کور / تازه خبرونه / طالبان:په غزني او کندهار کي دولتي موټر ويجاړ کړي

طالبان:په غزني او کندهار کي دولتي موټر ويجاړ کړي

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ويبپاڼي ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي نن د اپرېل پنځه ويشتمه د کندهار ولايت په پنجوايي او غزني ولايت په  ده يک ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو پر موټرونو د سړک غاړي بمونو د بريدونو يادونه کوي ، طالب وياند وايي چي نوموړي بريدونه د عبرت په نوم د پيل سوو عملياتو يوه برخه ده چي ددوی په وينا په دواړو بېلابېلو چاودنو کي يو موټر په پنجوايي او بل په ده يک کي له منځه تللي او سپرليو ته يې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده ،  تر اوسه د ناټو ځواکونو او افغان دولت له خوا د يادو شوو پېښو په اړه څه نه دي ويل سوي .