په روزګان ولايت كي نامعلو كسان د ملي امنيت يو سرتيرى په ډزو ويشتلى او وژلى يي دى
پيښه نن ماځيګر د روزګان ولايت په مركز ترينكوټ كي د ملي امنيت د رياست مخي ته رامنځ ته سوى .
د روزګان د ملي امنيت ريس ډګروال خان محمد د پيښي د پخلي ترڅنګ وايي چي وژل سوى سرتيري يحيي خان نوميدى چي ددوي كاركوونكو وو ، هغه وايي چي مخ پټي وسله وال په تيښته بريالي سوي او د نيولو لپاره يي هڅي رواني دي .
تر اوسه د پيښي په اړه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي او نه يي هم مسوليت كومي مخالفي ډلي په غاړه اخيستي دي .