کور / تازه خبرونه / هلمند : دښاروالى اړوند د يوه وركشاپ د جوړولوچاري پيل سوې

هلمند : دښاروالى اړوند د يوه وركشاپ د جوړولوچاري پيل سوې

په هلمند كې دښاروالى اړوند د تخنيكي وركشاپ د جوړولوچارې پيل شوې
د نوموړي وركشاپ اوپاركينگ د جوړولوچارې د يكشنبې په ورځ د لښكرگاه ښارپه تورټانك سيمه كې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم،د لښكرگاه ښاروال اود ځينونوروادارومسؤلينوگډون درلود پيل شوې.

ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې ياد شوى وركشاپ اوپاركينگ په درى سوه متره مربع ځمكه كې د سل زره امريكايي ډالروپه لگښت د دريومياشتوپه موده كې د لښګرگاه ښاروالى له لوري جوړيږي.

هغه زياته كړه چې ددې پروژې مالي لګښت د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې لخوا وركول كيږي.

همدا رازددې مراسموپرمهال د لښگرگاه ښاروال محمد فاضل صافي وويل چې دوى پلان لري د لښكرگاه ښارپه بيلابيلوبرخوكې پرمختيايي چارې چټكې كړي.

د نوموړي په وينا چې وړاندې تردې يې د ښاروالى اړوند وسايلولپاره مناسب پاركينگ نه درلود اوددې پاركينگ په جوړولوسره به يې گڼې ستونزې هوارې شي.

هغه له مرسته كوونكوبنسټونوڅخه غوښتنه وكړه چې د لښكرگاه ښارپه پراختيا اوپرمختگ كې له دوى سره په گډه كاروكړي.