کور / تازه خبرونه / زابل: د مهماتو زېرمه کشف سوه

زابل: د مهماتو زېرمه کشف سوه

په زابل كې ملي پوليسو د چاوديدونكو توكو او مهماتو يوه لويه زيرمه تر لاسه كړې ده .
د دې ولايت د شهرصفا ولسوالۍ چارواكي وايې چې پوليسو يې تېره ورځ د دې ولسوالۍ د عبدالله كلي په ساحه كې عمليات كړي دي او پر مهال يې د مهماتو دا لويه زيرمه تر لاسه كړه .
د شهرصفا ولسوالۍ ولسوال سراج احمد باختر خبري اژانس ته وويل چې په زيرمه كې ۲۰۰ فيره د راكټ مرمۍ ، درې سوه د راكټ پټاكۍ ، ۲۷۴۷۰ فيره د پيكا مرمۍ ، سلګونه فيره د دهشكې مرمۍ ، تبرچې او يو شمېر لاسي بمونه
شامل دي .
د ولسوال په وينا چې دا عمليات تېره ورځ دوولس بجې تر سره سوي خو په تړاو يې څوك نه دي نيول سوي .