرمونو پر ضد د ادارِې د مشر جنرال محمد ظاهر په وینا، له برید کوونکو له جملې څخه دوه بریدکوونکي وژل سوي دي خو دپولیسو او ملکي کسانو دمرګ ژوبلي په اړه لاتراسه څه نه دي ویل سوي.
وسله وال طالبانو وايي دغه برید د دوی ملګرو کړی دﺉ .د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چي یو شمېر ځانمرګي برید کوونکي،چي په درنو وسلو سره سمبال دي، توانیدلي، چي په دهمزنګ کښي یوې ودانۍ ته ننوزي او پرهغو ودانیو وسله وال برید وکړي، چې افغان او بهرني ځواکونه په کښي اوسیږي.