په ګران هیواد کی دروانو ټولو ناخوالو اصلی سرچینه په افغان کو رنیو کی فقر اوغربت اوپه ځوان نسل کی دبیکاری شتون دی ،نور ټولی سیاسی ستونزی، ټولنیزی ستونزی، دامنیت ستونزه ، دزده کړی ستونزه، بهرنیانوته دهر ډول دمداخلی زمینه سازی، دهمدغو اقتصادی ستونزو نه منشا اخلی.
په څه باندی تیره دریوو لسیزو کی دافغان ولس اقتصادی منابع اودګټی وټی سرچینی په یوډول سره په بهرنیو مرستو پوری وتړل شوی چی په دی ترڅ کی تیره لسیزه کی افغانستان په جعلی اقتصاد متکی هیواد شوو، دپردیو ملکونو نغدی لنډ مهاله مرستی نه یواځی داچی کووم مثبت پرمختګ ته لاره هواره نه کړه بلکه په بهرنیو پوری تړلی جعلی اقتصاد زمونږ هیوادوال دنورو ډیرو ستونزو سره لاس اوګریوان کړل، دبهرنیو کړیو له خوالکه دنورو وارد شوو غیرافغانی اوغیر اسلامی پدیدو غوندی داذاد بازار ترنامه دیو غیر قانونمند او وارداتی اقتصادی نظام زموږد سترو شتمنیو دلوټلو اودافغان ولس ددایمی محتاجولو په معنی کیدلی شی اوبس.
محتکرات، دمخدره توکواوناقانونه اسلحو کاروبار، عامه المنفع ملکیتونو اودعامه ځمکو غضب،دلویو بانکونو لوټل، دډیر مصرف کیدونکو توکو دپیرودلواوپلورلو انحصار دمشخصو مافیایی کسانو له خوا ، دهیواد په لویو ښارونو کی دسوالګرواوبی سرپنا کسانو ورځ تربلی زیاتیدل، کورنی مهاجرتونه، بهرنیو ناقانونه مهاجرتونو ته دولس اړکیدل، اوداسی نور، ددغه تپل شوی اقتصادی نظام منفی اغیزی دی چی غریب ولس یی دزغم توان نه لری اودداسی یو نظام په شتون کی به ټولنیز عدالت کله هم پلی نه شي.
دنړی دملتونو په منځ کی هغه ملتونه دهر ډول پرمختګ او هوساینی څخه برخمن دي چی دملت جوړونی معیارونه یی په پام کی نیولی دی ستری ګټی دشخصی ګټونه قربان کړی دی خپل دملت سترو ارزښتونو ته یی درناوی کړی خپل ریښتنی مشرانو باندی ویاړلی اودخودغرضه اومغروره کسانو دمشرتوب څخه یی انکار کړی دپردی پالنی اصل یی له پامه غورځولی دی. همدا ډول ویده بی اتفاقه، پردی پأل، په شخصی ګټو مین، دنااهله مشرانو څخه ملاتړکوونکی، اودخپلو مشروع حقوقو څخه ناخبر ولسونه بیا تر ډیره وخته پوری هرډول پرمختګ نه محروم ،اودنړی دپرمخ روان ملتونو دکاروان څخه ډیروروسته پاتی شوی دی.
په دغو ستونزو باندی غلبه کوول هغه وخت شوونی کیږی چی دافغان ولس په خپل هیواد کی دپوره واک خاوندان وی، ریښتنی خپلواکی ولری ،په اذاد ډول ژوند ولری، تر هغه وخته چی افغانان سیاسی خپلواکی ونه لری اوپه هیواد کی سیاسی قدرت دریښتنو افغانانو په لاس کی نه وی دراولاړ شوو ناخوالود سر منشا حل په بنسیټز اوبنیادی ډول ناشوونی کاربریښی.