نن سهار وختي په ده مزنګ کښي یوه چاودنه وسوه. دیو شمېررسنیو له مخي، نامعلوم تعداد ځان مرګي بریدکوونکي دکابل دترافیکو مدیریت ته داخل سوي دي چي وڅنګ ته یې افغان سرحدي پولیس هم او دافغان ملي امنیتي پولیسو سره دامهال په جګړه اخته دي. ویل کیږي چي تردې مهال پوري دوې چاودني ترسره سوي دي. لومړی چاودنه دسهار پر شپږ بجې او څلوېښت دقیقې او دوهمه چاودنه پر اووه بجې وسوه.دناتائید سوي خبرونه له مخي ویل کیږي چی دواړه چاودني ځان مرګي بریدونه ول. چارواکو تر دې مهاله دمرګ ژوبلي په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي خو پېښه یې تائید کړې ده.