پېښور:په خیبر کې چارواکي وایي،د باړې په شلوبر سیمه کې د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې ٦ سرتيري وژل شوي دي.د دوی په وینا تیره شپه هم د باړې په اکا خیلو سیمه کې د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې دوه وسلوال وژل شوي دي او د اکا خیلو امن لښکر د دریو کسانو په ګډون یو شمیر امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.دوی وایي په اکا خیلو کې د دغو نښتو په مهال پر عامو کورونو د توپ ګولو د راپریوتو په نتیجه کې یوه ښځه وژل شوي او نور درې کسان ژوبل دي.بلخوا وسلوالو ادعا کړې چې د باړې په دې سیمو کې یي په یادو پیښو کې شپږ سرتیری وژلي دي او ځینې سرتیري یي تښتولی هم دي،او وسلې یي هم ترې په خپله ولکه کې اخیستې دي او دغه بریدونه یي د ځایي خلکو په شکایت ترسره کړي.