په لراوبر ويباڼه کښي مي دګران او نژدي ملګري مرهون صاحب ليکنه ولوستله چي عنوان ئي وه (ما محمد ولي ځلمي ) وليدي کله چي مي پر دغه عنوان سترګي ولګيدلي ډير خو شحاله سوم چي ماشاءالله استاد لکه چي ښه سوي دي خو کله چي مي ليکنه ترپايه پوري ولوستله ډير مي طبيعت خراب سو او فکرو مي دغم لاري ته مخه کړه نه پوهيدمه چي زه اوس څه وکړم خو اخرمي دزړه دتسکين له پاره يو څو کرښي وکښلي رښتيا هم زموږ دمشرانو سره لکه مرهون صاحب چي ويلي وه ډيره ناځواني کيږي او هيڅ فکر ورته نه کيږي.
نه پوهيږم چي ولي دونه بي پروا يو ايا موږ به بيا دغسي شتمنۍ نوري پيدا کړو که يا په کندهار کښي زه هم زيات وخت له درنو استادانو لکه هر يو ژبپو استاد ډاکټر صاحب پوهندوي عبدالرازق پالوال او همدارنګه استاد فضل محمد پنهان سره کله کله کښينمه او دادب په اړه مشوري اخلم دوي هم په ډير سخت حالت کښي ژوند کوي او تراوسه پوري اخته دي ليکني او څېړني کوي تر څو راتلونکي نسل ته يو څه پريږدي خو پر دغسي حال دي چي هر څوک چي کله ددوي ژوند آو کآرونو ته فکر وکړي هر سړي به ګوته په غاښ پاته سي.
څو ورځي مخکي مي داستاد پوهندوي ډاکټر صاحب پالوال سره پر ژبني مسايلو بحث وکړي تر څو هغه الفاظ چي زموږ په ټولنه کښي نه سم کښل کيږي او نه هم سم تلفظ کيږي په دي اړه مي داستاد پالوال څخه معلومات اخستل کله چي مي وليدي ډير مي طبيعت خراب سو لکه داستاد ځلمي صاحب داسي ژوند ئي وه او هيڅ پآملرنه نه وه ورته سوي زه نه پوهيږم چي دا زموږ وګړي ولي داسي بيده دي او ولي نه راويښږي او ولي په دي اړه فکر نه کوي چي دغسي شتمني موږ اوس په لاس کښي لرو چي اوس مو هم سترګي په لوړي دي او په لوړي به مو وي په دي کښي هيڅ شک نسته خو دخداي ج له پاره نور دغفلت له خوبه راکښيني يو لږ فکر وکړي چي څه روان دي او څه کيږي موږ اوس هم دغو مشرانو تر دغه حالته رارسولي يو که چيري دغه مشران نه واي زه فکر نه کوم چي موږ دي تراوسه پوري دغسي پاته واي پرموږ باندي به وختي لا خلګو بازۍ کړي واي خو خوشبختانه دغه مشران راپاته وه چي موږ ئي دبل له بازي څخه ساتلي يو.
زه هم پر ټول ولس ږغ کوم چي نور راويښ سي او فکر وکړي او دخپل راتلونکي په جوړيدو کښي له ځانه سره مرسته وکړي تر څو راتلونکي ژوند پخپله جوړ کړي او که چيري خپل راتلونکي ته فکر ونه کړي خداي ج مه کړه هسي نه چي په اوبو لاهو سي بيا به ارمان کوي او هيڅ به په لاس نه درځي او نور خلک به بازي درباندي کوي اوس خو لا شکر دي الحمدالله هغه دي زموږ مشران ژوندي دي او هغوي مو په مخ کښي ولاړ دي او نه پريږدي څوک چي پر موږ باندي بازۍ وکړي.