له يوې مياشتې راهيسې ناروغ وم،هيڅ ښه کېدل مې نه و،که چابه راته دکوم ډاکټرنوم واخيست نومابه هلته ځان رسولى وو.نه ملاپاتې وو نه امي،په غاړه مې دومره تاويزونه پراته و،لکه دباړې پير.چې څه پيسې مې په لاس کې وي هغه په دې ميراتمړې ناروغۍ رانه لاړې.يوه پاده بچي راه په غاړه و،يوه خونه ووسم لښکروو.
دې سوچونومې ناروغۍ لاپسې زياتوله.يوبچي اوبله ناروغي له ځان سره به مې ويل چې بچي مې دې خاورې شي خوچې اوس ستاسترګې پناشي څوک له لوږي مړه شوي؟يوه ورځ مې يونږدې ملګرى پوښتنې ته راغى ويل يي:
_يره چناره بچو!ډېردرباندې خپه يم،خپله له غريبۍ ماښام څملم.لاس مې په دې ورځوکې ډېر سپېره شوى.الله (ج)دې له دې بلاخلاص که.اه ريښتيا!چناريه يوه نوى ډانکټرراغلى؛ژېړګل نومېږي.دکاپرزوى ډېرپوى دى،چې يوه نسخه واخلې بلې ته دې بياحاجت نه وي،ته هم ورشه!
ملګري مې د ډاکټرپته راکړه دژېړګل دنوم په اورېدوهغه خپل ټولګيوال ژېړګل راپه يادشو.چې په الف اوب هم نه پوهېده.بېچاره به ټول کال دښوونکوپه کارونوبوخت وو.لوونه، خټې،کوکناروهل ټولول اوداسې نوردژېړګلي په غاړه ووښوونکوهم ښه ژېړګلى پيداکړى وو. دڅونمبروله پاره به يي پرې ټول کارونه کول .په په زړه پورې خولاداوه چې يوه ورځ دښوونځي مديراويونوى ښوونکى ټولګۍ ته راغلل.مديرښوونکى راوپېژاند.چې داستاسونوى ښوونکى،ښوونکى نه بلکې معنوي پلار مودى.بايدښه سلوک ورسره وکړئ.بې ځايه پوښتنې اوشيطاني به نه کوئ.مديرپه خپله ولاړ.نوي ښوونکي سمدلاسه په پوښتنوپيل وکړ:
_ته جګ شه!دچابنده يې؟ټول څواسماني کتابونه دي؟په ملت دچايې؟دچاپه مذهب يې؟؟؟
دژېړګل نوبت چې راغى ورته ويي ويل:دچاپه مذهب يې؟
له ژېړګل نه وارپارخطاشو:
_ددادامې د دادا مې صيب!!!
يودم په ټولګي کې غويمنډ جوړشو،د دادا مې ،د دادا مې…همداچيغې وي اودټولګۍ فضا د دادامې، د دادامې چيغوپه سر نېولې و ه.ښوونکي ورته وويل:
_ورک شه د دادا بچيه!ته څه رقم مسلمان يې؟تراوسه په دې نه پوهېږې؟ته هم غټ بېړايې. زه به موهم خوښ شم.
ده هم ټولګى پرېښود.ژېړګل ته خپلې خبرې سم دپوزې پېزوان شوې.که به هرچاليدلونوهمدا چيغې به يې وهلې:د دادا مې.ژېړګلى اخرمجبورشوو چې ښوونځى پرېږدي.نه مابياکتلى و اونه ورنه خبروم چې چېرته دى؟ويل مې بلامې ورپسې چې هريو دى.چې زه ورسره ښه شم يوژېړګلى خونه دى نړۍ پرې ډکه ده. سباسهاروختي د ډاکټرژېړګل ځاى ته لاړم.له مانه وړاندې هلته ډېرخلک په انتظارکې ناست ول،دهرچادخولې څخه همداخبرې راوتې:يره !داډانکټردغم زوى ډېرپوى دى.چې يوه نسخه خو واخلې بلې ته دې بياحاجت نه وي.
ډېرانتظار راباندې سم قيامت جوړ کړى وو.داسې بد حال وو کله کوم ېپهرنى مؤسسې چې مرسته راوړې وي.اخرماته نوبت راغى،کتنځى نه وسم دوکان ته ورته و ديوشي کمببود هم په کې نه وو،دپاکوالې پرې تمامه وه.په غټه لوحه يي ليکلي وو:
ډاکټرژېړګل وطن پال
دټولوناروغيومتخصيص
لوړې زده کړې:
جرمني،هنداوترکيه.
ډاکټرصيب ته ورغلم سم دواره يي راته وويل:نوم دې څه شى دى؟ولې مريض يې؟ اوڅنګه مريض يې؟
ماژېړګل ته رډ-رډکتل:سړى خوهمغه دى خواوس ځان تېرباسې.ژېړګل ويل:
_فکرکوم اعصاب دې له لاسه ورکړي.ولې داسې راته ګورې لکه چې کله دې نه يم لېدلى؟وخت نشته بابا!مريضي وايه!هسې مې وخت مه خرابوه.ماهم خوله پرې راخلاصه کړه:
_ژېړګليه ډېربدسترګى انسان يېته اوس مانه پېژنې !په رڼوسترګوکې راننوځې؟
دژېړګل خوله کې لاړې وچې شوې اورنګ يې تک ژېړشو.په چيغه مې ورته وويل:
_ژېړګليه!اوس خوبه دې دادا په مذهب نه يې؟ځکه اوخواوس ډاکټرصيب يي!
له دې خبرې سره سم ژېړګلي ضعف وکړ.چيغې مې کړې هله خلکوډاکټرمړشو!!