کور / راپور / د غزني ښاروالۍ د غونډي راپور

د غزني ښاروالۍ د غونډي راپور

د ۱۳۹۱ دجدي پر نهمه نېټه د حکیم سنایې دانجمن په مرکزي دفتر کي دحکیم سنایې دفرهنګي انجمن په نوښت دغزني په ولایت کي د دخصوصي پانګوني دجذبولو او پانګوالو دهڅولو په هکله دغزني ولایت دقومی مشرانو دحکیم سنايې دمشرتوب ، دغزني ولایت دسوداګري خونو مشر ښاغلي عبدالحکیم قلندري ، دغرني ولایت ښاروال ښاغلي فریدون احمدي دغرني ولایتي شورا وکیل ښاغلي سید احمد اغا دتره کیو دټولنیزو ټولني داستازورحمتي ګیلانوال ،عبدالولي طوفان تره کی ، حاجي عبدالله تره کی دغزني دمیرمنو په استازیتوب اغلی هوسۍ اندړ او دغزني ولایت ددرنو مشرانو پوهانو عالمانو په ګډون جوړه شوه ، غونډه دقرانکریم دمبارکوایاتونو په تلاوت پیل ورپسې دغزنی ولایت د سوداګري خوني مشر ښاغلي عبدالحکیم قلندري دغزني په ولایت کي دخصوصي سکتوراوپانګوني په هکله معلومات وړاندي کړ غزني یې دپانګوني لپاره ښه او مناسب ځاي وبللو ، ویې ویل : په افغانستان کي دسوداګري خوني بنسټ ۸۰ کاله وړاندي دښاغلي مرحوم عبدالمجید زابلي له خوا کیښودل شو ۵۵ کاله وړاندي په غزنی کي خپله ځانګه پرانستله ، ۴ کاله وړاندي دا خونه ددولت له کنترول څخه دباندي او خپلواکه شوه ، ښاغلی قلندري زیاته کړه : غزني دکابل کندهار پرلویه لار پروت او له ګاونډی هیواد پآکستان سره سوداګري پوله لري دپانګونی لپاره ښه شرایط لري ، که چیرته دهیواداودغزني ملی سوداګر پانګونه وکړي په غزني کي به لوي بدلون راشي ، دولت په تیرو کلونوکي هیڅ پاملرنه نه ده کړې دجګړوله امله دې خوني ډیر زیانونه وګالل او په عملي بڼه دیو سالم مدیریت دنه شتون له امله له منځه تللې وه ، ۵ کاله وړاندي دټاکنو په اساس دناور دولسوالي څو تنه مسولین وټاکل شول ، داسي کاریې ونه کړ چي دویلو وړوي ، نه یې تعمیر شته نه یې ځمکه اونه دسوداګرو ترمنځ هم غږي منځ ته راغله درې کاله واړاندي دغرني سوداګرو زه ددې خوني دمشر په توګه وټاکلم له هغه تراوسه مو سوداګروسره دهمغږي په مرسته دونه وکول چي اوس داخونه خود کفا او په خپلو پښو ولاړه ده ، دغزني یوه سوداګر دسلطان محمد په شهر ک کي دودانۍ لپاره وړیا ځمکه راکړ ه کورودانی یې وایم ، نوروسوداګرو دودانۍ دجوړیدو ژمنه کړیده ، په غزني کي ۵۲ دګچ فابریکې کارکوي ، چي په سیمه کی یې ساری نه لیدل کیږي کابل کندهار اونوروولایتونوته لیږدول کیږي ، دقره باغ دزرکشانو او دناور کانونه بهرنیو کمپنیوته ورکړل شویدي موږهڅه کوو او هیله کوو چي ملي سوداګر په دې کانونو کي پانګونه وکړي ، دزعفرانو کښت رواج شوي او ښه پایله یې درلودلې ده ، غزني یو زراعتي ولایت دی ډير کشمش ، مڼې الوبخارا ،شکم پارې او نوري میوې لري سبزیجات ډير دي ، خو له بده مرغه اداری فساد دونه ډير د ه چي هیځ پاملرنه دزارعت په برخه کي ورته نه ده شوې ، تراوسه یو سردخانه نه ده جوړه شوې ، دمخدره مواد دکښت دمخنوي په نوم کال کي یوملیون ډالره غزني ته ځي ټولي غلاکیږي یو ډالریې نه دی لګیدلې ځوداسي بې کیفیته پروژې جوړي کړیدي چي هیځ کیفیت نه لري او نه کومه بنسټیزه ګټه ولس ته رسوي . که په دغو پیسو سردځایونه دکشمشو دپاکولو دوړیو دپریوللو فابریکې جوړي شوې وايی ګټه یې ټولو خلګوته رسیدله .

موږته دولت پاملرنه نه کوي نه مرسته راسره کوي هیله ده سوداګر دې ته پاملرنه وکړي او خپله پانګه په غزني کي واچوي . دنوي کال لپاره موږ پلان لرو چي یو سهامي شرکت چی ترزرو تنو پکي سهم ولري جوړکړو دښه مدیریت په اسا س کولاي شو ډير کارونه سرته ورسوو.دغزني دښار درغوني دپلان په هکله یې وویل : موږ په نظرکي لرو چي لوړمنزله هوټولونه دتفریح پارکونه خصوصي سکتورته ورکړو څکه دولتي ادارې په فساد ککړې او ترینه دغزنی دخلګو لپاره دخدمت تمه نه کیږي . دعمومي سړک یوې بلي خواته په نقشه کي لمړي دولتي ادارې بیا تجارتي مرکزونه دي خلګ دځمکو استملاک ته زړه نه ښه کوي موږپرپلان کارکووچي دسړک خواته تجارتي مرکزونه اوشاته یې دولتي ادارې جوړي شي خلګ اماده دي چي ارزانه ځمکي دولت ته ورکړې خوداچي ددولتي چارواکو ګټي پکي نشته داکار شاته غورڅه وي .

دهیواد او دغزني له پانګوالو هیله کو چي راشي په غزني کي پانګونه وکړي ، غزني داسلامي تمدون پلازمینه ټاکل شویده چي دپانګو جذب ته لازم شرایط لري ، موږاو دغزني خلګ ورسره هرډول مرسته کولاي شو، دښاروالي څخه مننه کوو چي له موږسره یې دکارونو په ښه والي کي ډیره مرسته کړیده .

ورپسې دغزني ولایت ښاروال ښاغلي فریدون احمدي دغزني دښاروالي دچارو په هلکه خبري وکړې ستونزي یې بیان کړلې ده وویل : دونيمي میاشتي کیږي چي دغزني دښاروال په توګه مي دنده ترلاسه کړه ښاروالي ته ورغلم دښاروالي دفتر اوسرای دکثافاتو غونډالی وو ، امر مي وکړ چي کراچۍ او بیلونه راوړي ، موټر تیارکړي چي کثافات وباسو کارکونکو اته کراچۍ او لس مات بیلونه راوړل نور هیځ شی نه وو یو موټر تیار وو نور خراب ولاړ او کباړ شوي ول .خلګ چي به مبارکي ته راتلل دګلانو پرځای مي دکراچیواو بیلونواو کلنګانو غوښتنه وکړه چي اوس تقریبا ۸۰۰ کراچۍ لرو او د۲۰۰۰ په شاوخواکي بیلونه او کلنګان ، دغزنی خلګو داټوله مرسته وکړه اوهم یې دښاورالي دکارګرانو لپآره دلباس موزو مرسته وړیا وکړله ، دغزني دموټرو ترمیم کونکي راغلل موټر یې بوتلل ټول یې په داوطلبانه ډول وړیا ترمیم او ښاروالي ته یې راوستل . ښاغلی فریدون احمد وویل : په ښاروالي کي هیځ سیستم یا اداره نه وه نه مسولیت وو نه پلان و نه رپوټ ورکول ول دښاورالي نوم له رشوت او غلاسره تړل شوی وو. اداری سیتم مي پکي فعاله کړ حیران پآته وم په دا دولسو کلونوکي ولی ښاروالي هیځ کارندی کړی . تاسو خبریاست چي په غزني کي دبیارغوني کارونه نه دی شوي وجه یې داوه چي په ښاروالي کي اداری سیتم نه واو فساد ډير و. پرخلګو مي غږ وکړ چي دښاروالي اودښاردپاکولو لپاره داوطلبانه کارکي ونډه واخلي ټولوخلګو راسره ملاوتړله چي څوموټره کثافات مو له ښاروالي او ۲۰۰ موټره کثافات مو له ښاره دخلګوپه مرسته وایستل ، ښارموپریوللو اوس دښاربڼه بدله شویده یعني پاک شویده . لمړی مو دخلګو اوخصوصی سکتور باور په ښاروالی کي دفساد اودرشوت دله منڅه وړلو له لاری ترلاسه کړ اوس دغزنی ښاروالي دخلګو دباوروړده ،کمیشن کاران مو بند کړل هرسړی به خپل کار په خپله خلاصه وي مخکي داسي نه په رشوت به خلاصیدل دخلګو تمه او باور ل پرښاروالي له منځه تللي و.

څو واره دقله برګټ دشاوخواخلګ راغلل والی صاحب ته ورغلي چي سړک یې خراب وو جوړیې کړي ،شرکتونوډيري پيسې غوښتې کله چي ماته راغلل له خصوصي سکتور اوخلګو مي مرسته وغوښتله په داوطلبانه کارسره مو په دوو ورځوکي سړک جوړ کړ کله چي مي والي ته خبر ورکړ هغه حیران پاته شو ویل ځو مصرف لګیدلي وړاندیزو کړه چي پيسې درکړم ماورته وویل خلګو په خپله پّ داوطلبانه ډول جوړ کړ دی له داوطلبانه کار نه وخبر چي خلګ دې دونه تیاری او مینه له خپل ښار سره ولري .څکه ددواطلبانه کار کلتور هیر شوی وو ما راژوندی کړ. خلګ یوازي لارښوني ته اړتیا لري ټول کارونه په خپله کوي په داوطلبانه ډول ،دغزني له ټولو خلګو دزړه له کومي مننه کوم ، ژمنه کوم دغزنی ښاروالي ددوی خدمت کونکي دي نه باداران .

دغزني دښار دپاکولو او دکورنودنمره کولو په هکله ښاغلی ښاروال وویل: موږ په دریم نمبر پلان یعني پلان سي کی ۱۰۰۰ کورونه نمره کړل تاسو کولاي شي دنمروپه اساس کورونه پیداکړي نورکورنه هم ترپلان لاندي دي چي نمره شي . له کورونو دکثافاتو دراټوله ولولپاره مو لمړی تورې خلتې کورونوته ورکړې چي هر سهار یې راوباسي دښاروالي موټروته یې تسلم کړې خلګ مو له دې کارسره بلد کړل یوه میاشت وروسته مو خصوصي سکتورته په داوطلبي ورکړ، لمړ ی نرخ یو لک افغانۍ وې اخیر ۳۸ زره افغانیوته دمیاشتي راورسیدو خصوصي سکتورته مو ورکړچي هرسهاربه له کورونو کثافات ټوله وي . دغزني خلګ میړني او له خپل ولایت سره مینه لري خو سالمه رهبری او ریښتنی مشرتوب غواړي . په غزني ولایت کي دکارکولولپاره هیڅ ستونزي نشته خو لویه ستونزه فساد دی چي دخلګو زړونه یې مړاوي کړي او بې باوره کړیدي . ادارې خپل کارونه سم سرته نه رسوي ، دغزني ښار دښاروالي له نه پاملرني له ستونزوسره مخامخ دی ، پاکولوته یې پاملرنه نه ده شوې ، په تیرمهال کي به دغزني قیماق ، دغفور کباب ،شوروا ـ په نامه وې دلارو مسافروډوډۍ دلته رارسوله خو اوس نه سم خواړه شته نه سم هوټل نه دمسافرو سم خدمت کیږي . په نوی کال کي پلان لرو چي ۵ نوي عصري هوټولونه چي د ۵ ، ۴ ، ۳ ستوروپه نامه دي منظوري یې شته ځایونه ورته ټاکل شویدې جوړ کړو تراوسه له فسادي ستونزوسره یې دجوړیدو کارونه مخامخ ول ، په ښارکي ۵ نوي عصر حمامونه جوړوو، ۵ مارکیټونه جوړشي اوسني مارکیټونه په سرایونو بدل شویدي . په دولسو کلونوکي یوازي دمهاجرینو شهرک نمرې توزیع شویدي یوه نمره بله نده توزیع شوې ، که څه هم مو ږ د شهیدانو ،مامورینو ، معلیمنو شهرکونه لرو چي باید توزیع شوی وايي . ددوغو دریو شهرکونو دتوزیع لپاره کارروان دی . دعلی بابا شهر ک ۱۸۰۰ نمرې دی ۴۰ زره خلګو عریضي کړیدي اوس یې څنګه توزیع کړو . موږپلان لرو چي خصوصي سکتور راسره مرسته وکړې او لوړمنزلونه جوړکړو که هرځوک پانګونه کوي موږورسره مرسته کوو . دغزني دښار چوکونه مو یو شمیر جوړکړي دي یو شمیر یې پیسوته اړتیا لري ، داچوکونه دسلطان محمود غزنوي ، شامیر پالیزوان ، خواجه روشنایې ، کلال صاحب په نامه دي تاریخي ملي نمونه مو ورته ټاکلي دي . موږدخلګو هرډول مرسته له ځان سره لرو زه هلي ځلي کوم چي دغزني لپاره خدمت وکړم او ترخپل توان مسولانه چلند وکړم زموږپه وړاندي یوازي اداراي فساد ولاړدی ستاسو دغزني له میړنیو او پرخپل هیوادمینوخلګو هیله کوم چي ملاراسره وتړی ستاسو په ملتیا کولای شو ستاسو دخوښي او دغزني دابادي لپاره اړین کارونه سرته ورسوم .دغزني دښاروال څرګندوني دغونډي دبرخه والوله تودهرکلي سره مخامخ اوپوره ملاتړيې ورسره ځرګند کړ ورپسې دحیکم سنایې دفرهنګي انجمن مشر ښاغلي ستاک سروروي لنډي خبری وکړي اودغزني درغوني اوپرمختګ لپاره یې دسوداګري دخونو اودښاروالي هلي ځلي وستایلې ژمنه یې وکړه چي دخصوصي پانګوالوپه هڅولو کي به هلي ځلي وکړي ،له دولت یې وغوښتل چي غزني ته نوره پاملرنه وکړي او ریښتني ،ژمن پرهیواد مین دولس خدمت کونکي چارواکي ولیږي ترڅو دغزني دخلګو غوښتنی دغزني دپرمختګ په لاره کي سرته ورسوي . دغزنی دمشرانو په استازیتوب معلم عبدالرزاق ، دغزني دولایتي شوراغړي ښاغلي سیداحمد اغا خبري وکړې ، دښاروالي اودسوداګری خوني څخه یې دملاتړ له ځرګندولوسره ژمنه وکړه چي دکارونوپه پرمختګ کي به ورسره مرسته وکړي ، او دغزني خلګ دریښتنوخدمت کونکو ترشا ولاړدي . غونډه ددعایې په لوستلوسره پای ته ورسیده .