دولسي جرګي څخه یوی معتبري سرچیني خبر ورکړي چي نن دولسی جرګي درئیسانودکمیسیون په ِغونډه کي دیوولسووزیرانوداستیحضاح پرسرتاوتریخوالې دتندوخبرونه فزیکي شخړۍ ته ورسیدي.
سرچینه وایی، چي دکندهارولایت استازی محمد نعیم لالې حمیدزی درايي اچولوپه پایله کي دیوولسو وزیرانوداستیضاح پرسردهرات وکیل فرهادمجیدی سره هغه وخت لاس اوګریوان شو،چي دخبرومنطق نوردمنلووړ نه و.د فزیکي شخړي پرمهال دهرات داستازی مجیدي بدن اوسرپه وینوولړل شو.
د رئیسانو په کمیسون کي ۱۳ وکیلانودوزیرانوداستیحضاح غوښتنه کوله او ۹ وکیلانو بیا مخالفت وکړي. دفزیکې شخړۍ زمینه هغه وخت زیاته شوه چي دولسی جرګۍ رئیس عبدالروؤف ابراهیمی نشوکولای دکمیسون دغړولخوایوي داسي ځانګي پریکړي ته ورسیږی چي دزیاترو وکیلانودمنلو وړ وي. ددوواستازو ترمنځ دغه فزیکي شخړه دامنیتي ځواکونو دمرستي پرته دناستووکیلانو په کومک پای ته ورسیده.
دیوولسووزیرانو داستیضاح پرسر څه کم یوه میاشت خبري اتري روانې دي . دولسي جرګي زیاتره غړي غواړي چي هغه وزیران استیحضاح ته را وغواړي چي دانکشافي بودیجی پانګه یی د ۵۰٪ سلنې څخه کمه لګولې وي.
ددوشنبي په ورځ دولسی جرګي دیوولسو وزیرانو څخه څلور وزیران یادی غونډې ته حاضر نشول اوددوی دلیل داوو ، چي دوی تیرکال د ټاکلي وزارت پرچوکي باندی نه وه ګمارل شوي،نوځّکه دټولي بودیجي دلګولو چاری هم ددوی په غاړه نه وي.
په دغو څلورووزیرانوکي دملی دفاع وزیر بسم ا لله محمدی، دکورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ، دلوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید اودښارجوړولووزیر حسن عبدالهي شامل دي. مګر بسم الله محمدی تیرکال هم دکورنیوچارو دوزیر په توګه دنده پر مخ بیوله او بیا وروسته دوکیلانو لخوا داستیحضاح پرمهال له کاره څخه ګوښه شو،ولی ډیر ژر بیر ته دملي دفاع وزیر په توګه دوکیلانو لخوا دملي دفاع نوی وزیروټاکل شو.
داسې اټکل کیږي چی دملي شورادکمیسون غړي به بیا غونډه وکړي چي یادیوولس وزیران به داستیحضاح لپاره ولسی جرګی ته راوغواړی اوکه نه. دوکیلانو پریکړي به هغه وخت دعمل جامي واغوندي چي زیاتره استازي دولسي جرګي دقانون داصولو له مخي په خپلوکي سره کښینې او دولسی جرګي د قانون پر بنسټ ځانګړی پریکړي وکړي کوم چي د ډیرو استازو دتآیید وړوګرځی.
ا